په کندز کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي

د طالبانو د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار ویلي، د دغه ولایت د امامصاحب بندر په سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او دوه نور ټپیان شوي دي. د پېښې په قربانیانو کې د پخوانۍ ولسي جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي د کورنۍ غړي هم شامل دي.
