په هرات کې د مقاومت جبهې د دوو بریدونو ادعا؛ پنځه طالب وسلهوال ټپیان او یو وژل شوی

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې په هرات ولایت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال د یوه طالب وسلهوال د وژلو او د پنځو نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو مخالفې ډلې په هرات ولایت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال د یوه طالب وسلهوال د وژلو او د پنځو نورو د ټپي کولو ادعا کړې ده.
د دغه جبهې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غبرګولي میاشتې په لومړیو کې یې د هرات د انجیل ولسوالۍ په مربوطاتو کې د الفاروق قول اردو لومړۍ لوا ته نږدې په یوه هدفمند برید کې درې تنه طالبان ټپیان کړي.
په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي، چې پر همدغه نېټه د هرات د ګذره ولسوالۍ اړوند د پشتون زرغون پر سړک د زیارت په سیمه کې په بل برید کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
مقاومت جبهه وایي چې په دغو دواړو پېښو کې ملکي وګړو او د دوی جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
دغه جبهه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هدفمندو بریدونو ترسره کېدو ادعا کوي او وایي چې دا اقدامات د دوی په وینا د «نامشروع حاکمیت» پر ضد د خلکو د ازادۍ لپاره ترسره کېږي.
تر اوسه طالبانو ددغه بریدونو په تړاو رسنیو ته څه ندي ویلي.

په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت مرستیالې اسیه توحیدي په یوه نړیوال تخصصي فورم کې ګډون کړی، چې د اوبو کمښت، اقلیمي بدلونونو او د خوړو د خوندیتوب د نړیوالو ننګونو په اړه جوړ شوی وو.
دغه فورم د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د «نړیوالو اوبو سرچینو د بحران په شرایطو کې د دوامدارو خوړو سیسټمونو تامین» تر سرلیک لاندې جوړ شوی و، چې د «اوبو د اقدام لسیزې» د څلورم نړیوال کنفرانس په چوکاټ کې د تاجکستان په کوربهتوب او د ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره شو.
په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو دولتي چارواکو، د نړیوالو سازمانونو استازو او متخصصانو ګډون کړی و، چې د اوبو د کمښت، اقلیمي بدلونونو او د خوړو د خوندیتوب د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د ګډو حل لارو پر اړتیا یې بحثونه وکړل.
د افغانستان د سفارت مرستیالې اسیه توحیدي په دې غونډه کې ګډون د هغو سیمهییزو او نړیوالو بحثونو برخه بلل کېږي چې د اوبو او خوړو خوندیتوب موضوعات پکې د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو لپاره د جدي ننګونو په توګه مطرح دي.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون له اغېزو، د اوبو د سرچینو له کمښت او د خوړو د خوندیتوب له جدي ننګونو سره هممهاله مخ دی. دا ستونزې په وروستیو کلونو کې لا پسې زیاتې شوې، په ځانګړي ډول د پرلهپسې وچکالیو، د اورښت د کچې د بدلون او د کرنیزو اوبو د کمښت له امله.
د ملګرو ملتونو او نړیوالو پرمختیايي بنسټونو د ارزونو له مخې، د افغانستان ډېره برخه کرنه په باراني او د سیندیزو اوبو په غیر منظم استعمال ولاړه ده، چې دا حالت د اقلیمي بدلون پر وړاندې دغه سکتور ډېر زیانمن کړی دی. د اوبو د مدیریت د عصري سیستمونو کمښت، د زیرمې او بندونو محدود ظرفیت، او د اوبو د ضایع کېدو لوړه کچه هغه نور عوامل دي چې د اوبو بحران ژوروي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د لوی اختر له رارسېدو سره هممهاله د څارویو د ذبح کولو پر مهال د روغتیايي او خوندیتوب سپارښتنو پر مراعاتولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه چارې د ګواښونکو ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي او د کورنیو د روغتیا په ساتنه کې مهم رول لري.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۴مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د څارویو د ذبحې پر مهال د روغتیايي اصولو مراعات کول کولای شي د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي او د خلکو روغتیا خوندي وساتي.
د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي چې د قربانۍ تر ترسره کولو وړاندې روغتیايي سپارښتنو او مقرراتو ته پام وکړي او که اړتیا وي، د تجربه لرونکو کسانو مرسته ترلاسه کړي.
دغه سازمان همداراز ټینګار کړی چې د څارویو ذبحه باید په ټاکل شویو او تایید شویو ځایونو کې، د اړوند څار لاندې ترسره شي او که اړتیا وي، د حیوان روغتیايي وضعیت دې د وترنر ډاکټر لهخوا وڅېړل شي.
راپور زیاتوي چې د حیواناتو د پاتې شونو او نه کارېدونکو برخو مناسب لهمنځه وړل هم د کورنیو د روغتیا د خوندیتوب لپاره مهم دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د دغو سپارښتنو مراعات کول د لوی اختر په ورځو کې د ناروغیو د خطر په کمولو او د عامې روغتیا په ساتنه کې اغېزناک تمامېدای شي.
د ایران په مشهد کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي، چې د ایراني چارواکو سره یې د افغان کډوالو د چارو د ښه تنظیم، ټرانزیټي ستونزو د حل او د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا پر لارو چارو خبرې اترې کړي دي.
دغه قونسلګرۍ په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د مشهد لپاره د طالبانو جنرال قونسل مولوي نور محمد متوکل، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمال او ختیځو سیمو د استازولۍ له نوي ټاکل شوي مشر غلامعباس ارباب خالص او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کډوالو د چارو د لا ښه تنظیم، د ټرانزیټي ستونزو د حل او د سوداګریزو تبادلو د پراختیا لپاره پر بېلابېلو لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.
دواړو خواوو داسې مهال پر یادو موضوعاتو خبرې کړي چې ایران د افغان کډوالو د جبري ویستنې لپاره سخت اقدامات شروع کړي او ترڅنګ یې د کډوالو، سوداګرۍ او ترانزیټ اړوند موضوعات د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو مهمه برخه جوړوي.
د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارماسینټېز» ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي. دغه شرکت وايي چې په دې اړه یې د طالبانو له روغتیا وزارت سره هوکړه کړې ده.
د شرکت په وینا، په افغانستان کې د درملو د برابرولو ستونزې شته او په وروستیو کې له پاکستان سره د کړکېچ له امله دا وضعیت لا پسې خراب شوی، ځکه د واردېدونکو درملو یوه برخه له همدې لارې راتله.
فارماسینټېز څرګنده کړې چې لومړنۍ جوپه به د دوو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان بازار ته ورسېږي. شرکت زیاتوي چې د لوړ کیفیت درملو کمښت ته په کتو یې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو پرېکړه کړې ده.
دغه شرکت وايي چې د انسولین، انټيبیوټیکونو، د زړه او سرطان ناروغیو د درملو په ګډون د مهمو درملو تولید لري او همدا برخې به افغانستان ته صادرېږي.
د روسيې د کامرسانټ د راپور له مخې، د افغانستان د درملو بازار تر ډېره پر وارداتو ولاړ دی چې له پاکستان، ایران، هند او منځني ختیځ څخه تر لاسه کېږي، خو له پاکستان سره د وروستیو ترینګلتیاوو له امله د درملو په رسولو کې هم ستونزې رامنځته شوې دي.
اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان ته د درملو صادرات اسانه نه دي، ځکه د ثبت پروسه اوږده ده او د توزیع سیسټم هم له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د پخوانۍ ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د خپل زوی احسان الله مجاهد په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی دی. الله ګل مجاهد د یو طالب د قتل په تور طالبانو محاکمه کړ او اوس په څرخي پله زندان کې دی.
د الله ګل مجاهد د کورنۍ یو غړي نن دوشنبه، د غبرګولي ۴مه وویل، چې د نوموړي د زوی جنازه نن د کابل د ده سبز په خواجه چاشت سیمه کې ادا شوه.
سیمه ییزو سرچینو تېره ورځ د غبرګولي پر ۳مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په سرای شهزاده سیمه کې وسله وال برید شوی او په دغه برید کې د الله ګل مجاهد د زوی احسان الله ترڅنګ، د هغه یو ساتونکی، یوه مېرمن او یو بل تن هم وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، د نښتې پرمهال د مقابل لوري یو کس هم وژل شوی دی او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.
په برید کې وژل شوې مېرمن د یوه امریکامیشتي افغان کورودانه ده، چې د اختر په تړاو د حواله شویو پیسو لپاره شهزاده سرای ته تللې وه.
د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه چارواکي ویلي و چې د پخوانۍ ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد د قتل په تور په څرخي پله زندان کې بندي دی. نوموړی وايي، مجاهد ته د نورو بندیانو په څیر د کورنۍ له غړو سره د لیدو اجازه هم ورکول کیږي.
د پخوانۍ ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد باندې د قتل تور دی او د نورو بندیانو په څير په څرخي پله زندان کې د بند ټاکلې موده تیروي.
مجاهد د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۲۵مه کابل ته ستون شو او د طالبانو له شخصیتونو سره د تماس کمیسیون یې هرکلی ووایه.