• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل او ننګرهار کې یوشمېر دارالوکالې، خیریه بنسټونه او ټولنې تړلې دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۸ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) خبر ورکړی، چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې یې د «ناقانونه فعالیتونو» او یوشمېر سرغړونو له امله څو دارالوکالې، خیریه بنسټونه او ټولنې تړلې دي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د عدلیې وزارت څار ډلې په ننګرهار ولایت کې د خیریه بنسټونو او ټولنو د فعالیتونو ارزونه او څارنه کړې ده. د خبرپاڼې له مخې؛ د یاد څار په پایله کې دوه خیریه بنسټونه او د دوو ټولنو دفترونه د ناقانونه فعالیتونو له امله تړل شوي دي.

همداراز دغه وزارت ویلي، چې د دوی څار ډلې په کابل ښار کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه هم ارزولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې څلور دارالوکالې د ناقانونه فعالیتونو او د یوشمېر سرغړونو له امله تړل شوې دي.

دغه وزارت د یادو بنسټونو او دفترونو د سرغړونو په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي او نه یې هم د یادو بنسټونو نومونه ذکر کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو برېښنا شرکت: په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۹:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند محمدصادق حق پرست وايي، په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې په درېیو برخو کې پيل شوې چې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې لومړي لاټ چارې بشپړې او د دوو نورو لاټونو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي.

هغه ویلي، چې په قرغزستان، تاجکستان او پاکستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې چارې بشپړې شوې او په افغانستان کې به یې هم چارې ژر بشپړې شي. د نوموړي په خبره؛ د یادې پروژې له بشپړېدو وروسته به افغانستان په کلني ډول تر ۶۵ مېلیون ډالرو د ټرانزیټ فیس عواید ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان له لارې به پاکستان ته ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا هم ورکړل شي. ښاغلي حق پرست کاسا ۱۰۰۰ پروژه د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهمه وګڼله او ډاډ یې وښود، چې د داسې پروژ له لارې به ګاونډي هېوادونه کې د افغانستان سره په احترام قدم اخلي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د قرغزستان او تاجکستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.
تر دې وړاندې قرغزستان اعلان کړی و، چې د سیمه‌ییزې برېښنا لېږد پروژې «کاسا-۱۰۰۰» اړوند د خپلې برخې ټول ودانیز کارونه یې بشپړ کړي او نورې چارې د افغانستان د برخې بشپړېدو پورې تړلي دي.

روسیې په کابل کې د سلاوي خطاطۍ او کلتور ورځ ونمانځله

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۷ GMT+۱

روسیې په کابل کې د خپل علمي او فرهنګي مرکز له لارې د سلاوي خط او فرهنګ ورځ ونمانځله. دغه مرکز د یکشنبې په ورځ وویل، چې یاد مراسم د لیکدود د تاریخ، زده‌کړې او د سلاوي ملتونو د پېړیو پخوانیو دودونو د معرفي کولو په موخه جوړ شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پروګرام د لیکلو تاریخ په اړه په یوې ويډيو پيل شو، چې په‌کې د پوهې د انتقال د لومړنیو بڼو څخه نیولې تر سیریلیک الفباء رامنځ ته کېدو، زده‌کړې او ادبیاتو تر پراختیا پوريېټول اړوند موضوعات په‌کې راغونډ شوي وو.

د دغه پروګرام په یوه برخه کې د سلاوي الفبا د تورو هنري او تصویري نندارتون هم وړاندې شو. سلاوي فرهنګ د سلاوي ملتونو ګډ میراث ته اشاره کوي، چې په‌کې روسان، اوکراینیان، بیلاروسیان، سربیان، بلغاریان، پولندیان او نور قومونه شامل دي.

دغه فرهنګ د لرغوني تاریخ، سلاوي ژبو، کلاسیک ادبیاتو، موسیقۍ، ولسي کیسو، دودیزو مراسمو او معنوي ارزښتونو له ریښو سرچینه اخلي او د ارتودوکس مسیحیت ژور اغېز پرې پروت دی.

د افغانستان د فوټبال پخوانۍ لوبغاړې د نړۍ د فوټبال د ۱۶ مشهورو څېرو په نوملړ کې راغلې

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د فوټبال نړۍوال جام په درشل کې ملګرو ملتونو د نړۍ د فوټبال د ۱۶ مشهورو څېرو یو نوملړ خپور کړی. دغه نوملړ چې د «فوټبال د موخو اتلان» په نوم یاد شوی، د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره خالده پوپل هم په‌کې شامله ده.

ملګرو ملتونو د دغه پروګرام موخه د فوټبال د مشهورو ستورو د پېژندلو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ موخو (SDGs) په اړه د پوهاوي زیاتوالی ښودلی؛ څو د خلکو لپاره د یوې غوره راتلونکې ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو د دوامداره پرمختګ موخې چې په ۲۰۱۵کال کې ټاکل شوې شمېر یې ۱۷ ته رسېږي، چې تر ۲۰۳۰کال پورې باید پوره شي. په دغه موخو کې د بې‌وزلۍ له‌منځه وړل، د لوږې کمول، د زده‌کړو زمینې برابرول، د جنسیت برابرۍ رامنځته کول، د اقلیم او چاپېریال ساتنه، د روغتیایي سیسټم رغول او د سولې او عدالت ټینګښت دی.

د خالدې پوپل تر څنګ د فوټبال له نړۍ څخه نورې مشهورې څېرې د اېټالیا نامتو روزونکی کارلو انچلوتي او د ارجنټاین پخوانی ستوری جاویر زانیتي هم په دغه نوملړ کې شامل دي.

خالده پوپل چې کلونه یې د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال د ودې او د ښځینه ورزشکارانو د حقونو د دفاع لپاره کار کړی؛ اوس په نړۍواله کچه د لوبو په ډګر کې او د نړۍ له اغېزمنو څېرو ګڼل کېږي.

په بغلان کې سېلابونو تر ۱۰۰ زیات کورونه ویجاړ کړي او خلکو ته یې ګڼ مالي‌ زیانونه اړولي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۶:۲۴ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له کبله تر ۱۰۰ زیات کورونه او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

په بغلان کې طالب مسولین وايي، چې د مرکز پلخمري په ګډون په ډنډ غوري، دوشي او یو شمېر نورو ولسوالیو کې سېلابونو ګڼو کورنیو ته مالي زیانونه اړولي او پرمهال یې تر سلو زیات کورونه ویجاړ شوي.
په یاد ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مشر هدایت الله همدرد وايي، چې په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې. د هغه په خبره؛ د سېلابونو له کبله یې د تلفاتو او زیان اړوند سروې دوام لري او لا یې هم کره شمېره روښانه نه‌ده.

ځايي اوسېدونکي وایي، چې د سېلابونو له امله اندېښمن دي او د زیانونو د زیاتېدو وېره لري. په بدخشان کې هم د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې خبر ورکړی، چې د سېلابونو له امله په څو ولسوالیو کې نږدې ۱۶۰ کورونه په بشپړ ډول او تر ۱۰۰ زیات برسېرن ویجاړ شوي.

د یادې ادارې طالب مسوولین وايي، چې تر ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې او تر ۱۵۰ زیات څاروي هم تلف شوي دي. د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ادارې هم پر اېکس پاڼه لیکلي: «سره میاشت په پلخمري کې سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې رسوي».

د راپورونو له مخې؛ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سختونو بارانونو او سېلابونو له امله نږدې ۲۰ کسان مړه او تر ۱۰ زیات ټپیان شوي دي.

د جبري اېستلو ګواښ له امله؛ پاکستان کې مېشت افغان زده‌کړیالان له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۴ GMT+۱

په پاکستان کې مېشت افغان زده‌کړیالان د نیولو، شړلو او د ویزو له خنډونو سره مخ دي، چې له امله یې د هغوی د کلونو زده‌کړې، قربانۍ او هیلې له ګواښ سره مخ کوي. د بې‌‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، په وروستیو میاشتو کې د افغان زده‌کړیالانو زده‌کړې د همدغه ننګونو له امله ګډوډې شوې دي.

یاد سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د جبري ستنولو د سختو اقداماتو، بند، قانوني او مالي ستونزو له امله د ګڼو افغانو زده‌‌کړیالانو د زده‌‌کړو سفرونه ګډوډ شوي. په راپور کې له اغېزمنو زده‌کړیالانو سره مرکې هم شوې؛ هغوی په دغه مرکو کې ويلي، چې نه یوازې د دوی زده‌کړې د پاکستان د سختو پالیسیو له امله زیانمنې شوې؛ بلکې د زده‌کړیالانو د کورنیو ملاتړ، د زده‌کړو بشپړولو او په ټولنه کې د معنا لرونکې ونډې اخیستلو په اړه یې د جبري بې‌ځایه کېدو زیان هم زیات کړی.

د فراغت په درشل کې نیول شوي زده‌‌کړیالان

ابرار احمد چې په ملاکنډ پوهنتون کې د بایو کیمیا څانګې د وروستي سمسټر زده‌کړیال و، وایي: «زه په پاکستان کې زېږېدلی او لوی شوی یم. هلته مې مټریک او اېف‌اېس‌سي بشپړ کړل او وروسته د ملاکنډ پوهنتون ته شامل شوم».

د نوموړي په وینا؛ هغه د خپلو ښوونیزو اسنادو د تصدیق لپاره تللی و، چې د وروستي سمستر د ازموینو پرمهال ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، چې زده‌کړیال دی او یوازې د اسنادو رسمي تصدیق ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې: «ما پولیس افسر ته وویل، چې دا زما وروستی سمستر دی او یوازې د بهرنیو چارو دفتر ته د اسنادو د تصدیق لپاره راغلی یم؛ خو د دې پر ځای چې زما خبره واوري، هغه زه پر مخ ووهلم».

احمد وویل، چې هغه یوه ورځ په زندان کې او یوه شپه د پېښور په ناصر باغ کې د افغان کډوالو د اېستلو په مرکز کې تېره کړه او وروسته افغانستان ته وشړل شو. هغه هېواد چې ډېری بېرته ستنېدونکي په‌کې له جدي امنیتي ګواښونو، ناامنۍ او بنسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل: «دا زما د ژوند تر ټولو بده ورځ وه. ما مخکې هېڅکله زندان نه و لیدلی. افسر راته وویل، چې خپل اسناد ښځلو کې ګوزار کړه». اوس چې احمد بېرته افغانستان ته ستون شوی، وېره لري چې ښايي بېرته پاکستان ته ستنېدل او خپل وروستی سمستر بشپړول له قانوني او مالي پلوه ناشوني وي.

بند، ناڅرګندتیا او رواني فشار

یو بل افغان زده‌کړیال چې د امنیتي دلایلو له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي، د بند پر مهال د ناڅرګندتیا او رواني فشار ورته تجربه شریکه کړې. هغه چې د ماسټرۍ وروستي سمستر کې و وویل، چې پنځه ورځې یې د اېستلو په یوه مرکز کې په سختو شرایطو کې تېرې کړې.

هغه وویل: «شاوخوا ۲۵ کسان په یوه سالون کې یوځای اوسېدو. موږ ساعتونه په تړلي ځای کې تېرول، هېڅ کار نه و، یوازې به ناست وو او خبرې مو کولې. دا له ذهني او احساساتي پلوه ډېر ستړی کوونکی و».

هغه زیاته کړه:« بندیانو خپلو موبایلونو ته محدود لاسرسی لاره او یوازې به یې د لنډ وخت لپاره له خپلو کورنیو سره اړیکه نیوله. دغه حالت د زده‌کړیالانو او د هغوی د کورنیو اندېښنې نورې هم زیاتولې، ځکه هغوی لا دمخه د بې‌ځایه کېدو او قانوني ناڅرګندتیا تر فشار لاندې ژوند کاوه».

په پاکستان کې مېشتو زده‌کړیالانو سره له شته ستونزو لا هم هیله لرله، چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي؛ که څه هم د ویزې ځنډ او ناڅرګند حالت یې د راتلونکي لپاره پلان جوړول سخت کړي دي.

هغه ټینګار وکړ، ملي او نړۍوال بنسټونه باید له هغو زده‌کړیالانو سره مرسته وکړي چې د خپلو زده‌کړو بشپړولو ته نږدې دي. هغه وویل: «چارواکي کولای شي زموږ په څېر زده‌کړیالانو ته د ویزې د پروسو په اسانه کولو کې مهم رول ولوبوي».

د جبري بېرته ستنولو پر مهال د زده‌کړو ساتنه

د بې‌‌ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، د افغان زده‌کړیالانو کیسې هغه پراخ بشري ناورین څرګندوي چې افغانستان ته د جبري بېرته ستنولو له امله د لوړو زده‌‌کړو پر څارونکو کډوالو ځوانانو اغېز کوي.

په پاکستان کې ډېری افغان زده‌‌کړیالان یا هلته زېږېدلي او یا هم هلته لوی شوي دي. هغوی خپلې لومړنۍ او لوړې زده‌کړې په یاد هېواد کې بشپړې کړې او خپل راتلونکی یې د هغو ښوونیزو فرصتونو پر بنسټ جوړ کړی و، چې اوس د اېستلو، د ویزې خنډونو او مالي ستونزو له امله له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

یاد سازمان وایي، په زده‌کړو کې خنډونه یوازې پر زده‌کړیالانو اغېز نه کوي؛ بلکې د اوږدمهاله اقتصادي ستونزو، ټولنیز بېلتون، رواني فشار او بیاځلې بې‌ځایه کېدو لامل هم ګرځي. یاد سازمان له اړوندو چارواکو، علمي بنسټونو، د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستندویه شریکانو غواړي، چې په ګډه کار وکړي څو افغان زده‌کړیالان د جبري اېستلو له ګواښ څخه خوندي کړي، ویزو او اسنادو ته لاسرسی اسانه کړي او ډاډ ترلاسه کړي.