روسیې اوکراین ته د «سختو او پرله پسې بریدونو» ګواښ کړی

روسیې اوکراین ته د «سختو بریدونو» ګواښ کړی او له بهرنیانو یې غوښتي چې له پلازمېنې کیېف ووځي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کېیف کې به د اوکراین پر پوځي صنعتي اهدافو « پرله پسې او منظم بریدونه» وکړي.
مسکو له بهرنیو اتباعو غوښتي چې د احتمالي خطرونو له امله له کيیف څخه ووځي.
د رویټرز د راپور له مخې، روسیه وایي دا بریدونه د هغې ادعا په ځواب کې دي چې ګواکې اوکراین په لوهانسک سیمه کې د روسیې تر کنټرول لاندې یوه ودانۍ په بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده، خو اوکراین دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې دوی د روسي بې پیلوټه الوتکو د یوې مهمې قطعې پر مرکز برید کړی دی.
د اوکراین چارواکي وایي چې یوازې د یکشنبې په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان شوي دي.
د کییف په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۳۰۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي، چې د چرنوبل د پېښې د یاد موزیم هم پکې شامل دی.
