• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حج مراسمو پیل؛ تر ۱.۵ مېليونه ډېر حاجیان منا ته ورسېدل

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو تر ۱.۵ مېليونه ډېر حاجیان نن دوشنبه (د غبرګولي ۴مه) د مکې مکرمې په ښار کې د حج مراسم پيل کړل. حاجیان نن پلي او په موټرو کې د لارو، تونلونو او پلونو له لارې منا ته ورسېدل او سبا به د حج د ستر رکن د عرفاتو مراسم ترسره کړي.

حاجیان د ذی الحجې اتمه ورځ په منا کې تېروي، منا د مکې او مزدلفې ترمنځ له مسجد الحرام نه ۷ کيلومتره واټن لري. له بل پلوه د سعودي عربستان د هواپوهنې ادارې سر له نننه د ګرمې څپې د پیل خبر ورکړی. د یادې ادارې د وړاندوینې له مخې؛ نن به د تودوخې درجه ۴۷ ته لوړه شي.
ورته مهال د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې سږکال ټول ٣٠زره افغان حاجیان د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو په ٩٧ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.
د یاد وزارت په وینا؛ په لومړي پړاو کې نږدې ١٥زره حاجیان مدینې منورې او په دويم پړاو کې تر ١٥زره ډېر مکې ته لېږدول شوي چې دا مهال ټول په مکه‌ معظمه کې حضور لري.
خو وړاندې یوشمېر افغان حاجیانو چې د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي په یوې خپرې شوې ویډیو کې ویلي و، چې د اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي او کمزوري خدمتونه ورته وړاندې کېږي. د هغوی په وینا؛ سره له دې چې طالبانو ترې لوړ لګښتونه اخیستي؛ خو لازم خدمات ورته نه‌دي برابر شوي.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې شاوخوا څلور کسان وژل شوي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱

د روسیې پوځ د اوکراین پر پلازمېنه کیف او شاوخوا سیمو کې یو لړ هوایي بریدونه کړي، چې لږترلږه څلور کسان یې وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. دغه بریدونو د ښار په مرکز کې لسګونه استوګنیزې ودانۍ او څو ښوونځي هم زیانمن کړي دي.

روسیې د یکشنبې په سهار (د غبرګولي ۳مه) په سلګونه بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پرمټ پر کیف برید وکړ. رویټرز خبري اژانس دغه برید د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د دغه ښار له تر ټولو سخت بریدونه بللي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا؛ د روسیې سختو بریدونو څو ساعته دوام وکړ. رویټرز زیاته کړې، چې روسیې په دغه عملیاتو کې د «اورشنیک» په نوم منځ‌واټن توغندی هم کارولی، چې د اټومي سرګلولې د لېږد وړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه بریدونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اروپا او امریکا د غبرګون غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی: «دا مهمه ده چې د روسیې دغه کړنې بې‌پایلې پاتې نه‌شي».

روسیې د ۱۴۰۰کال په کب میاشت کې خپل پوځي عملیات د اوکراین پر وړاندې پیل کړل او له هغه وخت راهیسې د دواړه هېوادونو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

افریقا کې د اېبولا وبا؛ نږدې ۱۸۰ کسان مړه شوي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز اعلان کړی، چې تر اوسه لږترلږه د اېبولا وبا له امله د ۱۷۷ کسانو د مړینې پېښې ثبت شوې؛ خو ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې تر ۹۰۰ ډېرې د اېبولا شکمنې پېښې پېژندل شوې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، که څه هم په کانګو کې د اېبولا د خپرېدو ګواښ لوړ دی؛ خو په نړۍواله کچه د یادې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لاهم کم دی. اېبولا یوه سخته ویروسي ناروغي ده، چې ډېر ژر له یو کس نه بل کس ته انتقالېږي او ډېری وخت مرګونې وي. پر دغه ناروغۍ انسانان او ځینې څاروي اخته کېدای شي.

یاد ویروس لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د اېبولا سیند ته نږدې وپېژندل شو. خو تر اوسه د اېبولا د پرمختللې بڼې لپاره نه کوم بشپړ واکسین او نه هم درملنه شته او له یادې ناروغۍ د ژوندي پاتې کېدو چانس شاوخوا ۵۰ سلنه دی.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د اېبولا ویروس چټک خپرېدو د دغه هېواد زاړه او کمزوري روغتونونه او کلینیکونه تر سخت فشار لاندې راوستي او د یادې مرګونې ناروغۍ د چټک مهار هیلې یې کمزورې کړې دي.

په کانګو کې د هرو ۱۰زره کسانو لپاره یوازې یو ډاکټر شته، چې دا په نړۍ کې تر ټولو ټیټه شمېره ده. ناامنۍ هم د مرستې او غبرګون بهیر پېچلی کړی دی. تېره اوونۍ داعش پورې تړلو وسله‌والو د ختیځې کانګو پر هغو کلیو بریدونه وکړل، چې د اېبولا د خپرېدو مرکز ته نږدې دي او په دغه بریدونو کې یې ۱۷ کسان ووژل.

د تېلو نړیوالې بیې د تېرو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېدې

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۳ GMT+۱

د نړیوالو تېلو بیې د وروستیو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي. د «اویل پرایس» وېبپاڼې د راپور له مخې، د خامو تېلو په نړیوال بازار کې د بیو کمېدو بهیر دوام لري.

د راپور له مخې، د «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» هر بېرل خام تیل ۹۱ډالرو او ۶۹سنټو ته راټیټ شوي دي. همدارنګه د «برېنټ» خامو تېلو بیه هم د هر بېرل په سر ۹۸ډالرو او ۲۴سنټو ته کمه شوې ده.

ویل شوي چې دا د تېرو دوو اوونیو په موده کې د تېلو تر ټولو ټیټه بیه بلل کېږي، چې د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او اقتصادي عواملو له امله رامنځته شوې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د تېلو د بیو بدلونونه پر نړیوال اقتصاد، د انرژۍ پر بازارونو او د مصرفي توکو پر نرخونو مستقیم اغېز لري. دوی زیاتوي چې د بیو دوامداره راټیټېدل ښايي د انرژۍ واردوونکو هېوادونو لپاره مثبتې اقتصادي پایلې ولري.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی: طالبان د بریدونو په غندنه کې دوه‌ګونی چلند کوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د بلوچستان په کویټې ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د طالبانو د غبرګون په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د ورته بریدونو پر وړاندې انتخابي او دوه‌ګونی چلند کوي.

دراني د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند قهار بلخي هغې اعلامیې ته غبرګون وښود چې پکې د کویټې پر مسافر وړونکي اورګاډي شوی خونړی برید غندل شوی و. نوموړي په خپل غبرګون کې ویلي چې طالبان باید په پاکستان کې د ملکي وګړو پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)بریدونه هم وغندي.

هغه ادعا کړې چې د ټي‌ټي‌پي مشران په افغانستان کې پناه لري او له همدې ځایه په پاکستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو لارښوونه کوي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کویټې ښار پر یوه اورګاډي چې پوځیان یې لېږدول، د موټر بم په وسیله ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۴کسان وژلي او له ۵۰زیات نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې، د برید مسؤولیت دبلوچستان د ازادۍ پوځ پر غاړه اخیستی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو هر ډول برید، د هر لوري له‌خوا او په هر ډول چې وي، د غندنې وړ دی. خو پاکستاني چارواکي وایي چې طالبانو تر اوسه د ټي‌ټي‌پي خونړي بریدونه نه دي غندلي.

اصف دراني د کویټې د برید په اړه ویلي، دا پېښه د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورکوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تګلارې باید بدلې کړي. د هغه په وینا، تر هغو چې خلک د حکومت تر څنګ ونه درېږي، د ترهګرۍ ضد هڅې به اغېزناکې پایلې ونه لري.

هغه همداراز د پاکستان له حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه یوازې اداري چارواکو او بیوروکراتانو ته پرې نه ږدي، بلکې د خلکو پراخ ملاتړ هم باید ورسره مل وي.

د طالبانو د ۲۰۳ قول اردو قومندان د ډیورند کرښې ته څېرمه پوستې ارزولي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان ملا محمد خان دعوت د خوست ولایت اړوند ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو له پوستو لیدنه او د وضعیت ارزونه یې کړې ده. دغه قومندانۍ وايي، په هېڅ صورت به یوه لوېشت خاوره هم چاته پرېنږدي.

د طالبانو د ٢٠٣ منصوري قول اردو قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې قول اردو قومندان محمد خان دعوت د خوست ولایت اړوند د ډیورند کرښې ته څېرمه له پوستو لیدنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د ډیورند کرښې څېرمه وضعیت ارزول شوی او هلته له مېشتو طالب ځواکونو سره مالي مرسته هم شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغان دفاعي ځواکونه کلک هوډ لري، چې د هېواد او خاورې له بشپړتیا څخه دفاع وکړي او په هېڅ صورت به یوه لوېشت خاوره هم چاته پرېنږدي».

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څه پېښه نه‌ده رامنځته شوې، خو پاکستان په وار وار ګواښ کړی، چې له طالبانو سره اوربند نه‌لري او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. ها طالبانو هم خبرداری ورکړی، چې هر ډول برید ته به قاطع ځواب ورکړي.