• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک پوسټ: ښایي مجتبی خامنه‌یي ته د هوکړې متن رسېدل څو ورځې وخت ونیسي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۱ GMT+۱

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د امریکا حکومت د یوه لوړ پوړي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران له حکومت سره د سولې هوکړې وروستي کېدل ښایي تر یوې اونۍ وخت ونیسي.

د دغه راپور له مخې؛ که تهران د ډونالډ ټرمپ له‌خوا ټاکل شویو شرایطو ته غاړه نه‌ږدي، نو ښایي د امریکا ولسمشر له یادې هوکړې ووځي. دغه امریکايي چارواکي زیاته کړه، وروسته له هغه چې ټرمپ اعلان وکړ چې د جګړې او د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې؛ د ایران حکومت هوکړې ته د رسېدو لړۍ سوکه کړې ده.
د هغه په ​​وینا؛ ښایي د هوکړې وروستی متن د ایران مشر مجتبی خامنه‌یي ته د رسېدو لپاره څو ورځې وخت ونیسي. ځینو رسنیو بیا راپور ورکړی، چې خامنه‌یي په یوه ناروښانه ځای کې پټ دی او له هغه سره د ایراني چارواکو اړیکه خورا ستونزمنه شوې ده.
دغه امریکايي چارواکي ټینګار وکړ، چې د هرمز تنګي پرانیستل او د ایران د بندرونو د بندېدو لړۍ پای ته رسېدل به شاوخوا اووه ورځې وخت ونیسي او امریکا به یوازې هغه وخت بندیزونه لرې کړي چې ایران خپل غني شوي یورانیم دوی ته وسپاري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا د دفاع وزیر الوتکه د روسیې پولې ته نږدې د سېګنال له پرې کېدو سره مخ شوه

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۸ GMT+۱

هغه الوتکه چې د برېتانیا دفاع وزیر جان هیلي په‌کې وو، د روسیې پولې ته نږدې د الوتنې پرمهال د سېګنال له ګډوډۍ سره مخ شوه. یاده پېښه هغه مهال وشوه، چې نوموړی د پنجشنبې په ورځ په استونیا کې له برېتانوي سرتېرو سره تر لیدنې وروسته بېرته برېتانیا ته روان و.

تر دې دمه روسیې ته د دغه اقدام په برخه کې د شک په سترګه کتل کېږي. د یادې پېښې پرمهال پیلوټان اړ شول، چې بدیل سیستم وکاروي. دغه ستونزه د درې ساعته الوتنې پرمهال رامنځته شوې وه.د الوتنې لاره د الوتکو د څار پر وېب پاڼو لیدل کېده او دا لاروښانه نه‌ده، چې ایا د جان هیلي په نښه کول قصدي وو که نه.
هیلي د استونیا د سفر پر مهال د هغو برېتانوي سرتېرو سره لیدلي وو، چې د روسیې پولې ته نږدې یې د ناټو په پوځي تمرینونو کې برخه اخیستې وه.

دغه پېښه وروسته له هغې وشوه، چې د روسیې دوو جنګي الوتکو سو-۳۵ او سو-۲۷ تېره میاشت د شاهي هوايي ځواک جاسوسه الوتکه «ریوټ جوینټ» د تور سمندر پر سر څو ځله په خطرناک ډول وڅارله.

جان هیلي د الوتکې د عملې د مسلکي چلند ستاینه وکړه او د روسیې دغه اقدام یې د «نه منلو وړ» وباله. ورته پېښه په ۲۰۲۴کال کې هم د برېتانیا د هغه وخت دفاع وزیر ګرانټ شیپس لپاره راپور شوې وه. د برېتانیا دفاع وزارت هغه څار د ۲۰۲۲کال راهیسې د روسیې تر ټولو خطرناک اقدام بللی و.

پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې شاوخوا څلور کسان وژل شوي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۴:۳۳ GMT+۱

د روسیې پوځ د اوکراین پر پلازمېنه کیف او شاوخوا سیمو کې یو لړ هوایي بریدونه کړي، چې لږترلږه څلور کسان یې وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. دغه بریدونو د ښار په مرکز کې لسګونه استوګنیزې ودانۍ او څو ښوونځي هم زیانمن کړي دي.

روسیې د یکشنبې په سهار (د غبرګولي ۳مه) په سلګونه بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پرمټ پر کیف برید وکړ. رویټرز خبري اژانس دغه برید د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې د دغه ښار له تر ټولو سخت بریدونه بللي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا؛ د روسیې سختو بریدونو څو ساعته دوام وکړ. رویټرز زیاته کړې، چې روسیې په دغه عملیاتو کې د «اورشنیک» په نوم منځ‌واټن توغندی هم کارولی، چې د اټومي سرګلولې د لېږد وړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دغه بریدونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له اروپا او امریکا د غبرګون غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی: «دا مهمه ده چې د روسیې دغه کړنې بې‌پایلې پاتې نه‌شي».

روسیې د ۱۴۰۰کال په کب میاشت کې خپل پوځي عملیات د اوکراین پر وړاندې پیل کړل او له هغه وخت راهیسې د دواړه هېوادونو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي.

افریقا کې د اېبولا وبا؛ نږدې ۱۸۰ کسان مړه شوي دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز اعلان کړی، چې تر اوسه لږترلږه د اېبولا وبا له امله د ۱۷۷ کسانو د مړینې پېښې ثبت شوې؛ خو ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې تر ۹۰۰ ډېرې د اېبولا شکمنې پېښې پېژندل شوې دي.

دغه سازمان زیاته کړې، که څه هم په کانګو کې د اېبولا د خپرېدو ګواښ لوړ دی؛ خو په نړۍواله کچه د یادې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لاهم کم دی. اېبولا یوه سخته ویروسي ناروغي ده، چې ډېر ژر له یو کس نه بل کس ته انتقالېږي او ډېری وخت مرګونې وي. پر دغه ناروغۍ انسانان او ځینې څاروي اخته کېدای شي.

یاد ویروس لومړی ځل په ۱۹۷۶ کال کې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د اېبولا سیند ته نږدې وپېژندل شو. خو تر اوسه د اېبولا د پرمختللې بڼې لپاره نه کوم بشپړ واکسین او نه هم درملنه شته او له یادې ناروغۍ د ژوندي پاتې کېدو چانس شاوخوا ۵۰ سلنه دی.

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې؛ د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د اېبولا ویروس چټک خپرېدو د دغه هېواد زاړه او کمزوري روغتونونه او کلینیکونه تر سخت فشار لاندې راوستي او د یادې مرګونې ناروغۍ د چټک مهار هیلې یې کمزورې کړې دي.

په کانګو کې د هرو ۱۰زره کسانو لپاره یوازې یو ډاکټر شته، چې دا په نړۍ کې تر ټولو ټیټه شمېره ده. ناامنۍ هم د مرستې او غبرګون بهیر پېچلی کړی دی. تېره اوونۍ داعش پورې تړلو وسله‌والو د ختیځې کانګو پر هغو کلیو بریدونه وکړل، چې د اېبولا د خپرېدو مرکز ته نږدې دي او په دغه بریدونو کې یې ۱۷ کسان ووژل.

د تېلو نړیوالې بیې د تېرو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېدې

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۳ GMT+۱

د نړیوالو تېلو بیې د وروستیو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي. د «اویل پرایس» وېبپاڼې د راپور له مخې، د خامو تېلو په نړیوال بازار کې د بیو کمېدو بهیر دوام لري.

د راپور له مخې، د «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» هر بېرل خام تیل ۹۱ډالرو او ۶۹سنټو ته راټیټ شوي دي. همدارنګه د «برېنټ» خامو تېلو بیه هم د هر بېرل په سر ۹۸ډالرو او ۲۴سنټو ته کمه شوې ده.

ویل شوي چې دا د تېرو دوو اوونیو په موده کې د تېلو تر ټولو ټیټه بیه بلل کېږي، چې د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او اقتصادي عواملو له امله رامنځته شوې ده.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د تېلو د بیو بدلونونه پر نړیوال اقتصاد، د انرژۍ پر بازارونو او د مصرفي توکو پر نرخونو مستقیم اغېز لري. دوی زیاتوي چې د بیو دوامداره راټیټېدل ښايي د انرژۍ واردوونکو هېوادونو لپاره مثبتې اقتصادي پایلې ولري.

اکسیوس: ټرمپ له عربي او اسلامي هېوادونو څخه د ابراهیمي تړون د پراخېدو غوښتنه کړې

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱

امریکایي رسنۍ اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څو عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو غوښتي، که له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو تړون وشي، نو دغه هېوادونه دې له اسراییل سره د سولې «ابراهیمي تړون» ته ورګډ شي.

د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د شنبې په ورځ په یوه ګډهټیلیفوني اړیکهکې کړې، چې په کېد سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان، ترکیې، مصر، اردن او بحرین مشران شامل وو.

اکسیوس لیکي چې دا څرګندونې ښيي ټرمپ غواړي د ایران له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې د پراخ سیاسي بدلون لپاره بل مهم ګام پورته کړي.

د راپور په وینا، ټرمپ له دغو مشرانو سره د ایران په تړاو د روانو مذاکراتو په اړه هم خبرې کړې دي.

امریکایي سناتور لیندسي ګراهام، چې د اکسیوس له مخې د ابراهیمي تړونونو د پراخېدو له کلکو ملاتړو څخه دی، ویلي که دغه هېوادونه د سولې بهیر کې شامل شي، نو دا به د منځني ختیځ په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو توافقونو څخه وي.

ګراهام ټینګار کړی چې د سیمه‌ییزو هېوادونو ګډون کولای شي د ایران او اسراییلترمنځ د کړکېچ د کمېدو لپاره مهم رول ولوبوي.