د ایران جګپوړی پلاوی له امریکا سره د سولې احتمالي هوکړې پر سر د خبرو لپاره قطر ته تللی

د ایران د پارلمان رییس او د بهرنیو چارو وزیر د قطر له لومړي وزیر سره د خبرو لپاره دوحې ته تللي، چې د تهران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه و ارزوي. یو جګپوړي چارواکي ویلي چې په دې خبرو کې د هرمز تنګي د پرانېستل کېدو او د بډایه شویو یورانیمو په څېر مسایل شامل دي.
