د ترکیې پولیسو د حکومت مخالف ګوند پر دفتر چاپه وهلې

د ترکیې پولیس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳مه) د دوو ډلو د پلویانو ترمنځ تر درې ورځني کړکېچ وروسته په انقره کې د خلق جمهوري غوښونکو ګوند (سياېچپي) مرکزي دفتر ته ننوتلي.

د ترکیې پولیس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۳مه) د دوو ډلو د پلویانو ترمنځ تر درې ورځني کړکېچ وروسته په انقره کې د خلق جمهوري غوښونکو ګوند (سياېچپي) مرکزي دفتر ته ننوتلي.
دغه کړکېچ وروسته له هغه پیل شو، چې د ترکیې یوې محکمې د رجب طیب اردوغان د اصلي مخالف ګوند اوزګور اوزل مشري لغوه کړه او دغه اقدام د هغه د ملاتړو له سخت مخالفت سره مخ شو.
پولیسو د یاد ګوند له ودانۍ څخه د اوزګور اوزل د پلویانو د اېستلو لپاره اوښلن ګاز او ربړي مرمۍ وکارولې. راپورونه کاږي، چې د اوزل ځینو پلویانو د محکمې لهخوا د تایید شوي مشر د ننوتلو مخنیوي لپاره د یاد ګوند د دفتر دننه خنډونه جوړ کړي وو.
د خلق جمهوري غوښتونکو ګوند د ترکیې حکومت تر ټولو مهم مخالف سیاسي ګوند بلل کېږي. په دغه ګوند کې وروستی ناورین وروسته له هغې ژور شو، چې محکمې د ۲۰۲۳کال د یاد ګوند د کانګرس پایلې لغوه کړې. په هماغه کانګرس کې اوزګور اوزل د ګوند مشر ټاکل شوی و.
د محکمې د حکم له مخې؛ د ګوند پخوانی مشر کمال کلیچدار اوغلو په لنډمهالي ډول بېرته د ګوند مشر شو. هغه د ۲۰۲۳کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان سیال و.
اوزل او د هغه پلویان د محکمې پرېکړه سیاسي بولي او وایي، چې دغه اقدام د حکومت د تر ټولو ستر مخالف ګوند د کمزوري کولو لپاره شوی دی. د ترکیې حکومت بیا د محکمو په چارو کې هر ډول لاسوهنه رد کړې ده.