د کډوالۍ نړیوال سازمان: سېلابونو په افغانستان کې زرګونه کورنۍ له نوو ستونزو سره مخ کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۰زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۰زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۴مه، په خپل راپور کې ویلي چې په ځانګړي ډول د بغلان ولایت وروستیو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي او ګڼې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.
د راپور له مخې، ډېری زیانمنې شوې کورنۍ لا هم د پخوانیو طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له اغېزو نه وې رغېدلې، خو وروستیو سېلابونو یې وضعیت نور هم خراب کړی او نوې ننګونې یې رامنځته کړې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د دوی ډلې له همکارو بنسټونو سره په ګډه اغېزمنو سیمو ته استول شوې دي، څو د خلکو بېړنۍ اړتیاوې وارزوي او د مرستو رسولو بهیر همغږی کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې په بلخ او بغلان ولایتونو کې د سېلابځپلو کورنیو لپاره د مرستو او ملاتړ هڅې لا هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې ویلي وو، د هېواد په ۱۷ولایتونو کې د وروستیو ناڅاپي سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۸کسان مړه شوي دي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو او پرلهپسې طبیعي پېښو له امله له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، او مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ورته پېښو دوام به د زیانمنو کورنیو اړتیاوې لا زیاتې کړي.