ټرمپ له شپږو اسلامي هېوادونو غوښتي چې له ابراهیمي تړونونو سره یوځای شي

د امریکا ولسمشر له ایران سره هر ډول هوکړه ابراهیمي تړونونو ته د نورو هېوادونو له ورګډېدو سره تړلې او وايي، چې له قطر، سعودي عربستان، پاکستان، مصر، اردن او ترکیې یې غوښتنه کړې چې په ډلهییز ډول د ابراهیمي تړونونو برخه شي او له اسراییل سره اړیکې عادي کړي.
نوموړي ویلي چې که ایران له واشنګټن سره کومه هوکړه لاسلیک کړي، نو دا به «ویاړ» وي چې تهران هم دې تړونونو ته ورګډ شي او د منځني ختیځ لپاره یو پراخ سیاسي او اقتصادي ایتلاف جوړ شي.
ټرمپ ادعا کړې چې له ایران سره خبرې «ښې پر مخ روانې دي»، خو د نږدې توافق نښه یې نه ده ورکړې.
په همدې حال کې ځینې شنونکي دا تګلاره د ایران معاملې د منلو لپاره د پراخ سیاسي چوکاټ د جوړولو هڅه بولي، خو نور یې د یوې نازکې او غیر واقعي سناریو په توګه ارزوي.
