د برېتانیا د دفاع وزیر الوتکه د روسیې پولې ته نږدې د سېګنال له پرې کېدو سره مخ شوه

هغه الوتکه چې د برېتانیا دفاع وزیر جان هیلي پهکې وو، د روسیې پولې ته نږدې د الوتنې پرمهال د سېګنال له ګډوډۍ سره مخ شوه. یاده پېښه هغه مهال وشوه، چې نوموړی د پنجشنبې په ورځ په استونیا کې له برېتانوي سرتېرو سره تر لیدنې وروسته بېرته برېتانیا ته روان و.
