• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امیرخان متقي په کابل کې د قطر له سفیر سره پر سیمه ییزو مسایلو غږېدلی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي له امیر خان متقي سره د افغانستان او قطر د دوه اړخیزو اړیکو او یولړ سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي. متقي دغه راز پر قطر د وروستیو بریدونو په اړه له نوموړي سره خپله خواخوږي شریکه کړې.

د یاد وزارت په وینا، امیرخان متقي د ایران او امریکا د جګړې د درېدلو هیله ښودلې او یو ځل بیا یې د قطر له دولت او خلکو سره د تېرو بریدونو له امله خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

یاد وزارت ویلي، چې د قطر سفیر هم له افغانستان سره پر خپلې دوامدارې ښکېلتیا ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ازبکستان د ۳۲۰ ټنه بشري مرستو یوه لویه جوپه په حیرتان بندر کې طالبانو ته وسپارله

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د بلخ والي دفتر وايي، چې د ازبکستان د ۳۲۰ ټنه بشري مرستو یوه لویه جوپه د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته سپارل شوې ده. په دې مرستو کې اوړه، وریژې، غوړي، بوره او نور خوراکي توکي شامل دي.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي دفتر نن دوشنبه ویلي، چې د ازبکستان د ۳۲۰ ټنه بشري مرستو جوپه په حیرتان بندر کې د دې ډلې سیمه‌ییزو چارواکو ته سپارل شوې ده

دا مرستې د دوشنبې په ورځ د لوی اختر په مناسبت افغانستان ته رالېږل شوې دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په دې جوپه کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، لس زره قوطي د غویي حلاله غوښه، ۱۵ زره لیټره د لمرګل غوړي او ۲۲ ټنه مکروني شامل دي.

همدارنګه په دې مرستو کې ۴۱ زره او ۲۲۰ پاکټه بېلابېل ډوله بېسکټ، درې ټنه د کیلې خوند بېسکټ، ۲۲ ټنه بوره او ۲۲ ټنه نخود هم شامل دي.

د دې مرستو د تسلیمولو په مراسمو کې د بلخ ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي نورالهادي ابوادریس او په بلخ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال ګډون کړی و.

د ازبکستان له لوري په دغو مراسمو کې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف او د سرخان‌دریا ولایت والي ګډون درلود.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې دا بشري مرستې به پر چا وېشي خو نیوکې دا دي، چې دا ډول مرستې ډېری د خپلې ډلې پر غړو وېشي.

طالبان وايي چې د اختر په ورځو کې یې د امنیتي تدابیرو پلان جوړ کړی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د راتلونکی لوی اختر په شپو ورځو کې په ټول هېواد کې د امنیتي تدابیرو د نیولو لپاره پلان جوړ شوی دی. د طالبانو مشر ملاهبت الله هم په خپل اختریز پېغام کې طالب چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې د اختر لپاره د خلکو امنیت وساتي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه ویډیويي پېغام کې ویلي، چې دا تدابیر ددې ډلې مشر ملاهبت الله او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په امر نیول شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د ټولو ولایتونو والیانو او امنیه قوماندانانو ته ویل شوي، چې د اختر په ورځو کې امنیت ونیسي.

قانع له خلکو غوښتې چې د امنیتي پېښو پرمهال دې له پولیسو سره اړیکې ونیسي او د پټاکیو او د نورو ورته توکو له کارولو دې ډډه وکړي.

تر دې دمه د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو د لوی اختر په ورځو کې د اوربند پخلی نه دی کړی.

طالبانو لا تر اوسه د لوی اختر لپاره د لمانځه مشخص ځایونه نه دي اعلان کړي خو د وخت په اړه یې ویلي، چې سهار اووه نیمې بجې لمونځ کیږي.

له ۲۰۲۱ وروسته چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د کندهار په مرکزي عیدګاه کې د اختر د لمانځه امامت تر ډېره ملا هبت الله کوي.

له همدې کبله د طالبانو چارواکي د عیدګاه شاوخوا امنیت ته ډېره پاملرنه کوي ځکه تر اوسه دا سیمه د دوی لپاره یو سمبولیک ارزښت لري.

د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله افغانستان ته د یو کانتینر لګښت څلور زره ډالره لوړ شوی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۲:۲۰ GMT+۱

افغان سوداګر وايي، د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله افغانستان ته د یو کانټینر توکو بیه له درې زرو څخه ۷زرو او ځینې وخت ۱۱ زره ډالرو ته لوړه شوې. سوداګر وايي، د ایران له لارې له چین نه د واردېدونکو توکو بیه هم له ۱۵ سوه ډالرو نه ۱۵ زره ډالرو ته لوړه شوې، چې لس برابره ګرانښت ښيي.

لطیف‌الله اکبري په کابل کې یو کوچنی شرکت چلوي چې د ودانیزو وسایلو واردات کوي. هغه وايي، له چین څخه یې وارېدېدونکي توکي په هغو بېړیو کې بند پاتې دي چې د هرمز له تنګي نه شي تېرېدلی او د هغو د لېږد د لوژستیکي شرکت لګښتونه هم لوړ شوي دي.

نوموړي وویل: «نور مې دلته د خپل کاروبار د دوام لپاره هېڅ نه دي پاتې».

هغه اوس په دې فکر کې دی چې که دغه سمندري لار ژر بېرته خلاصه نه شي، خپل مالونه پرېږدي.

اکبري وویل: «د ایران او امریکا جګړې زما پر کاروبار ډېر لوی اغېز کړی دی».

د هغه په وینا، ځینو نورو سوداګرو خپل توکي د منځنۍ اسیا له لارې راوړي، خو دا لاره اوږده او ډېره ګرانه ده.

هغه زیاته کړه: «لوژستیکي شرکت اوس له موږ نه د هغو توکو او پانګې له ارزښت څخه هم ډېرې پیسې غواړي چې موږ پرې پانګونه کړې ده. موږ یې وس نه لرو. که دا توکي افغانستان ته راوړم هم، بیا به یې ټول په تاوان پلورم. زه د دوه ځله تاوان زور نه لرم».

د اتفاق بامیان نړیوال ترانسپورټ او سوداګریز لېږد شرکت د لوژستیک مدیر ګل‌میر امیني وویل، د ایران جګړې لګښتونه په بې‌ساري ډول لوړ کړي دي. د نوموړي شرکت ځینې واردات بشري مرستې هم رانغاړي.

هغه وویل، له جګړې وړاندې د یوه کانټینر د کرایې لګښت د هر بار لپاره شاوخوا له ۳ زرو تر ۳۶۰۰ ډالرو و، خو اوس له ۷ زرو ډالرو اوښتی دی. د ځینو توکو لپاره بیا دغه لګښت تر ۱۱ زرو ډالرو هم رسېدلی دی.

امیني وویل: «دا اغېز پر ټولو سوداګرو دی».

په کابل کې د برېښنايي وسایلو سوداګر محمد مرتضی اسحاق‌زي اې پي ته وویل، چې له جګړې مخکې د ایران له لارې له چین څخه د هغه د توکو د لېږد لګښت شاوخوا له ۱۱۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو و، خو اوس له ۱۵ زرو ډالرو څخه اوښتی دی.

هغه وویل: «نه صادرات کولی شو او نه واردات».

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې له پاکستان سره خپلې شخړې حل کړي، څو د سرحدي سوداګرۍ بهیر بېرته عادي شي. هغه خبرداری ورکړ چې «که وضعیت همداسې دوام وکړي، زموږ کاروبار به ختم شي».

ایران یوځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو په تړاو همکارۍ ته تیاری ښودلی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او د کړکېچونو د کمولو پر هڅو تمرکز کړی دی. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې ایران د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او کړکېچ د ختمولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې لپاره د منځګړیتوب هڅه کوي، وویل چې په اوسني پړاو کې د تهران لومړیتوب په سیمه کې د جګړې ختمول دي.

بقايي زیاته کړه چې د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ کړکېچ د ایران لپاره مهمه موضوع ده او د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د حکومت په ټولو کچو کې د تهران لپاره د اندېښنې وړ ده.

نوموړي وویل چې ایران څو ځله څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د کړکېچ د ختمولو لپاره له هر ممکن اقدام څخه ډډه نه کوي او هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

طالبانو له پاکستان نه د ۲۲ زره کیلوګرامه قاچاقي درملو د نیولو خبر ور کړی

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند په ولایتونو کې په لوړه کچه قاچاقي توکي نیولي دي. په دغو توکو کې له پاکستان نه ۲۲ زره کیلوګرامه قاچاق کېدونکي درمل هم شامل دي.

د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۴مه د طالبانو د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست ویلي، چې د ګرځنده څارنې ځواکونو یې په تېرو دوو اونیو کې د کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ستره کچه قاچاقي توکي نیولي دي.

په نیول شویو توکو کې له ۲۲ زره کیلوګرامو څخه زیات انساني طبي درمل، زرګونه کیلو وریژې، نوې او لیلامي جامې، د ودانیزو توکو رنګ، کرنیز او حیواني درمل، پرزې، ټوکر، نشه يي مواد، تمباکو او نور بېلابېل توکي شامل دي.

د طالبانو چارواکي وایي دا توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته قاچاق کېدل.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې د پام وړ ترینګلې شوې دي.

د سرحدي تګلارو، ګمرکي محدودیتونو او د درملو د وارداتو په برخه کې د طالبانو د نویو اقداماتو له امله سوداګریزې لارې تر فشار لاندې راغلې او د درملوقاچاق ډېر شوی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او په بدل کې یې له هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د طبي توکو او درملو لپاره د وارداتي بدیلو لارو د پیاوړتیا هڅې چټکې کړې دي.

د طالبانو د ګمرکونو ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق پر وړاندې عملیات به لا پسې پراخ شي او د هېواد په ټولو لویو لارو کې به د څارنې ټیمونه فعال وساتل شي، څو د غیرقانوني وارداتو مخه ونیول شي.