د مېلیونونه کډوالو ستنېدنه؛ طالبان وایي تر دې دمه تر ۳۵زره ډېرې استوګنیزې نمرې وېشل شوې

د طالبانو د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو وېش کمېټې خبر ورکړی، پرون یې په ننګرهار، فاریاب، کندوز، هلمند او زابل ولایتونو کې ۱۰۴۸ راستنېدونکو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې چې له دې سره د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۵زره او ۱۸۹ ته لوړ شو.
