د تېلو نړیوالې بیې د تېرو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راولوېدې

د نړیوالو تېلو بیې د وروستیو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي. د «اویل پرایس» وېبپاڼې د راپور له مخې، د خامو تېلو په نړیوال بازار کې د بیو کمېدو بهیر دوام لري.

د نړیوالو تېلو بیې د وروستیو دوو اوونیو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي. د «اویل پرایس» وېبپاڼې د راپور له مخې، د خامو تېلو په نړیوال بازار کې د بیو کمېدو بهیر دوام لري.
د راپور له مخې، د «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» هر بېرل خام تیل ۹۱ډالرو او ۶۹سنټو ته راټیټ شوي دي. همدارنګه د «برېنټ» خامو تېلو بیه هم د هر بېرل په سر ۹۸ډالرو او ۲۴سنټو ته کمه شوې ده.
ویل شوي چې دا د تېرو دوو اوونیو په موده کې د تېلو تر ټولو ټیټه بیه بلل کېږي، چې د نړیوالو بازارونو د بدلونونو او اقتصادي عواملو له امله رامنځته شوې ده.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د تېلو د بیو بدلونونه پر نړیوال اقتصاد، د انرژۍ پر بازارونو او د مصرفي توکو پر نرخونو مستقیم اغېز لري. دوی زیاتوي چې د بیو دوامداره راټیټېدل ښايي د انرژۍ واردوونکو هېوادونو لپاره مثبتې اقتصادي پایلې ولري.

امریکایي رسنۍ اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څو عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو غوښتي، که له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو تړون وشي، نو دغه هېوادونه دې له اسراییل سره د سولې «ابراهیمي تړون» ته ورګډ شي.
د راپور له مخې، ټرمپ دا څرګندونې د شنبې په ورځ په یوه ګډهټیلیفوني اړیکهکې کړې، چې په کېد سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان، ترکیې، مصر، اردن او بحرین مشران شامل وو.
اکسیوس لیکي چې دا څرګندونې ښيي ټرمپ غواړي د ایران له جګړې وروسته په منځني ختیځ کې د پراخ سیاسي بدلون لپاره بل مهم ګام پورته کړي.
د راپور په وینا، ټرمپ له دغو مشرانو سره د ایران په تړاو د روانو مذاکراتو په اړه هم خبرې کړې دي.
امریکایي سناتور لیندسي ګراهام، چې د اکسیوس له مخې د ابراهیمي تړونونو د پراخېدو له کلکو ملاتړو څخه دی، ویلي که دغه هېوادونه د سولې بهیر کې شامل شي، نو دا به د منځني ختیځ په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو توافقونو څخه وي.
ګراهام ټینګار کړی چې د سیمهییزو هېوادونو ګډون کولای شي د ایران او اسراییلترمنځ د کړکېچ د کمېدو لپاره مهم رول ولوبوي.
د امریکا جمهوريپال سناتور لینډسي ګراهام خبرداری ورکړی، که سعودي عربستان، قطر او پاکستان له ابراهيمي تړون سره له يو ځای کېدو څخه انکار وکړي، «دا به زموږ د راتلونکو اړیکو لپاره جدي پایلې ولري او دغه د سولې وړاندیز به د منلو وړ نه وي».
لينډسي ګراهم پر اېکس حواله رسنۍ ویلي، « که په حقیقت کې د ایران د شخړې د پای ته رسولو لپاره د دې مذاکراتو په پایله کې، زموږ عرب او مسلمان متحدین په سیمه کې د ابراهیمي تړون سره یوځای کېدو ته تیار شي، دا به دغه تړون د منځني ختیځ په تاریخ کې یو له تر ټولو مهمو تړونونو څخه وګرځوي».
هغه زیاته کړه، «د سعودي عربستان، قطر او پاکستان د ابراهیمي تړون سره یو ځای کېدل به د سیمې او نړۍ لپاره ژور بدلون رامنځته کړي. دا د ولسمشر ټرمپ له خوا یو ډېر هوښیار ګام دی».
سناتور ګراهم، سعودي عربستان او نورو هېوادونو ته په اشارې سره وويل، «اوس د دې وخت دی چې د نوي منځني ختیځ د راتلونکي لپاره زړور ګام واخلئ. زه تمه لرم، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ وړاندیز کړی، تاسو به په رښتیا سره د ابراهیمي تړون برخه شئ او په عملي ډول به د عرب-اسرایل شخړه پای ته ورسوئ».
همداراز هغه خبرداری ورکړ، «که تاسو د دې لارې له منلو څخه انکار وکړئ، نو دا به زموږ د راتلونکو اړیکو لپاره جدي پایلې ولري او دغه د سولې وړاندیز به د منلو وړ نه وي. سربېره پر دې، تاریخ به دا یوه لویه سیاسي تېروتنه وبولي».
هغه ولسمشر ټرمپ ته، له ایران سره د یوې ښې معاملې لپاره په خپل دریځ د ټينګ پاتې کېدو ترڅنګ وويل، «دا هم مهمه ده چې پر دې ټینګار وکړې چې سعودي عربستان او نور هېوادونه باید د ابراهیم تړون برخه وګرځي».
د حالوش په نوم د بشري حقونو بنسټ ادعا کړې، چې د ایران پولهساتو ځواکونو د سیستان او بلوچستان ولایت اړوند د «بچهراهي» په سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته ننوځي. د راپور له مخې، په دغه پېښه کې لږ تر لږه درې افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ د سیمهییزو سرچینو له قوله ویلي چې پېښه د غبرګولي په دویمه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، د ایران پولهساتو پرته له مخکنۍ خبرتیا د افغانانو پر یوې ډلې ډزې پیل کړې.
حالوش ویلي، له ډزو وروسته یو شمېر افغانانو د تسلیمۍ په موخه خپل لاسونه پورته کړي وو، خو د سرچینو په وینا، ډزو بیا هم دوام موندلی دی.
د راپور له مخې، په دې ډله کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود. عیني شاهدانو ویډیوګانې او معلومات له حالوش سره شریک کړي چې ښيي له تسلیمېدو وروسته ځینې ژوندي پاتې شوې ښځې او ماشومان د ایراني سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره هم مخ شوي دي.
سرچینو دا هم ویلي چې سرحدي ځواکونو د دغو کسانو ګرځنده ټیلیفونونه او یو شمېر شخصي وسایل هم ضبط کړي دي.
حالوش ویلي چې د قربانیانو هویت تر اوسه نه دی روښانه شوی او ایراني چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې پر بېوسلې کسانو او کډوالو د ګرمو وسلو کارول غیرقانوني دي او د بشري، اخلاقي او نړیوالو اصولو خلاف عمل ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم د ایران په سرحدي سیمو کې پر افغان کډوالو د ډزو ورته راپورونه خپاره شوي او د بشري حقونو بنسټونو پرې اندېښنې څرګندې کړې دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مشر زوی ټرمپ جونیور ویلي، چې پلار یې ژمنه کړې وه څو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو راوګرځوي او د هغه په وینا، اوس هم د همدې موخې د عملي کولو په لور ګامونه اخیستل کېږي.
ټرمپ جونیور په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي: «دا د امریکا لپاره یوه ستره بریا ده. موږ باید هغه کسان له پامه وغورځوو چې تر هغې هېڅکله نه قانع کېږي، څو د ایران پر ضد ځمکنۍ پوځي حمله ونه شي».
هغه زیاته کړې: «زما پلار ژمنه کړې وه چې ایران به اټومي وسلو ته له رسېدو منع کړي او اوس دقیقاً همدغه موخه عملي کوي».
دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام، سیمهییزو کړکېچونو او د واشنګټن ـ تهران اړیکو په اړه بحثونه لا هم د نړیوالو پام ځانته اړولی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې ایران باید اټومي وسلو ته د لاسرسي فرصت ترلاسه نه کړي.
د امریکا او اسراییل د ولسمشرانو په تازه خبرو کې د ایران د اټومي پروګرام، هرمز تنګي او سیمه ییزو ګواښونو په تړاو خبرې شوې او دواړو لوریو ویلي چې تهران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړل شي.
د اسراییل لومړي وزیر په خپل ایکس لیکلې چې تېره شپه یې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو د هوکړه لیک او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو خبرو اترو پر سر خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، د اسراییل د امنیت لپاره یې د ټرمپ له دوامداره ملاتړ مننه کړې، په ځانګړي ډول د «غرېدونکي زمري» او «ستر قهر» عملیاتو پر مهال، چې د ده په وینا، امریکايي او اسراییلي ځواکونو د ایران د ګواښ پر ضد اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
هغه ویلي، له ټرمپ سره یې موافقه کړې چې له ایران سره هر وروستی تړون باید اټومي ګواښ له منځه یوسي. د ده په وینا، دا دا مانا لري چې د ایران د یورانیمو د بډاینې تاسیسات باید له منځه یووړل شي او بډایه شوي اټومي توکي یې له خاورې وایستل شي.
د نوموړي په وینا، ټرمپ یو ځل بیا د اسراییل د ځاني دفاع حق تایید کړی دی.
هغه زیاته کړې، د امریکا او اسراییل ترمنځ ملګرتیا په جګړه ییز ډګر کې ثابته شوې او اوس تر بل هر وخت پیاوړې ده.
د اسراییل لومړي وزیر ټینګار کړی چې د ده پالیسي، لکه د ټرمپ په څېر، بدله شوې نه ده او ایران ته به د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړل شي.
بل خوا ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «ټروت سوشل» کې لیکلي چې له بنیامین نتنیاهو سره یې ټلیفوني خبرې «ډېرې ښې» وې.