• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سینټکام: امریکايي ځواکونو په جنوبي ایران کې د کښتیو او توغندیو پر اډو بریدونه کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۲:۱۲ GMT+۱

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، چې امریکايي ځواکونو د ایران په جنوبي سیمو کې پر هغو هدفونو بریدونه کړي چې د دوی په وینا د ماینونو د ځای پر ځای کولو په هڅو بوختې کښتۍ او د توغندیو د توغولو ځینې اډې پکې شاملې وې.

سینټکام د دوشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه بریدونه د «دفاعي اقداماتو» په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، د دغو بریدونو موخه د هغو ګواښونو مخنیوی و چې د دوی په وینا د ایراني ځواکونو له لوري امریکایي سرتېرو ته متوجه وو.

د سمندري ځواکونو کپتان ټیم هاوکینز، ویلي: «د امریکا مرکزي قومانداني د روان اوربند پر مهال له زغم څخه د کار اخیستنې ترڅنګ د خپلو ځواکونو دفاع ته دوام ورکوي.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

حال‌وش: د ایران په جنوبي سیمو کې د چاودنو او احتمالي پوځي نښتو راپورونه خپاره شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۱

د بشري حقونو اړوند ادارې «حال‌وش» راپور ورکړی چې د ایران په جنوبي سیمو کې د څو چاودنو د غږونو تر اورېدو وروسته، د احتمالي پوځي تحرکاتو او د سپاه پاسداران د غړو د مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېل او ناهمغږي راپورونه خپاره شوي دي.

د راپور له مخې، د دوشنبې په ماښام د بندرعباس ختیځ، سیریک، جاسک او د فارس خلیج شاوخوا سیمو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. تر اوسه ایراني چارواکو د دغو چاودنو د سرچینې په اړه روښانه وضاحت نه دی ورکړی او خپاره شوي روایتونه هم ضد نقیض بلل شوي دي.

حال‌وش ویلي، د لومړنیو راپورونو له مخې د بندرعباس په ختیځ کې لږ تر لږه د درېیو چاودنو غږونه ثبت شوي، په داسې حال کې چې د هرمزګان ولایت د مرستیال والي دفتر ویلي، د دغو غږونو د سرچینې په اړه څېړنې روانې دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس ادعا کړې، چې د سې‌شنبې په سهار د ایران وسله‌والو ځواکونو د فارس خلیج په سیمه کې یوه «بې‌پیلوټه الوتکه» له منځه وړې ده.

همدارنګه، ځینو غیر رسمي سرچینو د لارک ټاپو سوېل ته د څو ایراني بېړیو د هدف ګرځېدو او د سپاه د غړو د وژل کېدو ادعاوې هم کړې دي. د راپور له مخې، د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې تایید نه دی کړی او ایراني چارواکو هم رسمي جزیات نه دي خپاره کړي.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو ورځو کې د ایران په جنوبي اوبو کې د پوځي فعالیتونو او احتمالي نښتو په اړه بېلابېل او ځینې وخت متضاد معلومات هم خپاره شوي دي.

افغان ایواک: د افغانستان په جګړه کې زرګونه افغان او امریکایي سرتېري قرباني شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۴۸ GMT+۱

په امریکا کې د افغانانو د بیامېشتېدو همکار بنسټ «افغان ایواک» ویلي، چې د افغانستان د جګړې پر مهال زرګونه افغان او امریکایي سرتېري وژل شوي او دا قربانۍ یې باید هېرې نه شي.

دغه بنسټ د ایکس‌ خواله رسنۍ په یوه پیغام کې د «میموریل ډې» یا د قربانیانو د یادونې ورځې په مناسبت لیکلي چې دا ورځ د جګړې د درنو قربانیو او د هغو کسانو د یاد لپاره ده چې د جګړې بار یې پر خپلو اوږو اخیستی و.

افغان ایواک ویلي، چې د امریکا د جګړې پر مهال په افغانستان کې ۲۴۶۱ امریکایي سرتېري او تر ۶۹ زرو زیات افغان همکار ځواکونه وژل شوي دي، او دوی په ګډه خدمت کړی، جګړه یې کړې او قرباني شوي دي.

افغان ایواک زیاته کړې چې دا شمېرې د جګړې د بشپړ انساني تاوان انځور نه شي وړاندې کولی، خو دا یادونه کوي چې د جګړې وروسته هم د پوځیانو، د هغوی د کورنیو او د افغان متحدینو دردونه دوام لري.

دوی ټینګار کړی چې باید د وژل شویو یاد وساتل شي او د هغو کسانو درناوی وشي چې د جګړې په بهیر کې یې قرباني ورکړې ده.

رحمت‌الله نبیل: احتمال شته چې ایران په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر رحمت‌الله نبیل ویلي، احتمال شته چې د ایران اسلامي جمهوریت په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

نبیل په ایکس ‌خواله رسنۍ کې لیکلي چې دا اقدام به د اصولو پر بنسټ نه، بلکې د جیوپولیټیک معاملاتو او د «تحمیل شوې واقعیت» د منلو له مخې ترسره شي.

د هغه په وینا، د داسې حکومت په رسمیت پېژندل چې ښځې یې له ټولنیز ژوند څخه لرې کړې، ازادۍ یې محدودې کړې او افغانستان یې انزوا ته کش کړی، نه ثبات رامنځته کوي او نه مشروعیت، بلکې د سیمې کړکېچ به لا ژوروي.

نبیل ټینګار کړی چې دا ډول احتمالي پرېکړې به د افغانستان خلک د سیمه‌ییزو سیاسي لوبو لا زیات قرباني کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او ایران اړیکې د سیمه‌ییز سیاست له مهمو او پېچلو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. دغه اړیکې د وخت په تېرېدو سره له سختو شخړو څخه تر عملي او احتیاطي تعامل پورې رسېدلې دي، خو د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) کې اړیکې سختې خرابې شوې. هغه مهال د طالبانو او ایران ترمنځ د مذهبي، سیاسي او امنیتي اختلافاتو له امله نږدې جګړې ته حالت رسېدلی و. ایران د طالبانو پر ضد د شمالي ټلوالې ملاتړ هم کاوه.

اوس مهال د ایران او طالبانو اړیکې نه بشپړ دښمنانه دي او نه هم رسمي دوستانه؛ بلکې یو ډول «احتیاطي تعامل» دی. دواړه لوري د خپلو ګټو له مخې اړیکې ساتي، خو بې‌باوري لا هم موجوده ده.

پوتین او د بحرین پاچا د منځني ختیځ د کړکېچ ډیپلوماټیک حل په اړه غږېدلي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بحرین پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه د ټیلیفوني خبرو پر مهال د منځني ختیځ د روان وضعیت، په ځانګړي ډول د ایران پر شاوخوا د کړکېچ د حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې په ټلیګرام کې خپره شوې، ویل شوي چې په دې خبرو کې دواړو لورو د سوداګرۍ، اقتصاد، مالي او پانګونې، او همدارنګه د کلتوري او بشري همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د اړیکو پر پراختیا موافقه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو مشرانو د منځني ختیځ پر وضعیت هم خبرې کړې او د ایران پر شاوخوا روان کړکېچ د سیاسي او ډیپلوماټیک حل پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

دواړو لورو ویلي چې د هر ډول حل لارې باید د سیمې د ټولو هېوادونو ګټې په پام کې ونیسي.

طالبان او ایراني چارواکي د کډوالو د ستونزو او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د ایران په مشهد کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي، چې د ایراني چارواکو سره یې د افغان کډوالو د چارو د ښه تنظیم، ټرانزیټي ستونزو د حل او د سوداګریزې راکړې ورکړې د پراختیا پر لارو چارو خبرې اترې کړي دي.

دغه قونسلګرۍ په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د مشهد لپاره د طالبانو جنرال قونسل مولوي نور محمد متوکل، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمال او ختیځو سیمو د استازولۍ له نوي ټاکل شوي مشر غلام‌عباس ارباب خالص او ورسره مل پلاوي سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کډوالو د چارو د لا ښه تنظیم، د ټرانزیټي ستونزو د حل او د سوداګریزو تبادلو د پراختیا لپاره پر بېلابېلو لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله کړې ده.

دواړو خواوو داسې مهال پر یادو موضوعاتو خبرې کړي چې ایران د افغان کډوالو د جبري ویستنې لپاره سخت اقدامات شروع کړي او ترڅنګ یې د کډوالو، سوداګرۍ او ترانزیټ اړوند موضوعات د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو مهمه برخه جوړوي.