کابل مېشتی: د امر بالمعروف له وېرې د وېښتانو جوړولو لپاره نهشو تلای

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د اختر لپاره د وېښتانو جوړولو لپاره سلمانۍ ته تللی و؛ خو د وېښتانو د اصلاح کولو هټۍ څښتن د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبینو د راتګ له وېرې خپل ټول پېرودونکي له هټۍ اېستلي دي.
د نوموړي په وینا؛ دغه سلمان له دې وېرې دوی له هټۍ اېستلي، چې دوی له ټاکل شويو اصولو د سرغړونې په پلمه محتسبین د ځوانانو وېښتان ماشینوي. هغه وایي: «د وېښتانو پرې کولو لپاره سلمانۍ ته تللی و؛ خو نایي خپل پېرودونکي له دې امله له هټۍ و اېستل، چې د امربالمعروف محتسبان سلمانۍ ته ورتلل او ځوانانو ته یې د وېښتانو او ږېرې د سټایل له امله سزا ورکوله».
راپورونه ښيي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د وېښتانو د اصلاح ګڼې هټۍ تر سخت څار لاندې نیولې او د سرغړونو په صورت کې ځوانانو ته سزا ورکوي او د هغوی هټۍ تړي.
د بشري حقونو بنسټونو په وار، وار د طالبانو پر دغه سخت دریځو کړنو نیوکې کړې دي. د یادونې وړ ده، چې طالبانو له خپلۍ واکمنۍ راهیسې د بندیرونو پر دوام د ښځو سینګارتونونه هم تړلي دي او د نارینهو لپاره یې پر سلمانیو دغه ډول بندیزونه لګولي دي.
