کابل مېشتی: د ډاکټرانو د بېغورۍ له امله د عملیاتو پرمهال زما د مور بدن دننه ستنې پاتې وې

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د کابل په یوه روغتون کې یې مور عملیات شوې او تازه په یوه بل عملیات کې یې د مور له بدن نه د پخواني عملیات پاتې شوې «زنګ وهلې» ستنې موندل شوې دي.
هغه چې مور یې په سرطان ناروغۍ اخته ده وایي، چې د ډاکټرانو دغه ډول بېغوري د هغه د مور د ناروغۍ پراختیا لامل کېدای شي. هغه زیاته کړې: «د اقتصادي ستونزو له امله د دې وس نهلرو، چې خپل ناروغ بهر ته یوسو او په کور دننه د ډاکټرانو بېغوري او نامسلکیتوب زموږ د ناروغ د رغېدو پرځای یې لا روغتیایي ستونزې پراخوي».
هغه شکایت کوي، چې لاهم د افغانستان دننه د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره د نورو هېوادونو پرتله اسانتیاوې خورا کمې دي او پر پاکستاني درملو تر بندیز وروسته په کور دننه د سرطان ناروغۍ د درملو په پېرلو کې له ستونزو سره مخ دي او له نورو هېوادونو د دغه ناروغۍ لپاره د وارد شویو درملو بیې خورا لوړې دي.
