طالبانو په میدان وردګو کې میلیون ډالري جومات جوړ کړ

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي پراختیا شرکت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د میدان وردګو جامع جومات د ۸۷ میلیونه افغانیو (شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره ډالرو) په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي پراختیا شرکت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د میدان وردګو جامع جومات د ۸۷ میلیونه افغانیو (شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره ډالرو) په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه جومات جوړېدل داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو مشر د دیني مدرسو د ښوونکو د معاشونو د لوړولو او د اختر د نغدي مرستو امر هم کړی دی.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د جامع جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې او نږدې د دوو زرو لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري.
که څه هم د طالبانو اداره د ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخ ده، خو د جوماتونو پر جوړولو ډېرې لوړې پیسې لګوي. دغې ډلې د جوماتونو او جهادي مدرسو پراختیا خپلو لومړیتوبونو کې شامله کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د هبت الله اخندزاده په امر به د افغانستان پر لویو لارو هر ۷۰ کیلومتره واټن کې یو جومات جوړېږي.
د طالبانو ادارې تر اوسه د دولتي مامورینو د معاشونو د منظمې ورکړې پنځه کلنه ستونزه نه ده حل کړې. یو شمېر ښوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او د طالبانو اداره د هغوی د حقوقو د ورکړې توان نه لري.
په ورته وخت کې نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
اټکلونه ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وي او ښايي دا شمېر په راتلونکي ژمي کې ۱۷.۴میلیونو کسانو ته ورسېږي، چې د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه جوړوي.