• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سلګونه لاسلیکونه؛ کاناډا دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو دوسیې په بېړني ډول مخته یوسي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۱

په کاناډا کې ۱۱۹۲ کسانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی، چې په کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتل شوي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشردوستانه او کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسه په بېړنۍ توګه ګړندۍ کړي.

دغه لاسلیک کوونکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د نیول کېدو او په زوره افغانستان ته د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه غوښتنلیک کې پر کاناډا غږ شوی چې د افغانانو د دوسیو د څېړلو پر مهال د لنډمهاله خوندیتوب تدابیر پلي کړي ترڅو د هغوی د شړلو مخنیوی وشي. همدارنګه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د کډوالۍ د دوسیو د پروسس ظرفیت لوړ کړل شي ترڅو د پروسې د خطرناکو ځنډونو مخه ونیول شي او له نړیوالو شریکانو او پاکستان سره په ګډه د هغو افغانانو ساتنه وشي چې د کاناډا د پرېکړې په تمه دي.

لاسلیک کوونکي وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. په غوښتنلیک کې راغلي چې هغو افغانانو چې د زده کړو، د ښځو د حقونو او مدني ټولنې ملاتړ کاوه، اوس د خپلو قانوني او سوله ییزو فعالیتونو له امله د ځورونې او تعقیب له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه غوښتنلیک د معلوماتو له مخې، ډېری دغه زیان ګالي کسان او د هغوی کورنۍ پاکستان ته تښتېدلي او کاناډا ته د بشردوستانه او کډوالۍ د لارو د لېږدولو په تمه دي. دوی ټینګار کوي چې کاناډا د بشري حقونو د مدافعانو او د برابري او زده کړو د ملاتړو په ګډون د زیان منونکو افغانانو د خوندیتوب لپاره ژمنه کړې وه او باید اوس پر دغې ژمنې عمل وکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

کندهار اوسېدونکي:د ترافیکو په ریاست کې له ترافیکو څخه د معاش‌ورکړې په بدل پیسې اخیستل کېږي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، د کندهار ولایت د ترافیکو ریاست ځینې مسوولین له بې‌وزلو ترافیکو څخه د معاش په بدل کې پیسې اخلي او که څوک پیسې ور نه کړي، له فشار، لرې پوستو او سختو دندو سره مخ کېږي.

د دغو اوسېدونکو په خبره، د کندهار د ترافیکو اوسنی د «تنظیم امر» چې ثاقب نومېږي او د هغه معاون عمري، له ترافیکو څخه هره میاشت زر او دوه زره افغانۍ اخلي. د کندهار دغه اوسېدونکی ادعا کوي، هغه کسان چې پیسې ور نه کړي، لرې او ستړو کوونکو ځایونو ته استول کېږي او یا هم له اداري فشار سره مخ کېږي.

دوی زیاتوي، د ښار ګڼ مېشتي او مزدحم چوکونه او هغه ځایونه چې هلته رېړۍ‌وال او نور کسبه کاران درېږي، په «ټیکه» ورکړل شوي او له هماغو ترافیکو څخه په اوونیز ډول پیسې اخیستل کېږي.

د یوه ترافیک د کورنۍ غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل ورور یې تازه معاش اخیستی و، خو د تنظیم امر او د هغه د معاون له خوا ترې زر افغانۍ اخیستل شوي.

هغه زیاته کړه: «ورور مې غوښتل د اختر لپاره د کور سودا وکړي، خو پیسې ترې واخیستل شوې. که څوک پیسې ور نه کړي، بیا یې لرې چوکونو ته استوي او زوروي یې».

دغو اوسېدونکو له اړوندو طالب چارواکو غوښتي چې د دغو ادعاوو په اړه دې جدي څېړنه وکړي او د بې‌وزلو ترافیکو ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

د یادولو وړ ده چې دا د کندهار ولایت د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.

محمد حنیف اتمر: افغانستان یو مشروع نظام، ټولنیز عدالت او ګډ باثباته ژوند ته اړتیا لري

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د لوی اختر په مناسبت په خپل خپور کړي پیغام کې په هېواد کې د عادلانه سولې، مشروع ولسي نظام د ټینګښت، زده‌کړې او کار حقونو ته د ټولو هېوادوالو د لاسرسي غوښتنه کړې.

نوموړي د مبارکۍ په دغه پیغام کې ټینګار کړی، چې افغانستان په اوسني وخت کې تر هر بل وخت زیات ټولنیز عدالت، برابرۍ او باثباته ګډ ژوند ته اړتیا لري.

اتمر په هېواد کې د عادلانه سولې تر څنګ د داسې نظام پر اړتیا ټینګار کړی چې د ولس په مشروع اراده ولاړ وي او د ټولو هېوادوالو اساسي حقونه خوندي کړي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر همدارنګه د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیو او د سیمې وروڼو هېوادونو ته د سولې او امنیت دعا کړې ده.

هغه په خپل دغه پیغام کې په ځانګړي ډول د ایران اسلامي جمهوریت، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، بحرین، عمان، عراق، اردن، فلسطین او د نړۍ د نورو ملتونو نومونه یاد کړي او هیله یې ښودلې چې دغه هېوادونه د جګړې له مصیبتونو او ورانکارۍ څخه خوندي پاتې شي.

طالبانو د طلوع نیوز دوه بندي خبریالان له زندان څخه ازاد کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۳ GMT+۱

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې طالبانو د طلوع نیوز دوه بندي خبریالان ، منصور نیازی او عمران دانش په ضمانت د اختر لپاره په لنډمهالي ډول ازاد کړي.

دغه سرچینو زیاته کړه، طالبانو دغه خبریالان د لنډمهال لپاره ازاد کړي او له اختر وروسته به پر دوی د لګېدلي تور د سپیناوي لپاره طالب محکمو ته حاضرېږي.

دا لا معلومه نه ده چې یاد خبریالان د چا په تضمین او د څومره وخت لپاره خپلو کورنیو ته سپارل شوي، خو تر دې مهاله طلوع نیوز هم د خپلو دغو کارمندانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د یادولو وړ ده، طالبانو د طلوع‌نیوز د خبرونو ویاند او د سیاسي او جنايي خپرونو چلوونکی منصور نیازی د غويي ۱۷مه د کابل له شېرشاه مېنې (کارته چهار) او د خبرونو ویاند او د سیاسي برخې مسوول عمران دانش د غويي ۱۹مه د طلوع‌نیوز دفتر له شاوخوا سیمو څخه نیولي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د غويي پر۲۲مه د دغه خبریالانو نیول تایید کړل چې ددې ډلې امنیتي ادارو څو ورځې وړاندې د طلوع نیوز دوه خبریالان، منصور نیازی او عمران دانش نیولي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند په اعلامیه کې راغلي و، چې د نیول شویو خبریالانو دوسیې لا هم بشپړې شوې نه دي او محکمې تر اوسه د هغوی په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.

د بې‌وزلۍ اوج کې؛ ډاکټر عبدالله له شتمنو غوښتي چې د اختر ورځو کې له اړمنو سره مرستې وکړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له سوداګرو او شتمنو هېوادوالو غوښتي چې په دې مبارکو ورځو کې له اړمنو او بې‌وزلو کسانو سره مرستې وکړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپره کړې اعلامیه کې د هېواد پر سوداګرو، خیریه بنسټونو او شتمنو غږ کړی چې په ځانګړي ډول له بې‌وزلو، هېواد ته راستنو شویو کډوالو او د وروستیو طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي دغه همکاري په اوسنیو شرایطو کې د هر افغان مسوولیت بللی دی.

د اجراییه ریاست پخواني مشر زیاته کړې چې له اړمنو هېوادوالو سره په داسې سختو شرایطو کې مرسته کول نه یوازې یو انساني او ملي مسوولیت دی، بلکې دا چاره د اخروي اجر او یووالی سبب هم ګرځي. هغه د هېواد له ټولو وګړو غوښتي چې د اختر په ورځو کې یو بل ته د ورورولۍ او همکارۍ لاس ورکړي.

عبدالله عبدالله په دغه تازه خبرپاڼه کې د هېواد پر روان اقتصادي او بشري ناورین ځان غلی کړی دی. بل خوا بیا د هغه پخواني سیاسي سیال محمد اشرف غني په یو پېغام کې د هېواد دننه لوږه او بشري ناورین د اندېښنې وړ بللی دی.

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱

مخکیني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري. اشرف غني ویلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د خبرو مخه نیول شوې وه.

اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې، چې د هغه د ټولنیزو رسنیو له اکاونټونو خپور شوی، ویلي، چې د عرفې او اختر په را رسېدو یې یوځل بیا د خبرو فرصت موندلی دی.

هغه پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدونو ته اشاره کړې او وايي، چې اسلام اباد دې افغانستان ته د اقبال لاهوري له نظره وګوري.

اقبال لاهوري افغانستان د اسیا زړه بللی، چې په نارامېدو سره یې ټوله اسیا نارامه کېدای شي.

اشرف غني په سیمه کې روان وضعیت بې‌ساری بدلون بللی او ټینګار یې کړی، چې په دغسې وضعیت کې بې‌تفاوته پاتې کېدل په دې معنا دي چې د افغانانو پرځای به نور خلک پرېکړې کوي.

هغه په دې شرایطو کې د سیمه‌ییزې همکارۍ اړتیا تر پخوا ډېره اړینه ګڼلې او وايي،اقتصاد محوره سیاست د افغانانو د ټولو ملي ظرفیتونو همغږي غواړي.

اشرف غني د طالبانو واکمنۍ ته په اشاره ویلي، « نړۍ نږدې پنځه کاله انتظار وکړ چې وویني په افغانستان کې څه بدلون راځي، خو دا له نا امیدۍ سره مل انتظار د پای ته رسېدو په حال کې دی».

هغه زیاته کړې، « زموږ هېواد بې‌سارې توګه منزوي شوی او نږدې ټول لوري افغانستان نور د یو ګاونډي په توګه نه، بلکې د امنیتي ګواښ په سترګه ویني». هغه پاکستان ته هم اشاره کړې، چې پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه، خو اوس په ښکاره وايي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي.

مخکیني ولسمشر دا د مشروعیت د بحران پایله بللې، چې دده په وینا، ده یې په اړه له وړاندې خبرداری ور کړی و.

هغه د طالبانو له نوم یادونې پرته ویلي، هغه کسان چې د خپل ملت له نبضه خبر نه وي، هېڅکله د ملت ریښتینی استازي کېدای نه شي.

په داسې حال کې، چې طالبانو لا هم د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بند ساتلي، اشرف غني دا مساله د طالبانو د فرعي مسالې د تعریف برعکس اصلي مساله ګڼي او ټینګار کوي، چې «هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای».

مخکیني ولسمشر د ملي ګټو په اړه ویلي، چې دغه ګټې باید د یوې ملي ارادې پر بنسټ تعریف شي او تل باید د ملت د یووالي په خدمت کې وي.

هغه زیاته کړې، « د یوې شبکې ګټې یا د یوې تړلې کړۍ شخصي لاسته راوړنې د ملت له ګټو سره په مستقیم تضاد کې دي».

هغه ددغه تضاد پر له منځه وړو ټینګار کړی دی.

اشرف غني د خپل پیغام په بله برخه کې د طالبانو پنځه کلنه دوره تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي، چې د انتخاب په اړه د خبرو وخت تېر شوی دی او اوس د انتخاب وخت دی او ملت باید د خپل راتلونکي لاره وټاکي. خو له دې ټولو سره سره هغه د جګړې مخالفت کړی او وايي، « هېڅ هدف او هېڅ نارضایتي د دې توجیه نه شي کېدای چې افغان د افغان په لاس ووژل شي. دا دروازه باید تل تړلې پاتې شي».

نوموړي د ملي اجماع په رامنځته کېدو کې د ځان له اړخه رول لوبونې ته تیاری ښودلی دی.

اشرف غني دغه راز په خپل پیغام کې، چې په پښتو، دري او ازبکي ژبو خپور شوی، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ولسونو وضعیت هم یاد کړی او ویلي یې دي، چې « په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زموږ خویندې او وروڼه ورته درد زغمي چې هغه هم زموږ خپل درد دی».

دا له شاوخوا شپږ میاشتې ځنډ وروسته لومړی ځل دی، چې مخکینی ولسمشر د افغانستان او سیمې د وضعیت په تړاو خپل نظر څرګندوي.

تراوسه دا روښانه نه ده، چې اشرف غني لاهم په متحده عرب اماراتو کې اوسیږي او که له دغه هېواده وتلی دی.