• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بغلان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند فاروقي خپلواک ویلي، چې په دغه ولایت کې سختو ورښتونو او سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه سېلابونو کې تر دې دمه ۱۱ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه شمېرې وروستۍ نه‌دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه تر دې لوړه شي. هغه ويلي، دغه سېلابونه د مرکزي بغلان اړوند د کرکر، بند دو، زمان‌خېل، حسن‌خېل او بابا نظر سیمو کې راوتلي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د زمان‌خېلو د ګذر وکیل مسعود احمدزی وایي، چې یوازې په همدې کلي کې شاوخوا ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا؛ په دغه سیمه کې دوه ښځې مړې شوې او اووه نور ټپیان دي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

بلخوا ځایي اوسېدونکي وایي، چې خوراکي توکو او لومړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري. د یادونې وړ ده، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د بغلان په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
له بل پلوه له پېښو سره د طالبانو د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، چې د روان لمریز کال د وري له شپږمې تر اوسه په ټول هېواد کې د دغه ډول طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۵ او د ټپیانو شمېر ۳۵۴ ته او همداراز د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۱۸۸۴ ته او په ټوله کې د زیانمنو کورنیو شمېر ۱۸ زره او ۳۲۸ ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

انځوریز راپور؛ کندهار کې اقتصادي ناورین د لوی اختر خوښۍ مړاوې کړې دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د کندهار اوسېدونکي‌ وايي، د لوی اختر ورځې به پخوا د خوښیو، رنګینو جامو، مېلو او د بازارونو د شور او ځوږ او ګڼې‌ګوڼې ورځې وې؛ خو سږکال په کندهار کې د اختر فضا بې‌خونده، پېکه او له اندېښنو ډکه ښکاري. خلک زیاتوي، اقتصادي ستونزو، بې‌روزګارۍ او بې‌وسۍ د اختر ټولې دودیزې خوښۍ تروړې دي.

د ښار په بېلابېلو بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د تېرو کلونو پرتله خورا کمه ده. هټۍوال شکایت کوي، چې د اختر موسم دی؛ خو خرڅلاو نږدې په ټپه ولاړ دی. خلک یوازې د لومړنیو خوړو پر برابرولو فکر کوي او د جامو، مېوو او نورو اختریزو توکو پېرل یې له وسه وتلي دي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی ګلاب وایي: «پخوا به مو د اختر لپاره ماشومانو ته جامې، مېوه او نور توکې اخیستل؛ خو اوس د اوړو او غوړیو په پیدا کولو حیران یو، داسې اخترونه مو هیڅکله نه‌وو لیدلي».

د کندهار په شاه بازار کې د اختر د تیاریو لپاره د خلکو ګڼه‌ګوڼه
100%
د کندهار په شاه بازار کې د اختر د تیاریو لپاره د خلکو ګڼه‌ګوڼه

کندهار کې خلک د اختر لپاره په تیاریو بوخت دي، ګڼه‌ګوڼه زیاته خو اقتصاد کمزوری او د اختر سودا تر پخوا کم‌رنګه شوې ده.

د کندهار چهارسو هټۍوال د سړک پر غاړه وچه مېوه پلوري
100%
د کندهار چهارسو هټۍوال د سړک پر غاړه وچه مېوه پلوري
د کندهار ښار په شاه‌بازار کې د سړک پر غاړه د کلچو یو پلورونکی
100%
د کندهار ښار په شاه‌بازار کې د سړک پر غاړه د کلچو یو پلورونکی

بل تن چې د ښار په یوه بازار کې هټۍ لري وایي: «هر کال به په همدې ورځو کې بازارونه له خلکو ډک وو؛ خو اوس خلک یوازې قیمتونه پوښتي او بېرته ځي، د خلکو جېبونه خالي دي کارونه نه‌شته».

د وچې مېوې پلورنکي
100%
د وچې مېوې پلورنکي

د کندهار ډېری اوسېدونکي د بې‌روزګارۍ زیاتوالی د اوسني وضعیت اصلي لامل بولي.

دوه ځوانان د اختر د قربانیو لپاره چړې پلوري
100%
دوه ځوانان د اختر د قربانیو لپاره چړې پلوري
د کندهار هرات بازار؛ ځوانانو د سړک پر غاړه د پلور لپاره ترموزونه اېښي
100%
د کندهار هرات بازار؛ ځوانانو د سړک پر غاړه د پلور لپاره ترموزونه اېښي

د خلکو په خبره؛ د کار د نشتوالي کچه دومره پراخه شوې، چې ګڼې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د کور وسایل پلوري. یو ځوان چې له څو میاشتو راهیسې بې‌روزګاره دی وایي: «د بې‌کارۍ په خاطر مجبور شوی یم، چې د کور ځینې شیان خرڅ کړم؛ خو اوس هغه هم څوک نه رانیسي. خلک پیسې نه‌لري، کارونه نه‌شته په خپل نس پورې حیران دي».

د بې‌وزلۍ یو ښکاره انځور؛ یو سپین ږېری په لاس ګاډي کې د کور توکي پلوري
100%
د بې‌وزلۍ یو ښکاره انځور؛ یو سپین ږېری په لاس ګاډي کې د کور توکي پلوري

د دوامداره اقتصادي رکود، د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو د پېرلو د توان کمېدو له امله د اختر دودیزو بازارونو خپل پخوانی شور او ځوږ له لاسه ورکړی دی. د دوی په خبره؛ که د خلکو اقتصادي وضعیت ته جدي پام ونه شي، نو د ټولنې رواني او ټولنیزې ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې سخت امنیتي‌ تدابیر نیول شوي او طالب امنیتي کسان په تالاشیو بوخت دي
100%
د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې سخت امنیتي‌ تدابیر نیول شوي او طالب امنیتي کسان په تالاشیو بوخت دي

ښځې هم شکایت کوي، چې د کورنیو اقتصادي ستونزو د اختر هر ډول چمتووالی اغېزمن کړی دی. د کندهار اوسېدونکي له مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د بې‌وزله کورنیو لاسنیوی وکړي، د کار زمینه برابره شي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته عملي حل لارې وموندل شي.

د کندهار یوشمېر ښاریان د قربانۍ لپاره د پسونو په پېرلو بوخت دي
100%
د کندهار یوشمېر ښاریان د قربانۍ لپاره د پسونو په پېرلو بوخت دي
په کندهار کې د پسونو د پلور ځانګړې سیمه
100%
په کندهار کې د پسونو د پلور ځانګړې سیمه
د کندهار ښار؛ طالبان د امنیت ټینګولو پر مهال
100%
د کندهار ښار؛ طالبان د امنیت ټینګولو پر مهال

د خلکو په وینا، اختر د خوښۍ او یووالي پیغام لري؛ خو که لوږه، بې‌کاري او اقتصادي فشارونه دوام وکړي، نو د اختر نوم به یوازې په کلیز کې پاتې شي او د خوښۍ احساس به ترې ورک شي.

د کندهار شهیدانو چوک
100%
د کندهار شهیدانو چوک

طالبانو په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوالو بنسټونو راپورونه ناسم وبلل

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزارت په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او اړمنو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) او ورته نورو نړۍوالو بنسټونو راپورونه ناسم او له مبالغې ډک بللي دي.

د دغه وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، دامهال د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی او د بېلابېلو اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې ځینې رسنۍ او بنسټونه په خپلو راپورونو کې ځانګړې موخې څاري او هڅه کوي د افغانستان اقتصادي وضعیت تر واقعي حالت ډېر خراب وښيي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د اوچا هغه راپور رد کړی، چې په‌کې ویل شوي په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱.۷ مېلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده؛ خو تر اوسه یوازې ۱۹۵ مېلیون ډالر برابر شوي، چې د اړتیا وړ بودجې ۱۱ سلنه جوړوي.
د اوچا د راپور له مخې؛ د دغه مرستو ۴۹ سلنه ګټه اخیستونکي ماشومان، ۳۰ سلنه ښځې او ۲۱ سلنه نارینه دي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو په وار، وار په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت، پراخې بې‌وزلۍ او بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی.

د راپورونو له مخې؛ یوشمېر خلک د سخت اقتصادي فشار او بې‌کارۍ له امله ان تر ځان وژنې پورې اړ شوي دي. څو ورځې وړاندې په کابل کې یو انجنیر چې د کار موندنې لپاره یې ګڼو ادارو ته مراجعه کړې وه او منفي ځوابونه یې ترلاسه کړي وو، د هوايي ډګر پر سړک ځان ته اور واچاوه او وروسته د ژورو ټپونو له امله مړ شو.

طالبان: دامهال په بلخ کې د بوټانو د تولید ۱۸۰ فابریکې فعاله دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱

په بلخ کې سیمه‌ییز طالب مسوولین وایي، دامهال په مزارشریف ښار کې د بوټانو او پلاستیک ۱۸۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ تر ۲۰۰ زیات کسان په‌کې په کار بوخت دي.

دوی زیاتوي، چې په دغه کسانو کې تر ۵۰ زیات له ایران او پاکستان نه ستنو شويو ځوانانو ته هم کاري‌ فرصتونه برابر شوي.
په بلخ کې د بوټانو د تولید فابریکې یو مسوول فریدالله افضلي‌ ویلي، چې د دوی فابریکې د کورنیو تولیداتو او مناسب کیفیت له امله د هېواد په بازارونو کې ښه ځای خپل کړی دی. هغه زیاتوي، چې په یاده فابریکه کې څه باندې ۱۵۰ ډوله کورني بوټان تولیدېږي او که لازمه همکاري او زمینه برابره شي؛ نو د بهرنیو بازارونو لپاره هم د صادراتو وړتیا لري.

په ورته وخت کې په بلخ کې د طالبانو مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي، چې سیمه‌‌ییزه اداره د صنعت‌کارانو د ستونزو هواري، د بازار پراختیا او د صادراتو په برخه کې د زمینې برابرولو ته ژمنه ده.

په بلخ کې بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، چې دامهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۷۰۰ تولیدي کارخونې فعالې دي.
له بل پلوه د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید ویلي، په تېر ۱۴۰۴کال کې په دغه ولایت کې په بېلابېلو تولیدي او اقتصادي‌ برخو کې څه باندې ۷۰۰ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. نوموړي‌ زیاته کړې، چې دغه پانګونه د اوسپنې تولید، کرنې، خوراکي توکو او نورو اقتصادي‌ برخو کې شوې ده.

د اختر په مناسبت؛ طالبانو د ننګرهار له زندانه ۲۳ بندیان خوشې کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یادې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ۲۳ تنه بندیان له زندانه خوشې شوي دي.

د یاد دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د زندانونو چارو د سمون رییس سهیل سعید په حواله راغلي، چې دوی په زندانونو کې د بندیانو لپاره د حرفوي او اصلاحي روزنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له خوشې شویو بندیانو ژمنه اخیستل شوې، چې له دې وروسته به له هر ډول جرم او ناقانونه کړنو ډډه کوي او په ټولنه کې به رغنده رول لوبوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي و، چې د یادې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ یې د لوی اختر په مناسبت د کابل، بلخ او غزني له زندانونو ۲۴۹ بندیان خوشې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د طالبانو په زندانونو کې د ښځو، خبریالانو او بهرنیو وګړو په ګډون زرګونه کسان بندیان دي او د بند شپې او ورځې تېروي.

برېتانوي چارواکی: د طالبانو له لوري د ماشومانو د ‌ودونو قانوني کول «وېرونکې» موضوع ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او شمالي افریقا مرستیال نیکلاس فالکونر ویلي چې د طالبانو د نوو قوانینو په اړه راپورونه چې په کې د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکړل شوې، هغه «ډېر سخت وېرولي» دي

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» ته په اشارې ویلي چې «د ماشومانو ودونه تل او په هر ځای کې د بشري اساسي حقونو ښکاره سرغړونه ده».

فالکونر ټینګار کړی چې نجونې باید خوندي وساتل شي، نه دا چې د تاوتریخوالي او زیان منلو ته اړ کړل شي.

دا اصولنامه چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا توشیح شوې، تازه د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري خپره شوې ده. په دې سند کې د ماشومانو د ‌ودونو موضوع په ضمني ډول منل شوې او د طلاق په حق کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ توپیرونه هم شامل دي.

د دې اصولنامې خپرېدو د بشري حقونو او ښځو د حقونو د فعالانو او نړیوالو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې دغه اصولنامه په قانوني او عملي توګه د ښځو پر وړاندې تبعیض نور هم بنسټیز کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

خو طالبان وایي چې دا اصولنامه د اسلامي شریعت پر بنسټ چمتو شوې او پر نړیوالو نیوکو ارزښت نه ورکوي.