د حج مراسمو دوام؛ سعودي عربستان کې د حاجیانو د عرفاتو مراسم نن ترسره کېږي

په سعودي عربستان کې د حج تر ټولو مهم رکن د عرفاتو مراسم نن سېشنبه (د غبرګولي ۵مه) ترسره کېږي. د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو تر ۱.۵ مېليونه ډېر حاجیان به نن د عرفات په میدان کې د حج خطبه واوري.
