• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د خوست د صبریو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له کلونو راهیسې له بې‌پامۍ او محرومیت سره مخ دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۲۶ GMT+۱

د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ابادخاني کلي اوسېدونکي شکایت کوي چې نه د پخواني جمهوري نظام پر مهال او نه هم د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی سیمې ته لازمه پاملرنه شوې ده. د سیمې خلک وایي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

د سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي پیغام کې ویلي، د کلي سړکونه ډېر خراب او کنډو کپر دي، پلچکونه او د تګ راتګ مناسبې لارې نه لري، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

دوی زیاتوي چې د سیمې ښوونځي هم د اساسي اسانتیاوو له نشتوالي سره مخ دي؛ نه تشنابونه لري او نه هم چهاردیوالي، چې د زده‌کوونکو لپاره یې مناسب تعلیمي چاپېریال له ستونزو سره مخ کړی دی.

د ابادخاني اوسېدونکي وایي، د حفظ الصحې د امکاناتو د نشتوالي له امله زده‌کوونکي او د سیمې خلک له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کېږي. د دوی په خبره، کله اسهالات او کله نورې ساري ناروغۍ خپرېږي، خو په سیمه‌ییز کلینیک کې د درملو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت موجود دی.

بل لور ته، خلک شکایت کوي چې مخابراتي شبکې سم فعالیت نه لري او د اړیکو له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د سیمې اوسېدونکي همداراز د کونډو، یتیمانو او بېوزلو کورنیو لپاره د پرمختیايي او حرفوي پروګرامونو غوښتنه کوي، څو وکولای شي د خپل ژوند اقتصادي وضعیت ښه کړي.

د ابادخاني کلي اوسېدونکو له طالب چارواکو او اړوندو ادارو غوښتي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د خلکو د اساسي اړتیاوو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دا د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ د ابادخاني کلي اوسېدونکو روایت دی. افغانستان انټرنشنل- پښتو یوازې ددوی غږ رسوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د البیروني پوهنتون زده‌کړیالان: له پنځو میاشتو راهیسې مو د بدل اعاشې پیسې نه‌دي ترلاسه کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۴ GMT+۱

د البیروني پوهنتون یوشمېر زده‌کړیالانو افغانستان انټرنشنل ته په لېږلو پیغامونو کې ویلي، چې طالبانو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې د «بدل اعاشې» پیسې نه‌دي ورکړي. د دوی په وینا؛ ډېری زده‌کړیالان له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دي.

دوی زیاتوي، هغه زده‌کړیالان چې له لرو پرتو ولایتونو او سیمو راځي او په دولتي لیلیه کې نه اوسېږي؛ اړ دي چې د همدې «بدل اعاشې» په پیسو له پوهنتون بهر د استوګنې ځای برابر کړي.
دغه زده‌کړیالان وایي، چې د دوی د ورځني ژوند لګښتونه هم له همدې پیسو تامینېږي؛ خو تراوسه دغه پیسې نه‌دي ورکړل شوې. تر دې وړاندې د تخار پوهنتون یوشمېر زده‌کړیالانو هم له ورته ستونزې شکایت کړی و.
هغوی ویلي وو، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د «بدل اعاشې» پیسې نه‌دي ترلاسه کړې او له همدې امله د کور کرایې او د خوړو برابرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

ویل کېږي، د بدل اعاشې د ورکړې ځنډ د دې لامل شوی چې ځینې زده‌کړیالان، په ځانګړي ډول د تخار او بدخشان ولایتونو زده‌کړیالان خپلې زده‌کړې پرېږدي او د ژوند د لګښتونو برابرولو لپاره یې د سرو زرو په کانونو کې سخت کار ته مخه کړې.

یوشمېر خلک وایي، چې طالبان د حکومتي بودجې له لارې د خدمتونو او اسانتیاوو په برابرولو کې پاتې راغلي دي.

یو افغان: افغان ناروغان د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره د ۲زره ډالرو د ورکړې وس نه‌لري

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۱

یو کس افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې لیکلي، د پاکستان د بېړنۍ ویزې بیه ۲زره ډالرو ته رسېدلې چې د ډېرو تر توان لوړه خبره ده. نوموړي په دغه پیغام کې دا یوه جدي ستونزه یاده کړې او د یادې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي په دغه لېږلي پیغام کې لیکلي: «د پاکستان د عادي ویزې رسمي بیه ۸.۱۸ ډالره ده؛ خو ناروغانو ته دغه ویزه هېڅکله په همدې بیه نه ورکول کېږي. که څوک وغواړي په بېړني ډول ویزه ترلاسه کړي؛ نو تر ۲زره ډالرو پورې پیسې ترې اخیستل کېږي».

دغه کس ټینګار کړی، چې یاده موضوع باید تر حکومتونو او نړۍوالۍ ټولنې ورسېږي؛ تر څو د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه واخیستل شي. هغه کاږلي: «ما څو ځلې لیدلي، چې خپلوان او دوستان مې د سرطان په ناروغۍ اخته دي او د درملنې وس نه‌لري. نو بیا به دومره زیاتې پیسې د ویزې لپاره له کومه کړي؟»

تر دې وړاندې د تېر جمهوري نظام پرمهال افغان ناروغان پر ټوکنونو پاکستان ته د درملنې لپاره تلل؛ خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا له امله اوس ان د ویزو د ورکړې لړۍ له خنډونو سره مخ شوې ده.

د پخواني ډګروال فریاد: د طالبانو محکمې د افغان بې‌وزله ولس د سرګردانۍ ځایونه دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۴ GMT+۱

د محمد سرور خوشحال په نوم د افغان پوځ تقاعد شوی ډګروال وايي، طالبان یې له پنځه کلن ځند وروسته حق نه‌ورکوي او دامهال یې د پور، درملنې او کورنۍ هیلې له‌منځه تللې دي. نوموړي ویلي، چې په پرله‌پسې توګه د طالبانو ادارو ته د حق غوښتنې لپاره ورغلی؛ خو هغه ته یې حق نه ورکول کېږي.

دغه تقاعد شوی پوځي‌ وايي، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې ۴کاله د تقاعد امتیاز اخیستی او دامهال د طالبانو په محکمه کې د پېغور په ډول ورته ویل کېږي، چې «تاسو د اشرف غني په حکومت» کې ډېرې پیسې اخیستې او خپل بشپړ حق نه ورکول کېږي.

نوموړی وايي، چې د غږ پورته کولو او د طالبانو د مشر له‌خوا متقاعدینو ته د حق ورکولو لپاره د ځانګړې محکمې له جوړېدو سره، سره بیا هم خپل حق نه ورکول کېږي. هغه زیاتوي، چې د تقاعد د ترلاسه کولو لپاره یې ټوله پروسه مخ ته وړې او په محکمه کې ورته شوي: «قاضي وویل له کڼو سره مې سرو کار دی، قاضي به ۲۲ یا ۲۶ کلن وو. ما ورته وویل، چې سړی زوړ شي په غوږو دروند شي ويې خندل، استعلام مې د تقاعد اړوند له اتو شعبو نه یو ساعت کې خلاص کړ؛ بېرته چې د قاضي شعبې ته لاړم ګورم، چې پخوانی قاضي نه‌شته او یو (۲۰_۲۴) کس د قاضي په څوکۍ ناست وو؛ هغه هم قاضي و. اسناد مې ورکړل ویې کتل راته یې وویل، چې ستا حق ۴۲زره او ۸۰۰ کېږي او تا له هغې ډېرې اخیستې، د اشرف غني وخت کې یې هرکال تقاعد ورکاوه؛ اوس هغسې نه‌ده».

دغه تقاعد شوی پوځي وايي، هیله یې لرله چې د تقاعد په پېسو به پورونه ادا، درملنه ترسره او د کورنۍ نیمګړې هیلې پوره کړي چې اوس‌مهال نهیلې شوی دی. نوموړي د طالبانو پر حکومت له نیوکې سره زیاته کړې: «بیا هم طالبانو ذلت، بې‌وزلي، احتیاجي زما په برخه کړل. د طالبانو محکمې د افغان بې‌وزله ولس د سرګردانۍ ځایونه دي، خلکو ته ستونزې پیدا کوي».

هغه دا هم ویلي: «د طالبانو زور یوازې په ښځو، متقاعدینو، ملکي او پوځي مسلکي کادرونو رسېږي». نوموړي پر فېسبوک پاڼه د خپلو اسنادو شریکولو سره لیکلي: «یا د پخواني دولت په اندازه تقاعد راکړي، یا مې دې د څرخي پله زندان ته واچوي او یا مې دې مړ کړي، بې‌کفنه بې جنازې مې دې په کوم ځای کې خښ کړي چې کورنۍ مې د تجهیز او تکفین وس نه‌لري».

افغان کارګر: په متحده عربي امارات کې د اقامې او وېزو د تمدېد له سختو ستونزو سره مخ یو

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۰ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې مېشت یو شمېر افغان مساپر او کارګرو ویلي، چې په یاد هېواد کې د ویزو او اقامې د تمدېدو او بدلون له جدي او قانوني ستونزو سره مخ دي.

د یادو مساپرو په وینا، هغه کسان چې خپله ویزه له یوه ځایه لغوه یا «کنسل» کړي، کله چې په بل ځای کې د نوې ویزې یا اقامې لپاره غوښتنه وکړي، بېرته یې غوښتنلیک ردېږي.

په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغان مسافر وایي، د یاد هېواد ادارې ترې غواړي چې د طالبانو اړوند قونسلګرۍ یا سفارت ته مراجعه وکړي، هلته ځان ثبت کړي او بیا له افغانستان څخه خپل اسناد او معلومات ترلاسه کړي.

دوی زیاتوي چې د قونسلګرۍ د ثبت بهیر ډېر وخت نیسي او کله ناکله یوه میاشت دوام کوي ترڅو اړوند اسناد له افغانستان نه راورسېږي. د دوی په خبره، په همدې موده کې پر هغو کسانو چې ویزې یې پای ته رسېدلې وي، هره ورځ ۵۰ درهمه جریمه لګېږي.

ځینې افغان کارګر وایي چې میاشتنی عاید یې یوازې ۹۰۰ یا ۱۰۰۰ درهمه دی او د ورځني ژوند لګښتونه هم په سختۍ پوره کوي، خو د ویزو جریمې او قانوني ستونزې یې اقتصادي فشارونه نور هم زیات کړي دي.

دغه افغان مسافرو له طالبانو غوښتي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او په متحده عربي اماراتو کې د افغانانو د اقامې او وېزو د ستونزو د حل لپاره له اماراتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا په متحده عربي اماراتو کې د یو شمېر مساپرو روایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو دا په خپلواکه توګه نشي تاییدوی.

د طالبانو توپیري چلند؛ د کابل ښار په ځینو رستورانتونو کې ښځې له تصویر اخیستلو منع شوې دي

۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۲ می ۲۰۲۶، ۰۵:۵۳ GMT+۱

یوې کابل مېشتې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د پلازمېنې په ځینو رستورانتونو کې ښځې او نجونې له تصویر اخیستلو منع شوې دي؛ په داسې حال کې چې د نارینه‌و لپاره کومه ستونزه نه‌شته.

هغې ویلي، څو ورځې وړاندې له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار د شهرنو سیمې یوه رستورانت ته د ډوډۍ خوړلو لپاره تللې وه؛ خو د رستورانت له ننوتلو سره سم ورته ویل شوي، چې تصویر نه‌شي اخیستی.

د نوموړې په خبره؛ د رستورانت په هغه ځانګړي ځای کې چې پخوا به خلکو تصویرونه کاږل، دوی ته ویل شوي، چې ښځې د تصویر اخیستلو اجازه نه‌لري. هغې زیاته کړه، چې یوازې څو دقیقې وروسته څو نارینه راغلل او په هماغه ځای کې یې په ازاد ډول تصویرونه واخیستل.

نوموړې وایي، کله چې یې د رستورانت له یوه کارکوونکي د دغه توپیر پوښتنه وکړه؛ نو هغه ورته وویل چې دغه محدودیت یوازې د ښځو لپاره دی. د هغې په خبره؛ حتی د رستورانت په تشناب کې هم لیکل شوي و، چې د تصویر اخیستلو اجازه نه‌شته او دغه محدودیتونه یوازې پر ښځو عملي کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یادې ډلې پر ښځو ګڼ شمېر محدودیتونه لګولي دي. ښځې او نجونې نه یوازې له زده‌کړو او کار کولو بې‌برخې دي؛ بلکې په ګڼو تفریحي ځایونو، پارکونو او عامه ځایونو کې هم له محدودیتونو سره مخ دي.