• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اختر په مناسبت؛ طالبانو د ننګرهار له زندانه ۲۳ بندیان خوشې کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یادې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ۲۳ تنه بندیان له زندانه خوشې شوي دي.

د یاد دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د زندانونو چارو د سمون رییس سهیل سعید په حواله راغلي، چې دوی په زندانونو کې د بندیانو لپاره د حرفوي او اصلاحي روزنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له خوشې شویو بندیانو ژمنه اخیستل شوې، چې له دې وروسته به له هر ډول جرم او ناقانونه کړنو ډډه کوي او په ټولنه کې به رغنده رول لوبوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي و، چې د یادې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ یې د لوی اختر په مناسبت د کابل، بلخ او غزني له زندانونو ۲۴۹ بندیان خوشې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د طالبانو په زندانونو کې د ښځو، خبریالانو او بهرنیو وګړو په ګډون زرګونه کسان بندیان دي او د بند شپې او ورځې تېروي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

برېتانوي چارواکی: د طالبانو له لوري د ماشومانو د ‌ودونو قانوني کول «وېرونکې» موضوع ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او شمالي افریقا مرستیال نیکلاس فالکونر ویلي چې د طالبانو د نوو قوانینو په اړه راپورونه چې په کې د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکړل شوې، هغه «ډېر سخت وېرولي» دي

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» ته په اشارې ویلي چې «د ماشومانو ودونه تل او په هر ځای کې د بشري اساسي حقونو ښکاره سرغړونه ده».

فالکونر ټینګار کړی چې نجونې باید خوندي وساتل شي، نه دا چې د تاوتریخوالي او زیان منلو ته اړ کړل شي.

دا اصولنامه چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا توشیح شوې، تازه د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري خپره شوې ده. په دې سند کې د ماشومانو د ‌ودونو موضوع په ضمني ډول منل شوې او د طلاق په حق کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ توپیرونه هم شامل دي.

د دې اصولنامې خپرېدو د بشري حقونو او ښځو د حقونو د فعالانو او نړیوالو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې دغه اصولنامه په قانوني او عملي توګه د ښځو پر وړاندې تبعیض نور هم بنسټیز کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

خو طالبان وایي چې دا اصولنامه د اسلامي شریعت پر بنسټ چمتو شوې او پر نړیوالو نیوکو ارزښت نه ورکوي.

طالبان د رسنیو استازو ته؛ د هبت‌الله فرمانونه باید په خپرونو کې په پام کې ونیسئ

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د هبت‌الله زرګونه چاپ شوي پیغامونه یې ملکي او نظامي ادارو او خلکو ته وېشلي او سیمه‌ییزو رسنیو او خبریالانو ته یې سپارښتنه کړې چې د طالبانو د مشر فرمانونه په خپرونو کې په پام کې ونیسي او له هغو مطالبو ډډه وکړي چې «ټولنه بېلارې کوي».

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رسنیو مسوولانو او خبریالانو هم ژمنه کړې چې د هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو او پیغامونو په تړاو به معلوماتي پروګرامونه چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو پراخ محدودیتونه لګېدلي او د دغو محدودیتونو د سرغړونې په تور یو شمېر خبریالان زنداني شوي او ځینې یې شپې په زندانونو کې تېرې کړې دي.

بل لور ته د طالبانو د مشر د اختر پیغام کې راغلي چې دوی د اسلامي شریعت د اصولو پر بنسټ له نړۍ سره سیاسي او اقتصادي تعامل ته چمتو دي او ادعا یې کړې چې په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

په دغه پیغام کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي او هېڅوک نشي کولی پر بل چا ظلم او تېری وکړي.

خو په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسلوالو او غلو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې ګڼ کسان وژل شوي دي. ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبان په ځینو دغو پېښو کې ښکېل دي او نیول شوي کسان له محاکمې پرته بېرته خوشې کېږي.

پاکستانۍ سناتوره: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د سنا مجلس غړې شیري رحمان د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د منتقدانو له ډلې سره یوځای شوې او د ماشومانو د ودونو قانوني کولو هڅه یې «په بشپړ ډول ټکان ورکوونکې» بللې ده. هغې زیاته کړې، د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

نوموړې د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۴مه، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال همیش فالکونر د څرګندونو له بیا خپرولو سره د طالبانو د یادې اصولنامې په اړه غبرګون ښودلی دی.

فالکونر ویلي چې دغه اصولنامه «حیرانوونکې» ده او ټینګار یې کړی چې د ماشومانو ودونه هر ځای او هر وخت د بشري بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي. د هغه په وینا، د نجونو د جبري ودونو پر ځای باید د هغوی ملاتړ او ساتنه وشي.

د طالبانو عدلیې وزارت د غويي په ۲۴مه اعلان کړی و چې د طالبانو مشر د «زوجینو د تفریق اصولنامه» توشیح کړې او وروسته په رسمي جریده کې هم خپره شوې ده.

دغه اصولنامه ۳۱مادې لري چې پکې د نکاح د فسخ شرایط، د ماشومانو د ودونو موضوع او د حضانت اړوند احکام شامل دي.

د طالبانو دا نوې اصولنامه د نړۍ د سیاستوالو او نړیوالو بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده. تر دې وړاندې د بریتانیا د پارلمان مسلمانه غړې میرال حسین ویلي وو چې د طالبانو دغه اصولنامه په اصل کې «د ماشومانو پر وړاندې د تېري قانون» دی.

د بشري حقونو نږدې ۱۰۰بنسټونو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې دغه سند د افغانستان د نیمایي ټولنې اساسي حقونه له پامه غورځولي او د ماشومانو ودونو ته مشروعیت ورکوي. دغو بنسټونو د دې اصولنامې د «بشپړ، بېړني او بې‌قیدوشرط لغوه کېدو» غوښتنه کړې ده.

بل لور ته طالبان دغه اصولنامه شرعي او اسلامي بولي او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلي وو چې د بشري حقونو له لوري نیوکې د دوی لپاره نوې نه دي او ارزښت نه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان: سېلابونو په افغانستان کې زرګونه کورنۍ له نوو ستونزو سره مخ کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۱

د کډوالۍ نړیوال سازمان (اې او ایم) اعلان کړی، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د سېلابونو له امله څه باندې ۱۰زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۴مه، په خپل راپور کې ویلي چې په ځانګړي ډول د بغلان ولایت وروستیو سېلابونو پراخ زیانونه اړولي او ګڼې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

د راپور له مخې، ډېری زیانمنې شوې کورنۍ لا هم د پخوانیو طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له اغېزو نه وې رغېدلې، خو وروستیو سېلابونو یې وضعیت نور هم خراب کړی او نوې ننګونې یې رامنځته کړې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د دوی ډلې له همکارو بنسټونو سره په ګډه اغېزمنو سیمو ته استول شوې دي، څو د خلکو بېړنۍ اړتیاوې وارزوي او د مرستو رسولو بهیر همغږی کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې په بلخ او بغلان ولایتونو کې د سېلاب‌ځپلو کورنیو لپاره د مرستو او ملاتړ هڅې لا هم دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې ویلي وو، د هېواد په ۱۷ولایتونو کې د وروستیو ناڅاپي سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۸کسان مړه شوي دي.

افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو او پرله‌پسې طبیعي پېښو له امله له سختو بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ شوی، او مرستندویه بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ورته پېښو دوام به د زیانمنو کورنیو اړتیاوې لا زیاتې کړي.

طالبانو او اغاخان بنسټ د ۳۱،۳ میلیون ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه لاسلیک کړې

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۶ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې، له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې او د اغاخان بنسټ د ۳۱،۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت، تفاهم‌نامه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې په ۱۱ ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د بېړنیو حالاتو مدیریت او د ټولنې د ظرفیت لوړولو پراخ پروګرامونه پلي شي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د اغاخان بنسټ له اجراییوي رییس ډاکټر نجم‌الدین نجم او د یاد بنسټ له نورو لوړپوړو استازو سره وکتل او دغه تفاهم‌نامه یې لاسلیک کړه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي، د زیان‌ د کمولو او د بېړنیو حالاتو د مدیریت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د اغاخان بنسټ استازو ویلي چې دوی د پېښو پر مهال د چټک غبرګون، د زیان‌منو ټولنو د ملاتړ او د همغږۍ پیاوړتیا ته ژمن دي .

د تفاهم‌نامې له مخې به د اغاخان بنسټ اړوند پروګرامونه د ۱۱ ولایتونو په ۸۰ ولسوالیو کې پلي کېږي، چې کابل، پروان، میدان وردګ، غزني، لوګر، هرات، کندز، تخار، بدخشان، کونړ او نورستان پکې شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، یادې پروژې د ټولنې د ګډون له لارې د پېښو د مدیریت، د خطر ارزونې، د چټک غبرګون ټیمونو جوړولو، د عامه پوهاوي لوړولو، روزنیزو پروګرامونو، د اوبو د حوزو مدیریت، د طبیعت پر بنسټ حل‌لارو او د بېړنیو حالاتو لپاره د چمتووالي په برخو کې فعالیتونه رانغاړي.