• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۷:۱۰ GMT+۱

مخکیني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري. اشرف غني ویلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د خبرو مخه نیول شوې وه.

اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې، چې د هغه د ټولنیزو رسنیو له اکاونټونو خپور شوی، ویلي، چې د عرفې او اختر په را رسېدو یې یوځل بیا د خبرو فرصت موندلی دی.

هغه پر افغانستان د پاکستان وروستیو بریدونو ته اشاره کړې او وايي، چې اسلام اباد دې افغانستان ته د اقبال لاهوري له نظره وګوري.

اقبال لاهوري افغانستان د اسیا زړه بللی، چې په نارامېدو سره یې ټوله اسیا نارامه کېدای شي.

اشرف غني په سیمه کې روان وضعیت بې‌ساری بدلون بللی او ټینګار یې کړی، چې په دغسې وضعیت کې بې‌تفاوته پاتې کېدل په دې معنا دي چې د افغانانو پرځای به نور خلک پرېکړې کوي.

هغه په دې شرایطو کې د سیمه‌ییزې همکارۍ اړتیا تر پخوا ډېره اړینه ګڼلې او وايي،اقتصاد محوره سیاست د افغانانو د ټولو ملي ظرفیتونو همغږي غواړي.

اشرف غني د طالبانو واکمنۍ ته په اشاره ویلي، « نړۍ نږدې پنځه کاله انتظار وکړ چې وویني په افغانستان کې څه بدلون راځي، خو دا له نا امیدۍ سره مل انتظار د پای ته رسېدو په حال کې دی».

هغه زیاته کړې، « زموږ هېواد بې‌سارې توګه منزوي شوی او نږدې ټول لوري افغانستان نور د یو ګاونډي په توګه نه، بلکې د امنیتي ګواښ په سترګه ویني». هغه پاکستان ته هم اشاره کړې، چې پخوا یې د طالبانو ملاتړ کاوه، خو اوس په ښکاره وايي چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي.

مخکیني ولسمشر دا د مشروعیت د بحران پایله بللې، چې دده په وینا، ده یې په اړه له وړاندې خبرداری ور کړی و.

هغه د طالبانو له نوم یادونې پرته ویلي، هغه کسان چې د خپل ملت له نبضه خبر نه وي، هېڅکله د ملت ریښتینی استازي کېدای نه شي.

په داسې حال کې، چې طالبانو لا هم د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بند ساتلي، اشرف غني دا مساله د طالبانو د فرعي مسالې د تعریف برعکس اصلي مساله ګڼي او ټینګار کوي، چې «هېڅ ملت په یوه پښه مزل نه شي کولای».

مخکیني ولسمشر د ملي ګټو په اړه ویلي، چې دغه ګټې باید د یوې ملي ارادې پر بنسټ تعریف شي او تل باید د ملت د یووالي په خدمت کې وي.

هغه زیاته کړې، « د یوې شبکې ګټې یا د یوې تړلې کړۍ شخصي لاسته راوړنې د ملت له ګټو سره په مستقیم تضاد کې دي».

هغه ددغه تضاد پر له منځه وړو ټینګار کړی دی.

اشرف غني د خپل پیغام په بله برخه کې د طالبانو پنځه کلنه دوره تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي، چې د انتخاب په اړه د خبرو وخت تېر شوی دی او اوس د انتخاب وخت دی او ملت باید د خپل راتلونکي لاره وټاکي. خو له دې ټولو سره سره هغه د جګړې مخالفت کړی او وايي، « هېڅ هدف او هېڅ نارضایتي د دې توجیه نه شي کېدای چې افغان د افغان په لاس ووژل شي. دا دروازه باید تل تړلې پاتې شي».

نوموړي د ملي اجماع په رامنځته کېدو کې د ځان له اړخه رول لوبونې ته تیاری ښودلی دی.

اشرف غني دغه راز په خپل پیغام کې، چې په پښتو، دري او ازبکي ژبو خپور شوی، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ولسونو وضعیت هم یاد کړی او ویلي یې دي، چې « په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې زموږ خویندې او وروڼه ورته درد زغمي چې هغه هم زموږ خپل درد دی».

دا له شاوخوا شپږ میاشتې ځنډ وروسته لومړی ځل دی، چې مخکینی ولسمشر د افغانستان او سیمې د وضعیت په تړاو خپل نظر څرګندوي.

تراوسه دا روښانه نه ده، چې اشرف غني لاهم په متحده عرب اماراتو کې اوسیږي او که له دغه هېواده وتلی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۶ GMT+۱

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري د لوی اختر په مناسبت په یوه ویډیویي پیغام کې خپله پوځي رتبه پر اوږوه سرچپه ټومبلې. نوموړي پر ټولنیزو رسنیو د خلکو له نیوکو وروسته بله ویډیو ثبت کړه او دا ځل یې نښانونه سم ټومبلي وو.

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندان عبدالبصیر مظهري د لوی اختر په مناسبت یو پیغام خپور کړی، خو په پیغام کې یې پر خپله اوږه د پاسوال نظامي رتبه سرچپه ټومبلې وه، چې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو لپاره د طنز موضوع وګرځېده.

له دې تېروتنې وروسته، هغه یوه نوی ویډیو ثبت کړه او دا ځل یې رتبه سمه ټومبلې وه.

طالبان په نظامي برخه کې د نومونو په بدلولو د پخواني حکومت نښانونهکاروي.

د نظامي اصولو له مخې، د حکومت ستر نښان باید په اوږه کې پورته ځای پر ځای شي او نور ستوري د ترتیب له مخې د غاړې لوري ته وي.

پخواني انځورونه ښيي چې نوموړي له دې وړاندې پر اوږه نظامي رتبه سمه ټومبلې.

ځینې کاروونکو دا تېروتنه د طالبانو د پولیسو او پوځ په لیکو کې د «بې‌نظمۍ» نښه بللې ده.

په سویس کې پولیسو درې هغه ځوانان نیولي چې یو ۲۱ کلن افغان ځوان یې په سر وهلی و

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د سویس د زوریخ ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ په ګلاټ بروګ سیمه کې درې هغه کسان نیولي ، چې شک کېږي په زوریخ کې یې یو ۲۱ کلن افغان ځوان سخت وهلی دی. نیول شوي کسان چې یو ۲۰ کلن او دوه ۲۱ کلن دي، سویسي وګړي دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د مې پر۲۴مه سهار وختي د زوریخ ښار په مرکز شیفه کې شوې او یو ۲۱ کلن افغان ځوان تر یوې لانجې وروسته وهل شوی او سر یې څو ځایه ټپي شوی دی.

نیول شوي کسان چې یو ۲۰ کلن او دوه ۲۱ کلن دي، سویسي وګړي دي.

د زوریخ ښار پولیسو لومړنۍ څېړنې کړې او وروسته یې قضیه د کانتون پولیسو او د زوریخ د لومړۍ څارنوالۍ سره په ګډه تعقیب کړې، چې په پایله کې یې شکمن کسان نیول شوي دي.

پولیس وايي د پېښې دقیق څرنګوالی لا هم تر څېړنې لاندې دی او نیول شوي کسان د سخت تاوتریخوالي د جرمونو څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

جرمني ته د تللیو افغانانو له ډلې ۲۲۲ تنه بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

له ۲۰۲۳ کال نه تر دې دمه له جرمني نه۲۲۲ افغانان د دولتي مالي مرستې په مټ بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه کسان د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته تللي وو، خو د جرمني دې لېنکه ګوند دا ډول ستنونې د افغان پناه غوښتونکو ژوند ته ګواښناکې بولي.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته له شاوخوا ۴۰ زرو تللیو افغانانو څخه یوازې ۲۲۲ تنه د مالي مرستو په بدل کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د جرمني حکومت د پارلمان د کیڼ ګوند (Die Linke) د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې یوازې ۲۲۲ کسان د جرمني د دولتي مالي ملاتړ په مټ افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه ۸تنو بل هېواد ته د تګ لپاره مالي مرسته ترلاسه کړې ده.

د هغو اسنادو له مخې چې میګزین رسنۍ ته رسېدلي، د غوښتونکو لوی اکثریت نارینه دي خو په ځینو مواردو کې ښځې او کم‌عمره ماشومان هم د مالي مرستې په بدل کې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په همدې موده کې ۱۳۸ کسان افغانستان ته شړل شوي دي. دا کسان ټول نارینه وو او د جرمونو په تور محکوم شوي وو.

له ۲۰۲۵ کال راهیسې د جرمني فدرالي او ایالتي حکومتونو د ګډ پروګرام له لارې افغانستان ته د اختیاري ستنېدو ملاتړ بیا پیل شوی دی. له هغه وخت راهیسې ۸۸ ستنېدنې د همدې پروګرام له لارې تمویل شوې دي. په مخکې کلونو کې هم د سفر د لګښتونو د جزوي تمویل امکان موجود و.

له ۲۰۲۵ کال راهیسې د جرمني دولت سوریې ته هم د خپلخوښې ستنېدا ملاتړ کړی دی.

د جرمني د کډوالۍ فدرالي ادارې (BAMF) د معلوماتو له مخې، تر فبروري میاشتې پورې شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو له دې پروګرامه ګټه اخیستې ده. دا مرسته د سفر لګښتونو، د ژوند بیا پیل لپاره مالي ملاتړ او په ځینو مواردو کې د طبي لګښتونو پوښښ هم لري.

د دې لېنکه ګوند د کډوالۍ چارو سیاستواله کلارا بیونګر پر دغو پروګرامونو نیوکه کوي او وایي چې «خپلخوښې ستنېدنه» ډېر وخت تر جدي فشار لاندې ترسره کېږي.

هغې ویلي، « ډېر وخت د اختیاري ستنېدو خبره کېږي، خو په حقیقت کې د مالي مرستې له لارې ستنېدنې اکثره تر فشار لاندې وي».

هغې زیاته کړې چې دا مرستې په داسې هېواد کې د باثباته ژوند لپاره کافي نه دي، چې اقتصاد یې خراب دی او له ۱۷ میلیونو څخه زیات خلک پکې د لوږې له جدي خطر سره مخ دي.

طالبانو په هلمند کې له پاکستان نه د ۱۲۷۶ کارتنه قاچاقي درملو د نیولو خبر ور کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱

طالبان وايي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یې ۱۲۷۶ کارتنه انساني او ۱۱ کارتنه کرنیز درمل نیولي دي. دغه درمل په څلورو موټرو کې لېږدول کېدل. تېره ورځ هم طالبانو په کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې له پاکستان نه د ۲۲ زره کیلوګرامه قاچاقي درملو د نیولو خبر ور کړی و.

د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن سې شنبه، د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دغه درمل د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې د کشفي معلوماتو پر اساس کشف او ترلاسه شوي دي.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، یو شمېر کسانو په څلورو باروړونکو مازدا موټرو کې ۱۲۷۶ کارتنه انساني درمل او ۱۱ کارتنه کرنیز درمل په غیرقانوني توګه هلمند ته لېږدولي وو.

طالب چارواکو ویلي چې په سیمه کې د دغو درملو د مالکینو د پېژندلو او نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي څو تورن کسان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې د پام وړ ترینګلې شوې دي.

د سرحدي تګلارو، ګمرکي محدودیتونو او د درملو د وارداتو په برخه کې د طالبانو د نویو اقداماتو له امله سوداګریزې لارې تر فشار لاندې راغلې او د درملوقاچاق ډېر شوی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او په بدل کې یې له هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د طبي توکو او درملو لپاره د وارداتي بدیلو لارو د پیاوړتیا هڅې چټکې کړې دي.

د طالبانو د ګمرکونو ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق پر وړاندې عملیات به لا پسې پراخ شي او د هېواد په ټولو لویو لارو کې به د څارنې ټیمونه فعال وساتل شي، څو د غیرقانوني وارداتو مخه ونیول شي.

په تورخم کې بند پاتې موټرچلوونکي د اختر لپاره خپلو کورونو ته تګ غواړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱

پر تورخم د تګ راتګ د محدودیتونو او اداري ستونزو له امله په افغانستان کې بند پاتې له ۱۸۰۰ ډېر پاکستاني موټرچلوونکي وايي، طالبان د تګ اجازه ور کوي، خو د پاکستان له لوري د «کلیرنس» نه ترلاسه کېدو له امله نه شي کولای له تورخم واوړي.

دغه موټرچلوونکي وایي، که څه هم طالب چارواکي دوی ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکوي، خو د پاکستان له لوري د «کلیرنس» نه ترلاسه کېدو له امله نه شي کولای له تورخم واوړي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

دغه موټرچلوونکي زیاتوي چې د اوږدې مودې بند پاتې کېدو له امله له سختو اقتصادي، رواني او کورنیو ستونزو سره مخ شوي دي. دوی زیاتوي چې لوی اختر رانږدې دی، خو لا هم نه پوهېږي چې خپلو کورنیو ته به ورشي او له هغوی سره به دغه خوښي ونمانځي او که نه.

د دغو موټرچلوونکو په وینا، په کورونو کې یې د قربانۍ، خوراکي توکو او نورو ورځنیو لګښتونو لپاره بل سرپرست نشته او کورنۍ یې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

یو موټرچلوونکي وویل: «موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې حل کړي. دلته په تکلیف کې پاتې یو، نه کار شته او نه د تګ اجازه. یوازې غواړو خپلو کورونو ته ولاړ شو».

موټرچلوونکو له پاکستاني حکومت او طالب چارواکو غوښتي چې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره عاجل او عملي میکانیزم جوړ کړي، څو تر اختر مخکې خپلو کورونو ته ورسېږي.

تورخم سوداګریزه لاره له تېرو اتو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې او دواړو خواوو ته مسافر، موټرچلوونکي او افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.