د ښار په بېلابېلو بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د تېرو کلونو پرتله خورا کمه ده. هټۍوال شکایت کوي، چې د اختر موسم دی؛ خو خرڅلاو نږدې په ټپه ولاړ دی. خلک یوازې د لومړنیو خوړو پر برابرولو فکر کوي او د جامو، مېوو او نورو اختریزو توکو پېرل یې له وسه وتلي دي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی ګلاب وایي: «پخوا به مو د اختر لپاره ماشومانو ته جامې، مېوه او نور توکې اخیستل؛ خو اوس د اوړو او غوړیو په پیدا کولو حیران یو، داسې اخترونه مو هیڅکله نهوو لیدلي».
د کندهار په شاه بازار کې د اختر د تیاریو لپاره د خلکو ګڼهګوڼهکندهار کې خلک د اختر لپاره په تیاریو بوخت دي، ګڼهګوڼه زیاته خو اقتصاد کمزوری او د اختر سودا تر پخوا کمرنګه شوې ده.
د کندهار چهارسو هټۍوال د سړک پر غاړه وچه مېوه پلوريد کندهار ښار په شاهبازار کې د سړک پر غاړه د کلچو یو پلورونکیبل تن چې د ښار په یوه بازار کې هټۍ لري وایي: «هر کال به په همدې ورځو کې بازارونه له خلکو ډک وو؛ خو اوس خلک یوازې قیمتونه پوښتي او بېرته ځي، د خلکو جېبونه خالي دي کارونه نهشته».
د وچې مېوې پلورنکي د کندهار ډېری اوسېدونکي د بېروزګارۍ زیاتوالی د اوسني وضعیت اصلي لامل بولي.
دوه ځوانان د اختر د قربانیو لپاره چړې پلوريد کندهار هرات بازار؛ ځوانانو د سړک پر غاړه د پلور لپاره ترموزونه اېښيد خلکو په خبره؛ د کار د نشتوالي کچه دومره پراخه شوې، چې ګڼې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د کور وسایل پلوري. یو ځوان چې له څو میاشتو راهیسې بېروزګاره دی وایي: «د بېکارۍ په خاطر مجبور شوی یم، چې د کور ځینې شیان خرڅ کړم؛ خو اوس هغه هم څوک نه رانیسي. خلک پیسې نهلري، کارونه نهشته په خپل نس پورې حیران دي».
د بېوزلۍ یو ښکاره انځور؛ یو سپین ږېری په لاس ګاډي کې د کور توکي پلوريد دوامداره اقتصادي رکود، د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو د پېرلو د توان کمېدو له امله د اختر دودیزو بازارونو خپل پخوانی شور او ځوږ له لاسه ورکړی دی. د دوی په خبره؛ که د خلکو اقتصادي وضعیت ته جدي پام ونه شي، نو د ټولنې رواني او ټولنیزې ستونزې به نورې هم زیاتې شي.
د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او طالب امنیتي کسان په تالاشیو بوخت ديښځې هم شکایت کوي، چې د کورنیو اقتصادي ستونزو د اختر هر ډول چمتووالی اغېزمن کړی دی. د کندهار اوسېدونکي له مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د بېوزله کورنیو لاسنیوی وکړي، د کار زمینه برابره شي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته عملي حل لارې وموندل شي.
د کندهار یوشمېر ښاریان د قربانۍ لپاره د پسونو په پېرلو بوخت دي په کندهار کې د پسونو د پلور ځانګړې سیمهد کندهار ښار؛ طالبان د امنیت ټینګولو پر مهالد خلکو په وینا، اختر د خوښۍ او یووالي پیغام لري؛ خو که لوږه، بېکاري او اقتصادي فشارونه دوام وکړي، نو د اختر نوم به یوازې په کلیز کې پاتې شي او د خوښۍ احساس به ترې ورک شي.
د کندهار شهیدانو چوک