• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران سپاه پاسداران: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ بېړۍ له هُرمز تنګي تېرې شوې

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۲۳ GMT+۱

د ایران سپاه پاسدان سمندري ځواک ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ بېړۍ د دې ځواک له اجازې وروسته د هُرمز له تنګي تېرې شوې دي. د سپاه د سمندري ځواک د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو بېړیو کې نفت‌لېږدوونکې، کانتینر وړونکې او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې.

سپاه پاسداران ویلي، چې د هرمز تنګي «هوښیار کنټرول» په بشپړ ځواک روان دی او خبرداری یې ورکړی چې هر ډول تېري ته به «سخت او پرېکوونکی» ځواب ورکړي.

هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او سوداګریزو لېږدونو له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي او د سیمې د کړکېچونو پر مهال یې امنیت او تګ راتګ تل د نړیوالو پام ځان ته اړوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې دا اصولنامه ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او پر ښځو د لا ډېرو محدودیتونو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دغه اصولنامه په داسې وخت کې خپره شوې چې افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال ته نږدې شوی ده.

د راپور له مخې، که څه هم په دې اصولنامه کې د مېړه او مېرمنې د بېلتون شرایط مشخص شوي، خو ښځې د دې بهیر د بشپړولو لپاره د نارینه‌وو په پرتله له پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.

راپور همداراز وایي چې په دې اصولنامه کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکل شوی؛ هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو په وینا د ماشومانو د ودونو د عادي کېدو ګواښ زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې پخوانیو قوانینو په افغانستان کې د واده لږ تر لږه عمر ټاکلی و او د ماشومانو او جبري ودونه یې جرم ګڼل.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو اصولنامه د ښځو لپاره د بېلتون یا طلاق بهیر نور هم ستونزمن کړی او په ځینو مواردو کې د غوښتنې د ثبت لپاره د ګڼو شاهدانو او پېچلو شرایطو اړتیا رامنځته کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا وضعیت یو ځل بیا د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ حقوقي نابرابري روښانه کوي او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

سلګونه لاسلیکونه؛ کاناډا دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو دوسیې په بېړني ډول مخته یوسي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱

په کاناډا کې ۱۱۹۲ کسانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی، چې په کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتل شوي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشردوستانه او کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسه په بېړنۍ توګه ګړندۍ کړي.

دغه لاسلیک کوونکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د نیول کېدو او په زوره افغانستان ته د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه غوښتنلیک کې پر کاناډا غږ شوی چې د افغانانو د دوسیو د څېړلو پر مهال د لنډمهاله خوندیتوب تدابیر پلي کړي ترڅو د هغوی د شړلو مخنیوی وشي. همدارنګه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د کډوالۍ د دوسیو د پروسس ظرفیت لوړ کړل شي ترڅو د پروسې د خطرناکو ځنډونو مخه ونیول شي او له نړیوالو شریکانو او پاکستان سره په ګډه د هغو افغانانو ساتنه وشي چې د کاناډا د پرېکړې په تمه دي.

لاسلیک کوونکي وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. په غوښتنلیک کې راغلي چې هغو افغانانو چې د زده کړو، د ښځو د حقونو او مدني ټولنې ملاتړ کاوه، اوس د خپلو قانوني او سوله ییزو فعالیتونو له امله د ځورونې او تعقیب له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه غوښتنلیک د معلوماتو له مخې، ډېری دغه زیان ګالي کسان او د هغوی کورنۍ پاکستان ته تښتېدلي او کاناډا ته د بشردوستانه او کډوالۍ د لارو د لېږدولو په تمه دي. دوی ټینګار کوي چې کاناډا د بشري حقونو د مدافعانو او د برابري او زده کړو د ملاتړو په ګډون د زیان منونکو افغانانو د خوندیتوب لپاره ژمنه کړې وه او باید اوس پر دغې ژمنې عمل وکړي.

جرمني د روسیې سفیر احضار کړی دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې سفیر یې پر کیېف د مسکو له وروستیو بریدونو او ګواښونو وروسته احضار کړی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیې پر روغتونونو، ښوونځیو او د جرمني اړوند ټلوېزیون پر سټوډیوګانو بریدونه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روسیې پر روغتونونو، ښوونځیو او د جرمني د ټلوېزیون پر سټوډیوګانو بریدونه کړي او هم یې په کیف کې د جرمني سفارت له کارکوونکو غوښتي چې ښار پرېږدي. برلین دغه اقدامات د فشار او ترهې هڅه بللې ده.

دغه وزارت ویلي چې د همدې پېښو له امله یې د روسیې سفیر احضار کړی او هغه ته یې په ډاګه کړې چې جرمني به د روسیې له ګواښونو ونه وېرېږي.

برلین ټینګار کړی چې له اوکراین څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د روسیې د فشار سیاست به د دوی دریځ بدل نه کړي.

هند د چین او پاکستان ګډه اعلامیه کې د جمو او کشمیر په اړه څرګندونې بې‌ځایه وبللې

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۶:۱۵ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزارت د چین او پاکستان ګډه اعلامیه کې د جمو او کشمیر په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې بې‌ځایه څرګندونې بللې. هند د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز اړوند پروژو ته په اشارې ویلي، چې د هغو اقداماتو مخالفت کوي چې د پاکستان «غیرقانوني اشغال» ته مشروعیت ورکوي.

د شهباز شریف د چین د سفر په پای کې په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان چینايي لوري ته د جمو او کشمیر د وضعیت د وروستیو بدلونونو په اړه معلومات ورکړي دي.

چین هم ویلي چې د جمو او کشمیر شخړه یوه تاریخي پاتې مسئله ده او باید د ملګرو ملتونو د منشور، د امنیت شورا د اړوندو پرېکړه‌لیکونو او د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو هوکړو له مخې په سوله‌ییز ډول حل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د سې شنبې په ورځ ویلي، د جمو او کشمیر او لداخ قلمرونه د هند «نه بېلېدونکې او بشپړې برخې» دي او هېڅ بل هېواد د دې سیمو په اړه د نظر څرګندولو حق نه لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «د هند دریځ ثابت او اړوندو لورو ته ښه معلوم دی. د جمو او کشمیر او لداخ قلمرونه پخوا هم، اوس هم او راتلونکې کې به هم د هند نه بېلېدونکې او بشپړې برخې وي. هېڅ بل هېواد د دې موضوع په اړه د نظر څرګندولو قانوني صلاحیت نه لري».

هغه د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېزاړوند پروژو ته په اشارې ویلي، هند د هغو اقداماتو مخالفت کوي چې د پاکستان «غیرقانوني او جبري اشغال» ته مشروعیت ورکوي. د نوموړي په وینا، دا موضوع څو ځله چینايي او پاکستاني چارواکو ته رسول شوې ده.

جیسوال همداراز د چین او پاکستان ترمنځ د «سرحدونو هاخوا د اوبو د سرچینو د همکارۍ» یادونه هم بې‌اساسه بللې او ویلي یې دي چې چین او پاکستان ګډه پوله نه لري.

هند یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ۱۹۶۳ کال د چین او پاکستان سرحدي تړون نه مني او هغه د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ګڼي.

د روسیې د دفاعي صنعت شرکتونو له اوکرایني ډرون الوتکو د ځان ژغورنې لپاره درندې وسلې وغوښتې

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱

روسي شرکتونو له ولادیمیر پوتین سره په یوه ناسته کې ویلي چې دوی چمتو دي د خپلو صنعتي تاسیساتو د دفاع لپاره د درندو وسلو او برېښنايي دفاعي سیستمونو د پېرلو لګښتونه ورکړي، څو د اوکرایني ډرون بریدونو مخه ونیول شي.

د کرملین د رسمي ویب‌پاڼې له مخې، دا غوښتنه د روسیې د لویو صنعتکارانو او سوداګرو د ټولنې مشر الکساندر شوخین کړې ده.

هغه ویلي چې روسي صنعت، په ځانګړي ډول د تېلو تصفیې کارخونې، د تېلو زېرمې، د سرې تولیدي فابریکې او بندرونه، سږ کال د ډرون بریدونو له ډېرېدو سره مخ دي.

شوخین ویلي چې شرکتونه درندو وسلو، الکترونیکي جنګي سیستمونو، لیزري وسایلو او نورو دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

هغه وړاندیز کړی چې خصوصي شرکتونه د دې تجهیزاتو د پېرلو لپاره لګښت ورکولو ته چمتو دي، خو اړتیا ده چې د تمویل لپاره یو روڼ میکانیزم جوړ شي.

شوخین همداراز له پوتین غوښتنه کړې چې د هغو شرکتونو د مالیاتو او نورو دولتي تادیاتو جریمې معاف شي، چې په بریدونو کې زیانمنې شوې دي.