ښوونکي بیا دغه ډول ناوخته اقدامات یوازې د خلکو د غوسې د کنټرول هڅه یادوي. په کندهار کې د طالبانو پوهنې ادارې رسنیز دفتر پر فېسبوک پاڼه په یوې خبرتیا کې ښوونکو ته په خطاب لیکلي: «که ستاسو معاشات تر اوسه نهوي حواله شوي؛ نو مهرباني وکړئ ریاست ته تشریف راوړئ، د پوهنې ریاست او مستوفیت د کنټرول درانه همکاران ستاسو په خدمت کې دي».
په کندهار کې ګڼ شمېر ښوونکي وایي، که څه هم دوی ته د پوهنې ادارې له لوري د حاضرېدو ویل شوي؛ خو عملي امکانات ډېر کم دي، چې د لوی اختر تر رارسېدو مخکې دې تنخواوې ورکړل شي.
د دوی په خبره؛ دغه ډول ناوخته اقدامات یوازې د خلکو د غوسې د کنټرول هڅه ده، نه د ستونزې بنسټیز حل. یو ښوونکی په دې اړه وایي: «موږ ته د اختر په وروستۍ شپه خبر راکول کېږي، چې ریاست ته راشئ خو معاشات په یوه ورځ نه اجرا کېږي. که د حکومت نیت رښتینی وای؛ نو دغه غم به یې له مخکې خوړلی وای دا هسې رشخند دی».
ښوونکي شکایت کوي، چې د تنخواوو دوامداره ځنډ د دوی اقتصادي او رواني ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ داسې مهال چې نور خلک د اختر تیاری نیسي، دوی لاهم د کور د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نهلري.
یو بل ښوونکی وایي: «ماشومان مو د جامو او نورو توکو غوښتنه کوي؛ خو موږ د کور د خوراک لپاره پور اخلو او پور هم اوس څوک نه راکوي. دا زموږ لپاره یوازې اقتصادي ستونزه نه؛ بلکې د عزت او ابرو مسله هم ده».
په خواله رسنیو کې هم ګڼو ښوونکو او فعالانو د پوهنې ریاست پر چلند سختې نیوکې کړې دي. دوی لیکلي، د تنخواوو ستونزه باید مخکې حل شوې وه؛ نه دا چې د اختر په شپه د ښوونکو نوملړونه ترتیب او خلک ریاستونو ته وروغوښتل کېږي.
د راپورونو له مخې؛ په داسې حال کې چې ځینو مدرسو ته د اختر په مناسبت ځانګړې مرستې او نغدې پیسې ورکړل شوې، د دولتي ښوونځیو ډېری ښوونکي لا هم د خپلو عادي تنخواوو په تمه دي؛ خو یو شمېر ته یې تنخواوې حواله شوې دي.
د دوی په باور؛ کله چې د یوې ټولنې ښوونکي له اقتصادي فشار، بېباورۍ او دوامداره ځنډونو سره مخ وي، نو د زدهکړو کیفیت هم اغېزمن کېږي. خلک او ښوونکي له مسوولو ادارو غواړي، چې د تنخواوو ستونزه د موسمي ژمنو او لنډمهاله اقداماتو پرځای په بنسټیز ډول حل کړي.
د دوی په خبره؛ ښوونکي باید د ټولنې د خدمت په بدل کې پر وخت تنخوا ترلاسه کړي، نه دا چې هر اختر د پور، لوږې او انتظار تر سیوري لاندې تېر کړي.