ایران خپل ۶۰ سلنه صادراتي توکي د اسلام کلا له لارې افغانستان ته استوي

د ایران د تایباد د دوغارون د ازادې سوداګریزې صنعتي سیمې عمومي مدیر ویلي چې د ایران ۶۰ سلنه صادراتي توکي افغانستان ته د دوغارون- اسلام کلا له لارې صادریږي.

د ایران د تایباد د دوغارون د ازادې سوداګریزې صنعتي سیمې عمومي مدیر ویلي چې د ایران ۶۰ سلنه صادراتي توکي افغانستان ته د دوغارون- اسلام کلا له لارې صادریږي.
محمدرضا مودودي د سې شنبې په ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې دوغارون د ایران او افغانستان ترمنځ تر ټولو مهمه اقتصادي دروازه ګڼل کېږي او د اړتیا وړ جوړښتونو د برابرېدو په صورت کې به په نږدې راتلونکي کې د ایران، افغانستان، چین، ترکیې او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ یو مهم دهلېز شي.
نوموړي زیاته کړې چې د روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کې د دوغارون له لارې له افغانستان سره د سوداګرۍ حجم ۵۶۶ زره ټنه توکو او شاوخوا ۶۲۰ میلیون ډالرو ارزښت ته رسېدلی دی.

د سویس د زوریخ ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ په ګلاټ بروګ سیمه کې درې هغه کسان نیولي ، چې شک کېږي په زوریخ کې یې یو ۲۱ کلن افغان ځوان سخت وهلی دی. نیول شوي کسان چې یو ۲۰ کلن او دوه ۲۱ کلن دي، سویسي وګړي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د مې پر۲۴مه سهار وختي د زوریخ ښار په مرکز شیفه کې شوې او یو ۲۱ کلن افغان ځوان تر یوې لانجې وروسته وهل شوی او سر یې څو ځایه ټپي شوی دی.
نیول شوي کسان چې یو ۲۰ کلن او دوه ۲۱ کلن دي، سویسي وګړي دي.
د زوریخ ښار پولیسو لومړنۍ څېړنې کړې او وروسته یې قضیه د کانتون پولیسو او د زوریخ د لومړۍ څارنوالۍ سره په ګډه تعقیب کړې، چې په پایله کې یې شکمن کسان نیول شوي دي.
پولیس وايي د پېښې دقیق څرنګوالی لا هم تر څېړنې لاندې دی او نیول شوي کسان د سخت تاوتریخوالي د جرمونو څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.
له ۲۰۲۳ کال نه تر دې دمه له جرمني نه۲۲۲ افغانان د دولتي مالي مرستې په مټ بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه کسان د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته تللي وو، خو د جرمني دې لېنکه ګوند دا ډول ستنونې د افغان پناه غوښتونکو ژوند ته ګواښناکې بولي.
پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته له شاوخوا ۴۰ زرو تللیو افغانانو څخه یوازې ۲۲۲ تنه د مالي مرستو په بدل کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د جرمني حکومت د پارلمان د کیڼ ګوند (Die Linke) د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې یوازې ۲۲۲ کسان د جرمني د دولتي مالي ملاتړ په مټ افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه ۸تنو بل هېواد ته د تګ لپاره مالي مرسته ترلاسه کړې ده.
د هغو اسنادو له مخې چې میګزین رسنۍ ته رسېدلي، د غوښتونکو لوی اکثریت نارینه دي خو په ځینو مواردو کې ښځې او کمعمره ماشومان هم د مالي مرستې په بدل کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په همدې موده کې ۱۳۸ کسان افغانستان ته شړل شوي دي. دا کسان ټول نارینه وو او د جرمونو په تور محکوم شوي وو.
له ۲۰۲۵ کال راهیسې د جرمني فدرالي او ایالتي حکومتونو د ګډ پروګرام له لارې افغانستان ته د اختیاري ستنېدو ملاتړ بیا پیل شوی دی. له هغه وخت راهیسې ۸۸ ستنېدنې د همدې پروګرام له لارې تمویل شوې دي. په مخکې کلونو کې هم د سفر د لګښتونو د جزوي تمویل امکان موجود و.
له ۲۰۲۵ کال راهیسې د جرمني دولت سوریې ته هم د خپلخوښې ستنېدا ملاتړ کړی دی.
د جرمني د کډوالۍ فدرالي ادارې (BAMF) د معلوماتو له مخې، تر فبروري میاشتې پورې شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو له دې پروګرامه ګټه اخیستې ده. دا مرسته د سفر لګښتونو، د ژوند بیا پیل لپاره مالي ملاتړ او په ځینو مواردو کې د طبي لګښتونو پوښښ هم لري.
د دې لېنکه ګوند د کډوالۍ چارو سیاستواله کلارا بیونګر پر دغو پروګرامونو نیوکه کوي او وایي چې «خپلخوښې ستنېدنه» ډېر وخت تر جدي فشار لاندې ترسره کېږي.
هغې ویلي، « ډېر وخت د اختیاري ستنېدو خبره کېږي، خو په حقیقت کې د مالي مرستې له لارې ستنېدنې اکثره تر فشار لاندې وي».
هغې زیاته کړې چې دا مرستې په داسې هېواد کې د باثباته ژوند لپاره کافي نه دي، چې اقتصاد یې خراب دی او له ۱۷ میلیونو څخه زیات خلک پکې د لوږې له جدي خطر سره مخ دي.
طالبان وايي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یې ۱۲۷۶ کارتنه انساني او ۱۱ کارتنه کرنیز درمل نیولي دي. دغه درمل په څلورو موټرو کې لېږدول کېدل. تېره ورځ هم طالبانو په کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې له پاکستان نه د ۲۲ زره کیلوګرامه قاچاقي درملو د نیولو خبر ور کړی و.
د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن سې شنبه، د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دغه درمل د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې د کشفي معلوماتو پر اساس کشف او ترلاسه شوي دي.
د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، یو شمېر کسانو په څلورو باروړونکو مازدا موټرو کې ۱۲۷۶ کارتنه انساني درمل او ۱۱ کارتنه کرنیز درمل په غیرقانوني توګه هلمند ته لېږدولي وو.
طالب چارواکو ویلي چې په سیمه کې د دغو درملو د مالکینو د پېژندلو او نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي څو تورن کسان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې د پام وړ ترینګلې شوې دي.
د سرحدي تګلارو، ګمرکي محدودیتونو او د درملو د وارداتو په برخه کې د طالبانو د نویو اقداماتو له امله سوداګریزې لارې تر فشار لاندې راغلې او د درملوقاچاق ډېر شوی دی.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او په بدل کې یې له هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د طبي توکو او درملو لپاره د وارداتي بدیلو لارو د پیاوړتیا هڅې چټکې کړې دي.
د طالبانو د ګمرکونو ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق پر وړاندې عملیات به لا پسې پراخ شي او د هېواد په ټولو لویو لارو کې به د څارنې ټیمونه فعال وساتل شي، څو د غیرقانوني وارداتو مخه ونیول شي.
پر تورخم د تګ راتګ د محدودیتونو او اداري ستونزو له امله په افغانستان کې بند پاتې له ۱۸۰۰ ډېر پاکستاني موټرچلوونکي وايي، طالبان د تګ اجازه ور کوي، خو د پاکستان له لوري د «کلیرنس» نه ترلاسه کېدو له امله نه شي کولای له تورخم واوړي.
دغه موټرچلوونکي وایي، که څه هم طالب چارواکي دوی ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکوي، خو د پاکستان له لوري د «کلیرنس» نه ترلاسه کېدو له امله نه شي کولای له تورخم واوړي او خپلو کورونو ته ستانه شي.
دغه موټرچلوونکي زیاتوي چې د اوږدې مودې بند پاتې کېدو له امله له سختو اقتصادي، رواني او کورنیو ستونزو سره مخ شوي دي. دوی زیاتوي چې لوی اختر رانږدې دی، خو لا هم نه پوهېږي چې خپلو کورنیو ته به ورشي او له هغوی سره به دغه خوښي ونمانځي او که نه.
د دغو موټرچلوونکو په وینا، په کورونو کې یې د قربانۍ، خوراکي توکو او نورو ورځنیو لګښتونو لپاره بل سرپرست نشته او کورنۍ یې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
یو موټرچلوونکي وویل: «موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې حل کړي. دلته په تکلیف کې پاتې یو، نه کار شته او نه د تګ اجازه. یوازې غواړو خپلو کورونو ته ولاړ شو».
موټرچلوونکو له پاکستاني حکومت او طالب چارواکو غوښتي چې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره عاجل او عملي میکانیزم جوړ کړي، څو تر اختر مخکې خپلو کورونو ته ورسېږي.
تورخم سوداګریزه لاره له تېرو اتو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې او دواړو خواوو ته مسافر، موټرچلوونکي او افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د سلوانیا د بهرنیو چارو وزارت پلاوي په کابل کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې له چارواکو سره د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام، روغتیايي کلینیکونو او بشردوستانه همکاریو د ملاتړ په اړه تخنیکي خبرې کړې دي.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې ویلي، چې د دې ادارې او د سلوانیا د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي ترمنځ د ماین پاکۍ، د پېښو مدیریت او روغتیايي کلینیکونو د ملاتړ په اړه تخنیکي غونډه شوې ده.
د یادې ادارې په وینا، په غونډه کې د طالبانو له لوري د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستمخېل او د نړیوالو اړیکو د ریاست سرپرست برهانالدین شینواري ګډون کړی و. د سلوانیا له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بشري مرستو او انساني همکاریو عمومي رییس ادوینس اسکرت حضور درلود.
له پېښو سره د طالبانو د مبارزې امادګۍ اداره وایي، په ناسته کې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د فعالیتونو په اړه معلوماتي پرېزنټېشن هم وړاندې شوی دی.
همدارنګه دواړو لوریو د ماین پاکۍ په برخه کې پر شته ستونزو او اړتیاوو، د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د بشردوستانه پروګرامونو لپاره د تخنیکي او مالي ملاتړ پر جلب او د ماینونو او ناچاوده توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په تړاو د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.