پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني ته له شاوخوا ۴۰ زرو تللیو افغانانو څخه یوازې ۲۲۲ تنه د مالي مرستو په بدل کې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د جرمني حکومت د پارلمان د کیڼ ګوند (Die Linke) د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې یوازې ۲۲۲ کسان د جرمني د دولتي مالي ملاتړ په مټ افغانستان ته ستانه شوي دي. همدارنګه ۸تنو بل هېواد ته د تګ لپاره مالي مرسته ترلاسه کړې ده.
د هغو اسنادو له مخې چې میګزین رسنۍ ته رسېدلي، د غوښتونکو لوی اکثریت نارینه دي خو په ځینو مواردو کې ښځې او کمعمره ماشومان هم د مالي مرستې په بدل کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په همدې موده کې ۱۳۸ کسان افغانستان ته شړل شوي دي. دا کسان ټول نارینه وو او د جرمونو په تور محکوم شوي وو.
له ۲۰۲۵ کال راهیسې د جرمني فدرالي او ایالتي حکومتونو د ګډ پروګرام له لارې افغانستان ته د اختیاري ستنېدو ملاتړ بیا پیل شوی دی. له هغه وخت راهیسې ۸۸ ستنېدنې د همدې پروګرام له لارې تمویل شوې دي. په مخکې کلونو کې هم د سفر د لګښتونو د جزوي تمویل امکان موجود و.
له ۲۰۲۵ کال راهیسې د جرمني دولت سوریې ته هم د خپلخوښې ستنېدا ملاتړ کړی دی.
د جرمني د کډوالۍ فدرالي ادارې (BAMF) د معلوماتو له مخې، تر فبروري میاشتې پورې شاوخوا ۴۵۰۰ کسانو له دې پروګرامه ګټه اخیستې ده. دا مرسته د سفر لګښتونو، د ژوند بیا پیل لپاره مالي ملاتړ او په ځینو مواردو کې د طبي لګښتونو پوښښ هم لري.
د دې لېنکه ګوند د کډوالۍ چارو سیاستواله کلارا بیونګر پر دغو پروګرامونو نیوکه کوي او وایي چې «خپلخوښې ستنېدنه» ډېر وخت تر جدي فشار لاندې ترسره کېږي.
هغې ویلي، « ډېر وخت د اختیاري ستنېدو خبره کېږي، خو په حقیقت کې د مالي مرستې له لارې ستنېدنې اکثره تر فشار لاندې وي».
هغې زیاته کړې چې دا مرستې په داسې هېواد کې د باثباته ژوند لپاره کافي نه دي، چې اقتصاد یې خراب دی او له ۱۷ میلیونو څخه زیات خلک پکې د لوږې له جدي خطر سره مخ دي.