• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هلمند کې له پاکستان نه د ۱۲۷۶ کارتنه قاچاقي درملو د نیولو خبر ور کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۲۶ GMT+۱

طالبان وايي، چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یې ۱۲۷۶ کارتنه انساني او ۱۱ کارتنه کرنیز درمل نیولي دي. دغه درمل په څلورو موټرو کې لېږدول کېدل. تېره ورځ هم طالبانو په کندهار، نیمروز، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې له پاکستان نه د ۲۲ زره کیلوګرامه قاچاقي درملو د نیولو خبر ور کړی و.

د طالبانو د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن سې شنبه، د غبرګولي پر ۵مه ویلي چې دغه درمل د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې د کشفي معلوماتو پر اساس کشف او ترلاسه شوي دي.

د یاد ریاست د خبرپاڼې له مخې، یو شمېر کسانو په څلورو باروړونکو مازدا موټرو کې ۱۲۷۶ کارتنه انساني درمل او ۱۱ کارتنه کرنیز درمل په غیرقانوني توګه هلمند ته لېږدولي وو.

طالب چارواکو ویلي چې په سیمه کې د دغو درملو د مالکینو د پېژندلو او نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو پلټنې روانې دي څو تورن کسان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې د پام وړ ترینګلې شوې دي.

د سرحدي تګلارو، ګمرکي محدودیتونو او د درملو د وارداتو په برخه کې د طالبانو د نویو اقداماتو له امله سوداګریزې لارې تر فشار لاندې راغلې او د درملوقاچاق ډېر شوی دی.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز لګولی او په بدل کې یې له هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د طبي توکو او درملو لپاره د وارداتي بدیلو لارو د پیاوړتیا هڅې چټکې کړې دي.

د طالبانو د ګمرکونو ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق پر وړاندې عملیات به لا پسې پراخ شي او د هېواد په ټولو لویو لارو کې به د څارنې ټیمونه فعال وساتل شي، څو د غیرقانوني وارداتو مخه ونیول شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

په تورخم کې بند پاتې موټرچلوونکي د اختر لپاره خپلو کورونو ته تګ غواړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۳:۱۲ GMT+۱

پر تورخم د تګ راتګ د محدودیتونو او اداري ستونزو له امله په افغانستان کې بند پاتې له ۱۸۰۰ ډېر پاکستاني موټرچلوونکي وايي، طالبان د تګ اجازه ور کوي، خو د پاکستان له لوري د «کلیرنس» نه ترلاسه کېدو له امله نه شي کولای له تورخم واوړي.

دغه موټرچلوونکي وایي، که څه هم طالب چارواکي دوی ته د بېرته ستنېدو اجازه ورکوي، خو د پاکستان له لوري د «کلیرنس» نه ترلاسه کېدو له امله نه شي کولای له تورخم واوړي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

دغه موټرچلوونکي زیاتوي چې د اوږدې مودې بند پاتې کېدو له امله له سختو اقتصادي، رواني او کورنیو ستونزو سره مخ شوي دي. دوی زیاتوي چې لوی اختر رانږدې دی، خو لا هم نه پوهېږي چې خپلو کورنیو ته به ورشي او له هغوی سره به دغه خوښي ونمانځي او که نه.

د دغو موټرچلوونکو په وینا، په کورونو کې یې د قربانۍ، خوراکي توکو او نورو ورځنیو لګښتونو لپاره بل سرپرست نشته او کورنۍ یې له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

یو موټرچلوونکي وویل: «موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې حل کړي. دلته په تکلیف کې پاتې یو، نه کار شته او نه د تګ اجازه. یوازې غواړو خپلو کورونو ته ولاړ شو».

موټرچلوونکو له پاکستاني حکومت او طالب چارواکو غوښتي چې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره عاجل او عملي میکانیزم جوړ کړي، څو تر اختر مخکې خپلو کورونو ته ورسېږي.

تورخم سوداګریزه لاره له تېرو اتو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې او دواړو خواوو ته مسافر، موټرچلوونکي او افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

سلوانیا له طالبانو سره د ماین پاکۍ او روغتیايي کلینیکونو د ملاتړ پر دوام خبرې کړې دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د سلوانیا د بهرنیو چارو وزارت پلاوي په کابل کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې له چارواکو سره د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام، روغتیايي کلینیکونو او بشردوستانه همکاریو د ملاتړ په اړه تخنیکي خبرې کړې دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې ویلي، چې د دې ادارې او د سلوانیا د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي ترمنځ د ماین پاکۍ، د پېښو مدیریت او روغتیايي کلینیکونو د ملاتړ په اړه تخنیکي غونډه شوې ده.

د یادې ادارې په وینا، په غونډه کې د طالبانو له لوري د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم‌خېل او د نړیوالو اړیکو د ریاست سرپرست برهان‌الدین شینواري ګډون کړی و. د سلوانیا له لوري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د بشري مرستو او انساني همکاریو عمومي رییس ادوینس اسکرت حضور درلود.

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې امادګۍ اداره وایي، په ناسته کې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د فعالیتونو په اړه معلوماتي پرېزنټېشن هم وړاندې شوی دی.

همدارنګه دواړو لوریو د ماین پاکۍ په برخه کې پر شته ستونزو او اړتیاوو، د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، د بشردوستانه پروګرامونو لپاره د تخنیکي او مالي ملاتړ پر جلب او د ماینونو او ناچاوده توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو په تړاو د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

طالبانو د مدرسو ښوونکو ته ۵۰۰۰ افغانۍ معاش ډېر کړی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۶ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري معاونیت یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې ددې ډلې د پوهنې وزارت د وړاندیز له مخې پکې د مدرسو ښوونکو ته ۵ زره افغانۍ معاش لوړ شوی دی. په مکتوب کې لیکل شوي، چې دا پرېکړه د مکتوب له لاسلیکېدو وروسته پلې کیږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اداري معاونیت دغه مکتوب دوه اونۍ وړاندې ددې ډلې د معاشاتو او تشکېلاتو د تنظیم کمېسیون له خوا تایید شوی دی.

د مکتوب د متن له مخې ، په ټول افغانستان کې د طالبانو د دیني مدرسو د مدرسینو معاش لوړ شوی دی.

طالبانو د معاشونو د اضافه کولو دلیل «د پوهنې کیفیت لوړول او د راتلونکي نسل ښه روزل» بللي دي.

د وړاندیز د طالبانو رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند هم لاسلیک کړی دی.

طالبانو له بیاځلي واک ته رسېدو وروسته په هر ولایت او ولسوالیو کې دیني او جهادي مدرسې جوړې کړې دي.

تېرکال د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، چې د یادې ډلې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې دا مهال په افغانستان کې تر ۲۰زره ډېرې مدرسې فعالې دي. د هغه په وینا، شاوخوا دوه نیم میلیونه زده‌کوونکي په دغو مدرسو کې دیني زده کړې کوي.

طالبانو د خپلو دیني ښوونکو یا هم مدرسینو شمېر نه دی ښودلی.

د شنونکو په باور، دې ډلې واک ته له بیا رسېدو وروسته خپل ډېر تمرکز په جهادي مدرسو، جوماتونو او د دیني بنسټونو پر جوړولو کړی خو له دې سره سره، نړۍوالو او د بشري حقونو بنسټونو د مدرسو د شمېر دېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

په ورته وخت کې د ښوونځیو ښوونکي نیوکه کوي، چې طالبان یې معاشونه په ځنډ ور کوي.

د افغانستان انټرنشنل د یو راپور پر بنسټ د هېواد زرګونه ښوونکي له دوو میاشتو راهیسې د خپلو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي.

سرچینې وایي چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د دفتر په ولایتونو کې مدرسو ته د اختر په مناسبت مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د طالبانو د حج وزارت وايي افغان حاجیان ټول د عرفات میدان ته لېږدول شوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د حچ او او قافو وزارت وايي، چې د سعودي عربستان اړوندو ادارو او خدماتي شرکتونو په همکارۍ له منی نه ټول افغان حاجیان نن سهار د عرفات میدان کې خپلو خیمو ته لېږدول شوي دي. سږ کال ۳۰ زره افغانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ذوالحجې میاشتې د نهمې نېټې (د عرفې ورځې) په رارسېدو سره افغان حاجیان چې له وړاندې د ترویه په ورځ له مکې مکرمې څخه منی ته لېږدول شوي وو، د عبادتونو له ترسره کولو وروسته نن سهار په موټرو کې عرفات میدان ته ولېږدول شول.

د وزارت د معلوماتو له مخې، حاجیان په منی کې د پنځه وخته لمونځونو تر کولو، ذکر، تلبیې او دعاوو وروسته د حج د لوی رکن (وقوف عرفه) د ادا کولو لپاره عرفات ته انتقال شول.

یاد وزارت ویلي، چې د دغه بهیر د تنظیم چارې ددوی د ساحوي کمېټو او د سعودي عربستان د اړوندو ادارو او خدماتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ له مخې پرمخ تللې دي.

وزارت ویلي، چې افغان حاجیان په عرفات میدان کې خپلو ځانګړو خیمو ته رسېدلي دي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې حاجیان به د لمر تر پرېوتو پورې د عرفات په میدان کې وي.

په ورته وخت کې ځینو افغان حاجیانو شکایت کړی، چې ددوی د استوګنې سیمې له مسجدالحرام نه لرې دي او دوی ته په تګ او راتګ کې ګڼې ستونزې وي.

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ د ۶۱ نامعلومو کسانو مړي په هدیره کې ښخ کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانوښاروالۍ د۶۱ نامعلومو کسانو مړي په هدیره کې ښخ کړي دي. افغانستان انټرنشنل ددې نويو قبرونو ویډیو هم ترلاسه کړې، خو د مړو هویت یوازې په کوډونو په نښه شوی.

د طالبانو د کندهار په ښاروالۍ کې سرچینو نن سې شنبه د غبرګولي پر ۵مه وویل، چې دغه۶۱ مړي د روان ۱۴۰۵ کال د غويي پر ۱۵ مه نېټه ښخ شوي دي.

طالبانو تراوسه ددې مړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم دوی د مړو ښخولو په اړه څه ویلي دی.

د طالبانو د کندهار ښارولۍ له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د لا وارثه کسانو مړي په هدیرو کې ښخ کړي دي.

تېرکال طالبانو ویلي و، چې ۲۰ تنه لاوارثه مړي یې ښخ کړي دي خو ددغو مړو د هویت او مړینې د څرنګتیا په اړه جزئیات له رسنیو پټ ساتلي دي.

100%

نړیوالو بشري بنسټونو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته دې ډلې د افغانستان د تېر حکومت امنیتي ادارو ګڼ غړي په مرموز ډول وژلي او یا هم زنداني کړي دي.

د تېر جمهوریت پرمهال هم ښاروالۍ د لاوارثه کسانو مړي او د کندهار مېرویس روغتون په سړوخونو کې تر اوږدې مودې پاتې کېدونکي مړي په هدیرو کې ښخول.

یو عیني شاهد، چې له دې هدیرې یې ویډیو ثبت کړې ده، ویلي، چې دا هدیره د کندهار ښار په څنډه کې موقعیت لري.

ددغو مړو پر ډبرلیکونو د « اسلامي امارت» او ښاروالۍ نومونه او دغه راز کوډ شمېرې او نېټې لیکل شوې دي، خو د مړو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا هم روښانه نه ده، چې دغه مړي په جګړو کې د طالبانو وژل شوي سرتېري دي او که لا وارثه کسان دي، چې له روغتونونو دلته لېږدول شوي دي.