• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د هوا پوهنې اداره: په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو د راپېښېدو اټکل کړی دی.

دغه ادارې د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو چاپیریالي بدلونونو احتمال د سبا ورځې لپاره د هېواد په ۱۱ولایتونو کې اټکل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، بدخشان، پنجشېر، تخار، بغلان، پروان، بامیان، کندز، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل هغه ولایتونه دي چې په کې د سختو ورښتونو او سېلابونو راوتلو امکان شته.

راپور زیاتوي چې په دغه ولایتونو کې د ورښت اندازه له ۱۰تر ۳۰میلی‌مټرو پورې اټکل شوې ده.

د هوا پوهنې ادارې همداراز ویلي چې په ختیځو، مرکزي، سوېل ختیځو، سوېلي، سوېل لوېدیځو او لوېدیځو ولایتونو، د سالنګونو په ګډون، د دوړو او خاورو سره د مل تېزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغو بادونو چټکتیا به په بېلابېلو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰تر ۱۱۰کیلومترو پورې وي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د احتمالي طبیعي پېښو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

۵

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

اړمن سېلاب ځپلي؛ ازبکستان په بلخ کې طالبانو ته دوه سوه ټنه خوراکي توکي سپارلي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۱
اړمن سېلاب ځپلي؛ ازبکستان په بلخ کې طالبانو ته دوه سوه ټنه خوراکي توکي سپارلي
100%

د ازبکستان هېواد له لوري په بلخ ولایت کې د طالبانو تر ادارې لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ۲۰۰ ټنه بشري مرستې وسپارل شوې. دغه مرستې په داسې حال کې د طالبانو سرې میاشتې ته سپارل کېږي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ګڼو کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي.

په دغو ورکړل شویو بشري مرستو کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریجې، ۲۲ ټنه نخود، ۲۲ ټنه بوره، ۲۲ ټنه مکروني، ۱۵ زره لېتره غوړي، ۱۰ زره قوطۍ د پخې شوې غوښې کنسرو، بسکېټ او یو شمېر نور اړین توکي شامل دي. د دغو مرستو اصلي موخه د سېلاب‌ځپلو او اړمنو کورنیو لاسنیوی او هغوی ته پر وخت رسول ښودل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکو ویلي، چې دغه مرستې به په نږدې راتلونکي کې په شفافه او منظمه توګه پر سېلاب‌ځپلو او مستحقو کورنیو ووېشل شي. دغې ټولنې همدارنګه د طبیعي پېښو او بحرانونو پر مهال له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره د کورنیو او نړیوالو بشري همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی او دا چاره یې خورا مهمه بللې ده.

دا مرستې په داسې حال کې د افغانستان شمالي ولایت بلخ ته رسېږي، چې په تېرو څو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سختو سېلابونو زرګونه کورنۍ بې‌کوره کړې او د هغوی کرنیزې ځمکې او کورونه یې ویجاړ کړي دي. د سرې میاشتې مسوولین وایي چې د زیانمنو شویو کورنیو د لاسنیوي لپاره د نړیوالو مرستندویه بنسټونو او ګاونډیو هېوادونو بېړنۍ همکاري اړینه ده.

د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، اوسمهال نږدې ۱۵ میلیونه افغانان په هېواد کې د سختې لوږې او فقر له ګواښ سره مخ دي. د فقر او لوږې دغه بحران نه یوازې د خلکو معیشت اغېزمن کړی، بلکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، د ماشومانو د زده‌کړې او تعلیم فرصتونه یې هم له منځه وړي دي.

طالبانو په پنجشېر کې د تېرې ورځې د چاودنې په تړاو لسګونه کسان نیولي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۰:۳۰ GMT+۱
طالبانو په پنجشېر کې د تېرې ورځې د چاودنې په تړاو لسګونه کسان نیولي
100%

په پنجشېر کې څو باخبره ځایي سرچینو د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو د دوشنبې ورځې له چاودنې وروسته د عبدالله‌خېل درې په ولسوالۍ کې «له ۳۰ څخه ډېر ځایي اوسېدونکي نیولي دي»ځینې سرچینې وایي، یو شمېر نیول شوي کسان بېرته خوشې شوي، خو د کره شمېر په اړه معلومات نشته.

زرغون بهیر چې د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح پورې تړاو لري، د دوشنبې ورځې له چاودنې وروسته د غبرګولي په ۴مه اعلان وکړ، چې د دې بهیر اړوند د زرغونې قطعې ځواکونو په یوه عملیاتو کې د طالبانو د ۱۰ غړو لېږدوونکی موټر د پنجشېر د عبدالله‌خېل درې کې په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.

دوی د یوې ویډیو په خپرولو سره ادعا کړې، چې د طالبانو پوځي موټر د منجنستو کلي یوې قرارګاه ته د ځواکونو د لېږد په حال کې و.

په ویډیو کې ښکاري، چې د طالبانو رېنجر موټر د ماین د چاودنې له امله الوځول کېږي. د افغانستان انټرنشنل سرچینو هم په عبدالله‌خېل درې کې د دغې چاودنې رامنځته کېدل تایید کړي دي.

په عبدالله‌خېل درې کې د سرچینو په وینا، د چاودنې ځای د کلي د والیبال له ډګر سره نږدې و او د پېښې پر مهال یو شمېر ځوانان هلته په لوبو بوخت وو.

د طالبانو ځواکونو سیمې ته ورغلل او ډېری هماغه ځایي ځوانان یې ونیول. د درې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ځواکونه په سړکونو کې لیدل کېږي او «ګوتې یې پر ماشه دي».

سرچینو د هغو دوو کسانو هویت، چې لا هم د طالبانو په بند کې دي، شیرزمان او نورزمان ښودلی، چې دواړه وروڼه دي. شیرزمان پخوانی پوځي او نورزمان برحاله ښوونکی دی.

مقاومت جبهې ته نږدې یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو نیول شوي کسان د پلټنو لپاره د درې ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ او د پنجشېر ولایت امنیه قوماندانۍ ته لېږدولي دي.

طالبانو تر اوسه د دې چاودنې او د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه څه نه دي ویلي.

ملګري ملتونه: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۴۱ GMT+۱
ملګري ملتونه: د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامه» د ښځو حقونه له ګواښ سره مخ کوي
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، چې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» د ښځو او نجونو د حقونو، امنیت او قانوني وضعیت په اړه جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

دغه بنسټ د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، په یوه راپور کې ویلي چې دا اصولنامه ښايي د ماشومانو د ودونو د زیاتېدو او پر ښځو د لا ډېرو محدودیتونو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې دغه اصولنامه په داسې وخت کې خپره شوې چې افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځم کال ته نږدې شوی ده.

د راپور له مخې، که څه هم په دې اصولنامه کې د مېړه او مېرمنې د بېلتون شرایط مشخص شوي، خو ښځې د دې بهیر د بشپړولو لپاره د نارینه‌وو په پرتله له پېچلو قانوني خنډونو سره مخ دي.

راپور همداراز وایي چې په دې اصولنامه کې د واده لپاره لږ تر لږه عمر نه دی ټاکل شوی؛ هغه موضوع چې د ملګرو ملتونو په وینا د ماشومانو د ودونو د عادي کېدو ګواښ زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي چې پخوانیو قوانینو په افغانستان کې د واده لږ تر لږه عمر ټاکلی و او د ماشومانو او جبري ودونه یې جرم ګڼل.

د راپور پر بنسټ، د طالبانو اصولنامه د ښځو لپاره د بېلتون یا طلاق بهیر نور هم ستونزمن کړی او په ځینو مواردو کې د غوښتنې د ثبت لپاره د ګڼو شاهدانو او پېچلو شرایطو اړتیا رامنځته کوي.

دغه بنسټ ټینګار کړی چې دا وضعیت یو ځل بیا د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ حقوقي نابرابري روښانه کوي او د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د جدي خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.

سلګونه لاسلیکونه؛ کاناډا دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو دوسیې په بېړني ډول مخته یوسي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۵ GMT+۱
سلګونه لاسلیکونه؛ کاناډا دې په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو دوسیې په بېړني ډول مخته یوسي
100%

په کاناډا کې ۱۱۹۲ کسانو یو غوښتنلیک لاسلیک کړی، چې په کې د کاناډا له حکومت څخه غوښتل شوي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د بشردوستانه او کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسه په بېړنۍ توګه ګړندۍ کړي.

دغه لاسلیک کوونکي اندېښنه ښيي چې په پاکستان کې مېشت افغانان د نیول کېدو او په زوره افغانستان ته د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

په دغه غوښتنلیک کې پر کاناډا غږ شوی چې د افغانانو د دوسیو د څېړلو پر مهال د لنډمهاله خوندیتوب تدابیر پلي کړي ترڅو د هغوی د شړلو مخنیوی وشي. همدارنګه غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د کډوالۍ د دوسیو د پروسس ظرفیت لوړ کړل شي ترڅو د پروسې د خطرناکو ځنډونو مخه ونیول شي او له نړیوالو شریکانو او پاکستان سره په ګډه د هغو افغانانو ساتنه وشي چې د کاناډا د پرېکړې په تمه دي.

لاسلیک کوونکي وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی. په غوښتنلیک کې راغلي چې هغو افغانانو چې د زده کړو، د ښځو د حقونو او مدني ټولنې ملاتړ کاوه، اوس د خپلو قانوني او سوله ییزو فعالیتونو له امله د ځورونې او تعقیب له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د دغه غوښتنلیک د معلوماتو له مخې، ډېری دغه زیان ګالي کسان او د هغوی کورنۍ پاکستان ته تښتېدلي او کاناډا ته د بشردوستانه او کډوالۍ د لارو د لېږدولو په تمه دي. دوی ټینګار کوي چې کاناډا د بشري حقونو د مدافعانو او د برابري او زده کړو د ملاتړو په ګډون د زیان منونکو افغانانو د خوندیتوب لپاره ژمنه کړې وه او باید اوس پر دغې ژمنې عمل وکړي.

کندهار اوسېدونکي:د ترافیکو په ریاست کې له ترافیکو څخه د معاش‌ورکړې په بدل پیسې اخیستل کېږي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۹:۲۶ GMT+۱
کندهار اوسېدونکي:د ترافیکو په ریاست کې له ترافیکو څخه د معاش‌ورکړې په بدل پیسې اخیستل کېږي
100%

د کندهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، د کندهار ولایت د ترافیکو ریاست ځینې مسوولین له بې‌وزلو ترافیکو څخه د معاش په بدل کې پیسې اخلي او که څوک پیسې ور نه کړي، له فشار، لرې پوستو او سختو دندو سره مخ کېږي.

د دغو اوسېدونکو په خبره، د کندهار د ترافیکو اوسنی د «تنظیم امر» چې ثاقب نومېږي او د هغه معاون عمري، له ترافیکو څخه هره میاشت زر او دوه زره افغانۍ اخلي. د کندهار دغه اوسېدونکی ادعا کوي، هغه کسان چې پیسې ور نه کړي، لرې او ستړو کوونکو ځایونو ته استول کېږي او یا هم له اداري فشار سره مخ کېږي.

دوی زیاتوي، د ښار ګڼ مېشتي او مزدحم چوکونه او هغه ځایونه چې هلته رېړۍ‌وال او نور کسبه کاران درېږي، په «ټیکه» ورکړل شوي او له هماغو ترافیکو څخه په اوونیز ډول پیسې اخیستل کېږي.

د یوه ترافیک د کورنۍ غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، وویل ورور یې تازه معاش اخیستی و، خو د تنظیم امر او د هغه د معاون له خوا ترې زر افغانۍ اخیستل شوي.

هغه زیاته کړه: «ورور مې غوښتل د اختر لپاره د کور سودا وکړي، خو پیسې ترې واخیستل شوې. که څوک پیسې ور نه کړي، بیا یې لرې چوکونو ته استوي او زوروي یې».

دغو اوسېدونکو له اړوندو طالب چارواکو غوښتي چې د دغو ادعاوو په اړه دې جدي څېړنه وکړي او د بې‌وزلو ترافیکو ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

د یادولو وړ ده چې دا د کندهار ولایت د یو شمېر اوسېدونکو روایت دی، افغانستان انټرنشنل-پښتو یې په خپلواکه توګه نه تاییدوي.