• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا د استخباراتي ادارو په ملاتړ هڅه کوي د افغانستان ځینې سیمې په ځانګړې توګه د هېواد شمالي برخې د طالبانو له کنټروله بهر کړي.

تاس خبري اژانس د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې د ګډو ګټو هېوادونو (CIS) د امنیتي او ځانګړو خدمتونو ادارو د مشرانو په غونډه کې کړې دي. هغه ویلي، د داعش خراسان څانګه له هغې سره تړلې جهادي ډلې او د طالبانو وسله‌وال مخالفین د برېتانیا د استخباراتو په ملاتړ د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو هڅې کوي.

هغه ادعا کړې، دغه ډلې هڅه کوي د طالبانو له کنټرول څخه بهر سیمې پراخې کړي چې د افغانستان په شمال کې د لا زیات نفوذ زمینه برابره کړي. د روسیې د استخباراتو مشر خبرداری ورکړی، چې داعش خراسان ډله د منځنۍ اسیا له هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان جنګیالیو په جذب بوخته ده.
د هغه په وینا؛ یادې ډلې پټې «ترهګرې» شبکې جوړې کړې او د سیمې په هېوادونو کې د بریدونو پلانونه جوړوي. بورتنیکوف زیاته کړې، چې روسیې د تاجکستان او ازبکستان له امنیتي ادارو سره په ګډه همکارۍ په روسیه کې د څو «ترهګریزو» بریدونو مخه نیولې ده.

هغه د خبرو پر دوام د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ ضد همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د سیمې امنیت د افغانستان ټیکاو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکو پورې تړلی دی.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د حضور او فعالیتونو راپورونه او همداراز د مقاومت او ازادۍ جبهو له لوري د طالبانو پر ضد وسله‌وال فعالیتونه د یادې ډلې لپاره له مهمو امنیتي ننګونو بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان سره د یادې ډلې راغلي کړکېچونه هم یو له مهمو امنیتي اندېښنو شمېرل کېږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان انټرنشنل تر راپور وروسته؛ طالبانو ښوونکو ته د تنخواوو د ورکړې ژمنه کړې ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۱ GMT+۱

تېره ورځ مدرسو ته د اختر په مناسبت د نغدو پیسو د ورکړې او د ښوونکو د تنخواوو د ځنډ په اړه د افغانستان انټرنشنل- پښتو د ځانګړي راپور تر خپرېدو وروسته په کندهار کې د طالبانو پوهنې ریاست ښوونکي ورغوښتي، چې د څو میاشتو تنخواوې ورکړي.

ښوونکي بیا دغه ډول ناوخته اقدامات یوازې د خلکو د غوسې د کنټرول هڅه یادوي. په کندهار کې د طالبانو پوهنې ادارې رسنیز دفتر پر فېسبوک پاڼه په یوې خبرتیا کې ښوونکو ته په خطاب لیکلي: «که ستاسو معاشات تر اوسه نه‌وي‌ حواله شوي؛ نو مهرباني‌ وکړئ ریاست ته تشریف راوړئ، د پوهنې ریاست او مستوفیت د کنټرول درانه همکاران ستاسو په خدمت کې دي».

په کندهار کې ګڼ شمېر ښوونکي وایي، که څه هم دوی ته د پوهنې ادارې له لوري د حاضرېدو ویل شوي؛ خو عملي امکانات ډېر کم دي، چې د لوی اختر تر رارسېدو مخکې دې تنخواوې ورکړل شي.

د دوی په خبره؛ دغه ډول ناوخته اقدامات یوازې د خلکو د غوسې د کنټرول هڅه ده، نه د ستونزې بنسټیز حل. یو ښوونکی په دې اړه وایي: «موږ ته د اختر په وروستۍ شپه خبر راکول کېږي، چې ریاست ته راشئ خو معاشات په یوه ورځ نه اجرا کېږي. که د حکومت نیت رښتینی وای؛ نو دغه غم به یې له مخکې خوړلی وای دا هسې رشخند دی».

ښوونکي شکایت کوي، چې د تنخواوو دوامداره ځنډ د دوی اقتصادي او رواني ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ داسې مهال چې نور خلک د اختر تیاری نیسي، دوی لاهم د کور د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

یو بل ښوونکی وایي: «ماشومان مو د جامو او نورو توکو غوښتنه کوي؛ خو موږ د کور د خوراک لپاره پور اخلو او پور هم اوس څوک نه راکوي. دا زموږ لپاره یوازې اقتصادي ستونزه نه؛ بلکې د عزت او ابرو مسله هم ده».

په خواله رسنیو کې هم ګڼو ښوونکو او فعالانو د پوهنې ریاست پر چلند سختې نیوکې کړې دي. دوی لیکلي، د تنخواوو ستونزه باید مخکې حل شوې وه؛ نه دا چې د اختر په شپه د ښوونکو نوملړونه ترتیب او خلک ریاستونو ته وروغوښتل کېږي.

د راپورونو له مخې؛ په داسې حال کې چې ځینو مدرسو ته د اختر په مناسبت ځانګړې مرستې او نغدې پیسې ورکړل شوې، د دولتي ښوونځیو ډېری ښوونکي لا هم د خپلو عادي تنخواوو په تمه دي؛ خو یو شمېر ته یې تنخواوې حواله شوې دي.

د دوی په باور؛ کله چې د یوې ټولنې ښوونکي له اقتصادي فشار، بې‌باورۍ او دوامداره ځنډونو سره مخ وي، نو د زده‌کړو کیفیت هم اغېزمن کېږي. خلک او ښوونکي له مسوولو ادارو غواړي، چې د تنخواوو ستونزه د موسمي ژمنو او لنډمهاله اقداماتو پرځای په بنسټیز ډول حل کړي.

د دوی په خبره؛ ښوونکي باید د ټولنې د خدمت په بدل کې پر وخت تنخوا ترلاسه کړي، نه دا چې هر اختر د پور، لوږې او انتظار تر سیوري لاندې تېر کړي.

په بغلان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند فاروقي خپلواک ویلي، چې په دغه ولایت کې سختو ورښتونو او سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه سېلابونو کې تر دې دمه ۱۱ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه شمېرې وروستۍ نه‌دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه تر دې لوړه شي. هغه ويلي، دغه سېلابونه د مرکزي بغلان اړوند د کرکر، بند دو، زمان‌خېل، حسن‌خېل او بابا نظر سیمو کې راوتلي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د زمان‌خېلو د ګذر وکیل مسعود احمدزی وایي، چې یوازې په همدې کلي کې شاوخوا ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا؛ په دغه سیمه کې دوه ښځې مړې شوې او اووه نور ټپیان دي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

بلخوا ځایي اوسېدونکي وایي، چې خوراکي توکو او لومړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري. د یادونې وړ ده، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د بغلان په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
له بل پلوه له پېښو سره د طالبانو د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، چې د روان لمریز کال د وري له شپږمې تر اوسه په ټول هېواد کې د دغه ډول طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۵ او د ټپیانو شمېر ۳۵۴ ته او همداراز د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۱۸۸۴ ته او په ټوله کې د زیانمنو کورنیو شمېر ۱۸ زره او ۳۲۸ ته رسېدلی دی.

انځوریز راپور؛ کندهار کې اقتصادي ناورین د لوی اختر خوښۍ مړاوې کړې دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د کندهار اوسېدونکي‌ وايي، د لوی اختر ورځې به پخوا د خوښیو، رنګینو جامو، مېلو او د بازارونو د شور او ځوږ او ګڼې‌ګوڼې ورځې وې؛ خو سږکال په کندهار کې د اختر فضا بې‌خونده، پېکه او له اندېښنو ډکه ښکاري. خلک زیاتوي، اقتصادي ستونزو، بې‌روزګارۍ او بې‌وسۍ د اختر ټولې دودیزې خوښۍ تروړې دي.

د ښار په بېلابېلو بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د تېرو کلونو پرتله خورا کمه ده. هټۍوال شکایت کوي، چې د اختر موسم دی؛ خو خرڅلاو نږدې په ټپه ولاړ دی. خلک یوازې د لومړنیو خوړو پر برابرولو فکر کوي او د جامو، مېوو او نورو اختریزو توکو پېرل یې له وسه وتلي دي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی ګلاب وایي: «پخوا به مو د اختر لپاره ماشومانو ته جامې، مېوه او نور توکې اخیستل؛ خو اوس د اوړو او غوړیو په پیدا کولو حیران یو، داسې اخترونه مو هیڅکله نه‌وو لیدلي».

د کندهار په شاه بازار کې د اختر د تیاریو لپاره د خلکو ګڼه‌ګوڼه
100%
د کندهار په شاه بازار کې د اختر د تیاریو لپاره د خلکو ګڼه‌ګوڼه

کندهار کې خلک د اختر لپاره په تیاریو بوخت دي، ګڼه‌ګوڼه زیاته خو اقتصاد کمزوری او د اختر سودا تر پخوا کم‌رنګه شوې ده.

د کندهار چهارسو هټۍوال د سړک پر غاړه وچه مېوه پلوري
100%
د کندهار چهارسو هټۍوال د سړک پر غاړه وچه مېوه پلوري
د کندهار ښار په شاه‌بازار کې د سړک پر غاړه د کلچو یو پلورونکی
100%
د کندهار ښار په شاه‌بازار کې د سړک پر غاړه د کلچو یو پلورونکی

بل تن چې د ښار په یوه بازار کې هټۍ لري وایي: «هر کال به په همدې ورځو کې بازارونه له خلکو ډک وو؛ خو اوس خلک یوازې قیمتونه پوښتي او بېرته ځي، د خلکو جېبونه خالي دي کارونه نه‌شته».

د وچې مېوې پلورنکي
100%
د وچې مېوې پلورنکي

د کندهار ډېری اوسېدونکي د بې‌روزګارۍ زیاتوالی د اوسني وضعیت اصلي لامل بولي.

دوه ځوانان د اختر د قربانیو لپاره چړې پلوري
100%
دوه ځوانان د اختر د قربانیو لپاره چړې پلوري
د کندهار هرات بازار؛ ځوانانو د سړک پر غاړه د پلور لپاره ترموزونه اېښي
100%
د کندهار هرات بازار؛ ځوانانو د سړک پر غاړه د پلور لپاره ترموزونه اېښي

د خلکو په خبره؛ د کار د نشتوالي کچه دومره پراخه شوې، چې ګڼې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د کور وسایل پلوري. یو ځوان چې له څو میاشتو راهیسې بې‌روزګاره دی وایي: «د بې‌کارۍ په خاطر مجبور شوی یم، چې د کور ځینې شیان خرڅ کړم؛ خو اوس هغه هم څوک نه رانیسي. خلک پیسې نه‌لري، کارونه نه‌شته په خپل نس پورې حیران دي».

د بې‌وزلۍ یو ښکاره انځور؛ یو سپین ږېری په لاس ګاډي کې د کور توکي پلوري
100%
د بې‌وزلۍ یو ښکاره انځور؛ یو سپین ږېری په لاس ګاډي کې د کور توکي پلوري

د دوامداره اقتصادي رکود، د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو د پېرلو د توان کمېدو له امله د اختر دودیزو بازارونو خپل پخوانی شور او ځوږ له لاسه ورکړی دی. د دوی په خبره؛ که د خلکو اقتصادي وضعیت ته جدي پام ونه شي، نو د ټولنې رواني او ټولنیزې ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې سخت امنیتي‌ تدابیر نیول شوي او طالب امنیتي کسان په تالاشیو بوخت دي
100%
د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې سخت امنیتي‌ تدابیر نیول شوي او طالب امنیتي کسان په تالاشیو بوخت دي

ښځې هم شکایت کوي، چې د کورنیو اقتصادي ستونزو د اختر هر ډول چمتووالی اغېزمن کړی دی. د کندهار اوسېدونکي له مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د بې‌وزله کورنیو لاسنیوی وکړي، د کار زمینه برابره شي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته عملي حل لارې وموندل شي.

د کندهار یوشمېر ښاریان د قربانۍ لپاره د پسونو په پېرلو بوخت دي
100%
د کندهار یوشمېر ښاریان د قربانۍ لپاره د پسونو په پېرلو بوخت دي
په کندهار کې د پسونو د پلور ځانګړې سیمه
100%
په کندهار کې د پسونو د پلور ځانګړې سیمه
د کندهار ښار؛ طالبان د امنیت ټینګولو پر مهال
100%
د کندهار ښار؛ طالبان د امنیت ټینګولو پر مهال

د خلکو په وینا، اختر د خوښۍ او یووالي پیغام لري؛ خو که لوږه، بې‌کاري او اقتصادي فشارونه دوام وکړي، نو د اختر نوم به یوازې په کلیز کې پاتې شي او د خوښۍ احساس به ترې ورک شي.

د کندهار شهیدانو چوک
100%
د کندهار شهیدانو چوک

طالبانو په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوالو بنسټونو راپورونه ناسم وبلل

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزارت په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او اړمنو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) او ورته نورو نړۍوالو بنسټونو راپورونه ناسم او له مبالغې ډک بللي دي.

د دغه وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، دامهال د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی او د بېلابېلو اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې ځینې رسنۍ او بنسټونه په خپلو راپورونو کې ځانګړې موخې څاري او هڅه کوي د افغانستان اقتصادي وضعیت تر واقعي حالت ډېر خراب وښيي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د اوچا هغه راپور رد کړی، چې په‌کې ویل شوي په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱.۷ مېلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده؛ خو تر اوسه یوازې ۱۹۵ مېلیون ډالر برابر شوي، چې د اړتیا وړ بودجې ۱۱ سلنه جوړوي.
د اوچا د راپور له مخې؛ د دغه مرستو ۴۹ سلنه ګټه اخیستونکي ماشومان، ۳۰ سلنه ښځې او ۲۱ سلنه نارینه دي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو په وار، وار په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت، پراخې بې‌وزلۍ او بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی.

د راپورونو له مخې؛ یوشمېر خلک د سخت اقتصادي فشار او بې‌کارۍ له امله ان تر ځان وژنې پورې اړ شوي دي. څو ورځې وړاندې په کابل کې یو انجنیر چې د کار موندنې لپاره یې ګڼو ادارو ته مراجعه کړې وه او منفي ځوابونه یې ترلاسه کړي وو، د هوايي ډګر پر سړک ځان ته اور واچاوه او وروسته د ژورو ټپونو له امله مړ شو.

طالبان: دامهال په بلخ کې د بوټانو د تولید ۱۸۰ فابریکې فعاله دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱

په بلخ کې سیمه‌ییز طالب مسوولین وایي، دامهال په مزارشریف ښار کې د بوټانو او پلاستیک ۱۸۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ تر ۲۰۰ زیات کسان په‌کې په کار بوخت دي.

دوی زیاتوي، چې په دغه کسانو کې تر ۵۰ زیات له ایران او پاکستان نه ستنو شويو ځوانانو ته هم کاري‌ فرصتونه برابر شوي.
په بلخ کې د بوټانو د تولید فابریکې یو مسوول فریدالله افضلي‌ ویلي، چې د دوی فابریکې د کورنیو تولیداتو او مناسب کیفیت له امله د هېواد په بازارونو کې ښه ځای خپل کړی دی. هغه زیاتوي، چې په یاده فابریکه کې څه باندې ۱۵۰ ډوله کورني بوټان تولیدېږي او که لازمه همکاري او زمینه برابره شي؛ نو د بهرنیو بازارونو لپاره هم د صادراتو وړتیا لري.

په ورته وخت کې په بلخ کې د طالبانو مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي، چې سیمه‌‌ییزه اداره د صنعت‌کارانو د ستونزو هواري، د بازار پراختیا او د صادراتو په برخه کې د زمینې برابرولو ته ژمنه ده.

په بلخ کې بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، چې دامهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۷۰۰ تولیدي کارخونې فعالې دي.
له بل پلوه د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید ویلي، په تېر ۱۴۰۴کال کې په دغه ولایت کې په بېلابېلو تولیدي او اقتصادي‌ برخو کې څه باندې ۷۰۰ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. نوموړي‌ زیاته کړې، چې دغه پانګونه د اوسپنې تولید، کرنې، خوراکي توکو او نورو اقتصادي‌ برخو کې شوې ده.