• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند پر وړاندې لوبو کې د افغان کرکټ لوبډلې مشري حشمت الله شهیدي کوي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې حشمت‌الله شهیدي به د هند پر وړاندې په راتلونکې لوبلړۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو مشري کوي. د هند او افغانستان ټیسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې او درې یو ورځنۍ لوبې د جون پر ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۰مه کیږي.

کرکټ بورډ د سې شنبې په ورځ د دې لوبلړۍ لپاره دوه جلا ۱۵ کسیزې لوبډلې اعلان کړې،چې یوه د یو ورځنیو لوبو لپاره او بله د یوازینۍ ټیسټ لوبې لپاره ده او شهیدي به په دواړو کې کپتان پاتې کېږي.

په لوبډله کې ستوري لوبغاړي لکه راشد خان، رحمان‌الله ګوربز، محمد نبي او عظمت‌الله عمرزی هم شامل دي.

د یو ورځنیو لوبو په سکواډ کې رحمان‌الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د پیل لوبغاړو په توګه راځي. محمد نبي او عمرزی بیا د الراونډرانو په توګه د لوبډلې توازن پیاوړی کوي.

په توپ اچوونکو کې د راشد خان تر څنګ ځوان سپېنر غضنفر او تیز توپ اچوونکي بلال سميع، فرید ملک او ضیاالرحمن شرفي شامل دي.

د ټیسټ لوبې لپاره بیا ځینې بدلونونه راغلي دي. عبدالمالک، رحمان‌الله ځدراڼ او شرف‌الدین اشرف په سکواډ کې ور اضافه شوي دي. رحمت شاه او ګوربز خپل ځایونه ساتلي او د ویکټ ساتنې لپاره اکرام علي خېل او افسر ځاځی ټاکل شوي دي.

راشد خان په ټیسټ لوبډله کې شامل نه دی او پر ځای یې قیس احمد، ننگیال خروټی او شرف‌الدین اشرف اخېستل شوي دي.

د هند او افغانستان ترمنځ ټیسټ لوبه د جون له ۶مې تر ۱۰مې پورې په نیو چندیګړ کې کېږي او وروسته به درې یو ورځنۍ لوبې د جون په ۱۳مه، ۱۷مه او ۲۰مه په ترتیب سره په دهرمشاله، لکنهو او چینای کې کیږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

•
•
•

نور کیسې

افغان لوبغاړی علي‌رضا شهیداني په جرمني کې د نارینه‌و د بدن ښکلا سیالیو اتل شو

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۱

د بدن جوړونې په برخه کې یو افغان لوبغاړی علي‌رضا شهیداني د جرمني په بایرن ایالت کې د نارینه‌و د فزیک په سیالۍ کې د بدن ښکلا سیالیو اتل شو. له یادې بریا سره، سره شهیداني د جرمني د بدن جوړونې او فزیک ملي لوبډلې په سیالیو کې د ګډون جواز هم ترلاسه کړ.

د جرمني د بدن جوړونې ټولنې او اروپايي اتلتیک د اعلان له مخې؛ د دغه سیالیو په وروستۍ ډلبندۍ کې له علي‌رضا شهیداني وروسته مورلزا عزیزي دویم ځای خپل کړ او مارکو بیلوس درېیم ځای خپل کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ شهیداني په جرمني کې په ملي سیالیو کې هم په بریالیتوب سره فعالیت وکړ او د لومړي مقام د ګټلو سربېره د سیالۍ د «اورال» لقب یې هم ترلاسه کړ.

100%
100%

په کابل کې د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ؛ ۲۶ لوبغاړي ولایتي لوبډلې ته غوره شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ، چې د طالبانو تر چتر لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست تر سره کړې، له پای ته رسېدو سره ۲۶ تنه ورزشکاران د ولایت د ټاکنیزې لوبډلې لپاره غوره شوي دي.

د یاد ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې سیالیو کې شاوخوا ۶۰۰د ورزش لوبغاړو ګډون کړی و، چې د لویانو په عمري کټګورۍ او ۱۳ بېلابېلو وزني کټګوریو کې سره سیالۍ ته راووتل.

د پایلو له مخې، له دې سیالیو وروسته ۲۶ تنه ورزشکاران د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې غړیتوب ته وټاکل شول.

د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست وایي چې د دا ډول ټاکنیزو سیالیو موخه د مسلکي لوبغاړو پېژندل او د ملي لوبډلو لپاره د قوي ترکیب رامنځته کول دي.

اسیايي سیالیو کې د افغانستان رزمي لوبغاړو پنځه د سپینو زرو او برونزو مډالونه وګټل

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د افغانستان د ګډو رزمي هنرونو ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ په څلورم پړاو (AMMA) سیالیو کې چې په ازبکستان کې ترسره شوې، یو د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه وګټل. افغانستان په دغه سیالیو کې له ۱۳ لوبغاړو، څلورو روزونکو او یوه پلاوي سره ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د ۲۰۲۶کال د مئ له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې د تاشکند په ښار کې د «سنتي MMA» او «عصري MMA» په دوو برخو کې ترسره شوې او د اسیا د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړو په بېلابېلو وزنونو کې له یو بل سره سیالي وکړه.

د افغانستان تر ټولو ځلاند استازی په دغه سیالیو کې سمیع‌الله حمیدي و. دغه ۲۷کلن لوبغاړی د منفي ۶۵ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د چین او مغولستان د استازو پر وړاندې له دوو ارزښتناکه بریاوو وروسته پایلوبې ته ورسېد او په پای کې یې د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

حمیدي لومړی د چین تایپې «چي‌لو لي» له درېېو پاڼیو وروسته مات کړ، وروسته یې د مغولستان «ادیا انتانګرال» ناک‌اوټ کړ. هغه په پایلوبه کې د ازبکستان د حسن‌الدین نصرالدینوف پر وړاندې ماتې وخوړه. د هغه روزونکو او خپله حمیدي باور لاره، چې د کوربه هېواد د لوبغاړي ضربه خطا وه؛ خو قاضیانو او تنظیموونکو د ازبکستان د استازي بریا تایید کړه.

د افغانستان څلور د برونزو مډالونه احمدرضا اېماق، پروېز کاپیساوال، نصرت‌الله جلالي او احمد واسر مردان ترلاسه کړل. احمدرضا اېماق د عصري MMA د منفي ۹۶ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د مغولستان د مونګونشاغای پر وړاندې مات شو؛ خو په دغه وزن کې د یوازې پنځو لوبغاړو د ګډون له امله یې د برونزو مډال وګاټه.

پرویز کاپیساوال هم د سنتي MMA د منفي ۵۶ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ازبکستان د عبدالسالیموف پر وړاندې ماتې وخوړه؛ خو د څلورو لوبغاړو د حضور له امله درېیم مقام ته ورسېد او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

نصرت‌الله جلالي د عصري MMA د منفي ۱۲۰ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د اګالي خاسانوف له‌خوا ناک‌اوټ شو؛ خو د ګډونوالو د کم شمېر له امله یې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

احمد واسر مردان هم د سنتي MMA د منفي ۸۵ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د الزاس یسکارایف پر وړاندې مات شو؛ خو په دغه وزن کې د یوازې درېیو ورزشکارانو د ګډون له امله یې د برونزو مډال وګاټه.

د افغانستان نورو لوبغاړي ونه توانېدل، چې د پام وړ پایلې ترلاسه کړي او د سیالیو په لومړیو پړاوونو کې له لوبو بهر شول.

احمد قیومي د سنتي MMA د منفي ۶۵ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ایران د فرشید باقري پر وړاندې مات شو او د ۱۴ لوبغاړو ترمنځ یې نهم مقام ترلاسه کړ. حکمت‌الله رحیمي هم د ۷۷ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د فلیپین د کارلو الوارز پر وړاندې مات شو او نهم مقام یې خپل کړ.

د عصري MMA په برخه کې حبیب‌الله نجیب د منفي ۷۱ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د مارات اشمتایف پر وړاندې مات شو او اووم مقام یې وګاټه. یوسف نظري د منفي ۵۶ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ټایلنډ د کریتسادا پر وړاندې مات شو او نهم مقام یې ترلاسه کړ.

خلیل ارسلاني د منفي ۶۰ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د قزاقستان د الزات اسیف پر وړاندې مات شو او نهم شو. سید اجمل کمال د منفي ۷۱ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د هانګ‌کانګ د ډریک یوک له‌خوا ناک‌اوټ شو او نهم مقام یې ترلاسه کړ.

محمد لودین هم د منفي ۸۵ کیلوګرامه وزن په سیالیو کې د ایران د حسین بهمني له‌خوا ناک‌اوټ شو او د ۱۱ لوبغاړو ترمنځ یې ګډ نهم مقام ترلاسه کړ. احمد فتاح پوپلزي بیا د منفي ۷۷ کیلوګرام وزن په سیالیو کې د مغولستان د اورتانسان پر وړاندې په لومړي راونډ کې ناک‌اوټ شو او پنځم مقام یې خپل کړ.

د سیالیو د تنظیموونکو په وینا؛ دغه سیالۍ په اسیا کې د MMA تر ټولو مهم رسمي پړاو ګڼل کېږي او د قارو په کچه د اتلانو د ټاکلو تر څنګ د ۲۰۲۶کال ناګویا اسیايي لوبو او په ریاض کې د اسیا د رزمي هنرونو او سالني لوبو شپږم پړاو ته د غوراوي وروستۍ پړاو هم بلل کېږي.

د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې لپاره د غوراوي سیالیو لومړۍ برخه نن پایته رسېږي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۵۹ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د ۱۹ کلنو لوبغاړو د غوراوي سیالیو لومړۍ برخه چې ۹ ورځې مخکې پیل شوې وه، نن (دوشنبه د غبرګولي ۴مه) پایته رسېږي. د بورډ په وینا، د دغو سیالیو دویمه برخه به ۷ ورځې وروسته پیل او ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې لپاره د ۱۹ کلنو لوبغاړو د غوراوي د پروسې خپلمنځي سیالۍ د تېرې یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۷مه) د خوست په رحمت ولي مسرور کرېکټ لوبغالي پيل شوې او نن (دوشنبه د غبرګولي ۴مه) پایته رسېږي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د دغو سیالیو دویمه برخه به د غبرګولي پر ۱۰مه پيل شي او ۱۴ ورځې به دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو سیالیو کې د کورني کرېکټ د دویمې او لومړۍ درجې ولایتي سیالیو او د چټکې توپ اچونې په برخه کې د ازادې سیالۍ د موندل شویو لوبغاړو په ګډون په ټوله کې ۶۴ لوبغاړي ګډون لري او په ۴ لوبډلو وېشل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه بهیر د روزنیزې ډلګۍ او د غوراوي کمېټې غړو له لوري له نږدې څارل کیږي او په پای کې به ترې له ۳۰ تر ۳۵ غوره لوبغاړي د چمتووالي د راتلونکو کمپونو لپاره غوره شي.

افغان ورزشکاران اسیایي رزمي سیالیو کې د طلا او برنز مډالونو ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۶ GMT+۱

د طالبانو تر چتر لاندې د اولمپیک بدني روزنې او سپورټ اداره وایي، چې افغان ورزشکاران نن د ازبکستان په کوربتوب د اسیایي رزمي ورزشونو په سیالیو کې د طلا او برنزو مډالونو لپاره مهمې سیالۍ لري، چې پکې د طلا مډال لپاره یوه کلیدي مقابله او د برنزو لپاره بله سیالي شامله ده.

د بدني روزنې او اولمپیک عمومي رییس احمدالله وثیق، په خپل ایکس پیغام کې ویلي چې افغان ورزشکار، سمیع‌الله حمیدي، نن له خپل ازبکستاني سیال سره د طلا مډال لپاره سیالي او بل افغان ورزشکار، واسر احمد، په ۸۵ کیلوګرام وزن کې د برنزو مډال د ترلاسه کولو لپاره سیالي لري.

د وثیق په وینا، دا سیالۍ د ازبکستان په کوربتوب د اسیایي اولمپیکي سیالیو ته د لار موندنې په هدف ترسره کېږي او تر دې دمه افغان ورزشکارانو پکې د پام وړ پایلې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ویلي چې افغان لوبغاړي لا هم د نورو مډالونو د ګټلو چانس لري او هیله یې څرګنده کړې چې دوی به په دې سیالیو کې لا نورې لاسته راوړنې هم ولري.