• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د دفاعي صنعت شرکتونو له اوکرایني ډرون الوتکو د ځان ژغورنې لپاره درندې وسلې وغوښتې

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۱

روسي شرکتونو له ولادیمیر پوتین سره په یوه ناسته کې ویلي چې دوی چمتو دي د خپلو صنعتي تاسیساتو د دفاع لپاره د درندو وسلو او برېښنايي دفاعي سیستمونو د پېرلو لګښتونه ورکړي، څو د اوکرایني ډرون بریدونو مخه ونیول شي.

د کرملین د رسمي ویب‌پاڼې له مخې، دا غوښتنه د روسیې د لویو صنعتکارانو او سوداګرو د ټولنې مشر الکساندر شوخین کړې ده.

هغه ویلي چې روسي صنعت، په ځانګړي ډول د تېلو تصفیې کارخونې، د تېلو زېرمې، د سرې تولیدي فابریکې او بندرونه، سږ کال د ډرون بریدونو له ډېرېدو سره مخ دي.

شوخین ویلي چې شرکتونه درندو وسلو، الکترونیکي جنګي سیستمونو، لیزري وسایلو او نورو دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

هغه وړاندیز کړی چې خصوصي شرکتونه د دې تجهیزاتو د پېرلو لپاره لګښت ورکولو ته چمتو دي، خو اړتیا ده چې د تمویل لپاره یو روڼ میکانیزم جوړ شي.

شوخین همداراز له پوتین غوښتنه کړې چې د هغو شرکتونو د مالیاتو او نورو دولتي تادیاتو جریمې معاف شي، چې په بریدونو کې زیانمنې شوې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۵

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

•
•
•

نور کیسې

په لویدیزه غاړه کې مخپټو اسراییلیانو له یوې فلسطینۍ شپنې نه د اختر ۴۵ پسونه غلا کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د لوېدیزې غاړې په مسافریطا سیمه کې د یوې فلسطینۍ شپنې سمعیه رشید ۴۵ پسونه غلا شوي او د نوموړې د اختر خوښي یې په ویر بدله کړې ده. دغه شپنه وايي، چې لومړی یې د شپې رمه ساتونکي سپي وژل شوي او بیا یې پسونه غلا شوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ښځه وایي چې د اختر لپاره یې څرب کړي پسونه سهار وختي د اسراییلي میشتځایونو اوسېدونکو وړي دي.

هغه وایي چې د رمې ساتونکي سپي یې د شپې وژل شوي او بیا یې پسونه غلا شوي دي.

هغې زیاته کړې، « دا زموږ د ژوند یوازینۍ سرچینه ده. زه او مېړه مې د همدې پسونو له عایده ژوند کوو. اوس زه د مېړه د درملنې لپاره هم څه نه لرم».

د راپور له مخې، د هغې مېړه د سرطان ناروغي لري او د پسونو غلا یې اقتصادي وضعیت لا خراب کړی دی.

د مسافر یطا اوسېدونکي وایي چې په سیمه کې پر شپنو بریدونه زیات شوي دي.

رویټرز د ویډیو له لارې تایید کړې چې مخپټي کسان د شپې له خوا پسونه له فارم څخه وړي او د موقعیت تایید یې د سپوږمکۍ انځورونو او پخوانیو معلوماتو له لارې کړی دی.

اسراییلي پوځ ویلي چې ځواکونو یې په سیمه کې حضور درلود، خو د پېښې پر مهال یې کوم اسراییلی نه دی لیدلی او موضوع یې پولیسو ته سپارلې ده.

د فلسطین د کرنې وزارت د یوه ویاند په وینا، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۴۰۰۰ څاروي اسراییلیانو وړي او فلسطیني بزګران له ۵ میلیون ډالرو څخه زیات زیان سره مخ شوي دي.

ټرمپ: د ایران یورانیم باید په امریکا یا بل ځای کې له‌منځه یوړل شي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران غني شوي یورانیم باید سملاسي امریکا او یا هم د ایران په همغږۍ په بل ځای کې له‌منځه یوړل شي. ټرمپ پر «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه کار باید د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې (IAEA) یا ورته یوې بلې باصلاحیته ادارې تر څار لاندې ترسره شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې امریکایي چارواکي وایي له ایران سره د لومړنۍ هوکړې لپاره خبرې روانې دي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې تېره ورځ په قطر کې خبرې روانې وې او زیاته کړې یې ده: «د لومړنۍ هوکړې د متن پر سر لا هم خبرې اترې روانې دي».

روبیو همداراز ویلي، چې د هوکړې د متن وروستي کول ښايي «څو ورځې وخت ونیسي». د دوشنبې په شپه الجزیرې راپور ورکړ، چې د قطر منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د تهران د کنګل شویو شتمنیو په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لامل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د دغه موضوع د اهمیت له امله ښايي ډېر ژر د امریکا او ایران ترمنځ رسمي هوکړه اعلان شي. ورته مهال د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز ویلي، چې امریکایي پوځ د دوشنبې په ورځ هرمز تنګي ته نږدې په ایران کې ځینې موخې په نښه کړې دي. د ایران دولتي رسنیو بیا د سپاه پاسداران د یوشمېر غړو د وژل کېدو راپور ورکړی دی. هاوکینز ټینګار کړی: «د امریکا مرکزي قومانداني له خپلو ځواکونو سره د دفاع په حال کې ده او همداراز د روان اوربند پرمهال له زغم څخه کار اخلي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سپاه پاسداران د توغندیو د توغولو ځایونه او کښتیو پر ضد د عملیاتو په اړه ویلي: «د هرمز تنګی باید پرانیستی پاتې شي او په هر حالت کې به پرانیستی وي».

ملګرو ملتونو په بلوچستان کې د اورګاډي مرګونی برید وغانده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۴:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک د پاکستان په کوټې ښار کې پر یوه مساپر وړونکي اورګاډي مرګونی برید وغانده. دوجارېک وویل، د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کوي چې «ترهګري» په هر ډول او بڼه د منلو وړ نه‌ده.

هغه د برید د عاملینو پېژندلو او عدالت ته د راکاږلو غوښتنه وکړه. دوجارېک همداراز د پاکستان له خلکو او حکومت سره د ملګرو ملتونو پر پیوستون او ملاتړ ټینګار وکړ.

د یکشنبې په سهار د پاکستان په سوېل لوېدیځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پاکستاني سرتېرو پر لېږدونکي اورګاډي د موټر بم برید وشو، چې شاوخوا ۲۴ کسان په‌کې ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول.

د بلوڅانو د ازادۍ پوځ چې یوه بېلتون غوښتونکې ډله ده، د دغه برید مسوولیت یې په غاړه اخیستی دی. الجزیرې راپور ورکړی، چې د اورګاډي پټلۍ ته نږدې ګڼ کورونه او ودانۍ سختې زیانمنې شوې دي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې د اورګاډي سوځېدلي واګونونه هم ښکاري، چې چپه پراته دي او د تورو لوګیو ګڼې څپې یې اسمان ته پورته کېږي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دغه پېښه کې د پاکستان شاوخوا درې سرحدي پولیس هم وژل شوي دي؛ خو ډېری قربانیان ملکي وګړي دي، چې په‌کې لارویان، مساپر او د چاودنې ځای ته نږدې د سیمې اوسېدونکي شامل دي.

له دې پېښې وروسته د کوټې ښار په ټولو لویو دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او روغتیايي کارکوونکي په بېړني ډول خپلو دندو ته راغوښتل شوي. افغان طالبانو هم دغه برید غندلی دی.

برېتانوي چارواکی: د طالبانو له لوري د ماشومانو د ‌ودونو قانوني کول «وېرونکې» موضوع ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او شمالي افریقا مرستیال نیکلاس فالکونر ویلي چې د طالبانو د نوو قوانینو په اړه راپورونه چې په کې د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکړل شوې، هغه «ډېر سخت وېرولي» دي

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» ته په اشارې ویلي چې «د ماشومانو ودونه تل او په هر ځای کې د بشري اساسي حقونو ښکاره سرغړونه ده».

فالکونر ټینګار کړی چې نجونې باید خوندي وساتل شي، نه دا چې د تاوتریخوالي او زیان منلو ته اړ کړل شي.

دا اصولنامه چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا توشیح شوې، تازه د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري خپره شوې ده. په دې سند کې د ماشومانو د ‌ودونو موضوع په ضمني ډول منل شوې او د طلاق په حق کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ توپیرونه هم شامل دي.

د دې اصولنامې خپرېدو د بشري حقونو او ښځو د حقونو د فعالانو او نړیوالو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې دغه اصولنامه په قانوني او عملي توګه د ښځو پر وړاندې تبعیض نور هم بنسټیز کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

خو طالبان وایي چې دا اصولنامه د اسلامي شریعت پر بنسټ چمتو شوې او پر نړیوالو نیوکو ارزښت نه ورکوي.

سینټکام: امریکايي ځواکونو په جنوبي ایران کې د کښتیو او توغندیو پر اډو بریدونه کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، چې امریکايي ځواکونو د ایران په جنوبي سیمو کې پر هغو هدفونو بریدونه کړي چې د دوی په وینا د ماینونو د ځای پر ځای کولو په هڅو بوختې کښتۍ او د توغندیو د توغولو ځینې اډې پکې شاملې وې.

سینټکام د دوشنبې په ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه بریدونه د «دفاعي اقداماتو» په چوکاټ کې ترسره شوي دي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي، د دغو بریدونو موخه د هغو ګواښونو مخنیوی و چې د دوی په وینا د ایراني ځواکونو له لوري امریکایي سرتېرو ته متوجه وو.

د سمندري ځواکونو کپتان ټیم هاوکینز، ویلي: «د امریکا مرکزي قومانداني د روان اوربند پر مهال له زغم څخه د کار اخیستنې ترڅنګ د خپلو ځواکونو دفاع ته دوام ورکوي.»

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.