طالبان د رسنیو استازو ته؛ د هبتالله فرمانونه باید په خپرونو کې په پام کې ونیسئ

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د هبتالله زرګونه چاپ شوي پیغامونه یې ملکي او نظامي ادارو او خلکو ته وېشلي او سیمهییزو رسنیو او خبریالانو ته یې سپارښتنه کړې چې د طالبانو د مشر فرمانونه په خپرونو کې په پام کې ونیسي او له هغو مطالبو ډډه وکړي چې «ټولنه بېلارې کوي».
