ټرمپ: د ایران یورانیم باید په امریکا یا بل ځای کې لهمنځه یوړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د ایران غني شوي یورانیم باید سملاسي امریکا او یا هم د ایران په همغږۍ په بل ځای کې لهمنځه یوړل شي. ټرمپ پر «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه کار باید د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې (IAEA) یا ورته یوې بلې باصلاحیته ادارې تر څار لاندې ترسره شي.
