طالبان: دامهال په بلخ کې د بوټانو د تولید ۱۸۰ فابریکې فعاله دي

په بلخ کې سیمهییز طالب مسوولین وایي، دامهال په مزارشریف ښار کې د بوټانو او پلاستیک ۱۸۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ تر ۲۰۰ زیات کسان پهکې په کار بوخت دي.

په بلخ کې سیمهییز طالب مسوولین وایي، دامهال په مزارشریف ښار کې د بوټانو او پلاستیک ۱۸۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ تر ۲۰۰ زیات کسان پهکې په کار بوخت دي.
دوی زیاتوي، چې په دغه کسانو کې تر ۵۰ زیات له ایران او پاکستان نه ستنو شويو ځوانانو ته هم کاري فرصتونه برابر شوي.
په بلخ کې د بوټانو د تولید فابریکې یو مسوول فریدالله افضلي ویلي، چې د دوی فابریکې د کورنیو تولیداتو او مناسب کیفیت له امله د هېواد په بازارونو کې ښه ځای خپل کړی دی. هغه زیاتوي، چې په یاده فابریکه کې څه باندې ۱۵۰ ډوله کورني بوټان تولیدېږي او که لازمه همکاري او زمینه برابره شي؛ نو د بهرنیو بازارونو لپاره هم د صادراتو وړتیا لري.
په ورته وخت کې په بلخ کې د طالبانو مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي، چې سیمهییزه اداره د صنعتکارانو د ستونزو هواري، د بازار پراختیا او د صادراتو په برخه کې د زمینې برابرولو ته ژمنه ده.
په بلخ کې بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، چې دامهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۷۰۰ تولیدي کارخونې فعالې دي.
له بل پلوه د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید ویلي، په تېر ۱۴۰۴کال کې په دغه ولایت کې په بېلابېلو تولیدي او اقتصادي برخو کې څه باندې ۷۰۰ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې دغه پانګونه د اوسپنې تولید، کرنې، خوراکي توکو او نورو اقتصادي برخو کې شوې ده.