قطر هوکړې ته د رسېدو لپاره تهران ته د ۱۲ مېلیارد ډالرو وړاندیز په اړه راپورونه رد کړل

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوحې د هغه وړاندیز په اړه راپورونه رد کړل، چې له امریکا سره د یوې هوکړې ترلاسه کولو په موخه تهران ته د ۱۲ مېلیارد ډالرو د شتمنیو ازادولو د وړاندیز ادعا پهکې شوې وه. نوموړي دغه ادعاوې د اوسنیو ډیپلوماتیکو هڅو د تخریب هڅه وبلله.
