ایران پر امریکا تور لګولی چې هرمزګان سیمه کې یې اوربند نقض کړی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه اعلامیه کې امریکا تورنه کړې چې په هرمزګان سیمه کې یې له اوربنده سرغړونه کړې ده. تهران ویلي، د امریکا پوځ په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر ایراني سوداګریزو بېړیو څو بریدونه او «پاروونکي اقدامات» کړي دي.
