• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین او پاکستان وایي د افغانستان وضعیت د سیمې له امنیت سره تړلی دی

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱

بیجینګ ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر سفر وروسته چین او پاکستان په یوې ګډې اعلامیه کې د افغانستان وضعیت د سیمې امنیت او ټیکاو لپاره مهم بللی. د اعلامیې له مخې؛ د افغانستان وضعیت د سیمې امنیت او ټیکاو سره مستقیم تړاو لري او د سیمې هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري ولري.

چین او پاکستان ټینګار کړی، د «ترهګرۍ» پر ضد ګډې هڅې اړینې دي او هېڅ ډلې ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان له خاورې د سیمې د هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
په اعلامیه کې د چین په اورومچي ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د نارسمي خبرو اترو د اسانتیا برابرولو او کوربه‌توب په برخه کې د بیجېنګ د رول ستاینه هم شوې ده.
همداراز دواړو هېوادونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي او د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو او همغږۍ پر اهمیت ټینګار کړی. چین په دې برخه کې د همکارۍ د اسانتیا او د خبرو لپاره د یوه مناسب فرصت له برابرولو ملاتړ څرګند کړی؛ څو د سیمه‌ییزو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي لپاره زمینه برابره شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې له امنیت لپاره حیاتي بلل کېږي او باید د ګډو هڅو له لارې خوندي شي. دغه ګډه اعلامیه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت چین ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر سفر وروسته خپره شوې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې د طالبانو ښاروالۍ د ۶۱ نامعلومو کسانو مړي په هدیره کې ښخ کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۱۰:۲۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په کندهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانوښاروالۍ د۶۱ نامعلومو کسانو مړي په هدیره کې ښخ کړي دي. افغانستان انټرنشنل ددې نويو قبرونو ویډیو هم ترلاسه کړې، خو د مړو هویت یوازې په کوډونو په نښه شوی.

د طالبانو د کندهار په ښاروالۍ کې سرچینو نن سې شنبه د غبرګولي پر ۵مه وویل، چې دغه۶۱ مړي د روان ۱۴۰۵ کال د غويي پر ۱۵ مه نېټه ښخ شوي دي.

طالبانو تراوسه ددې مړو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه هم دوی د مړو ښخولو په اړه څه ویلي دی.

د طالبانو د کندهار ښارولۍ له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د لا وارثه کسانو مړي په هدیرو کې ښخ کړي دي.

تېرکال طالبانو ویلي و، چې ۲۰ تنه لاوارثه مړي یې ښخ کړي دي خو ددغو مړو د هویت او مړینې د څرنګتیا په اړه جزئیات له رسنیو پټ ساتلي دي.

100%

نړیوالو بشري بنسټونو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته دې ډلې د افغانستان د تېر حکومت امنیتي ادارو ګڼ غړي په مرموز ډول وژلي او یا هم زنداني کړي دي.

د تېر جمهوریت پرمهال هم ښاروالۍ د لاوارثه کسانو مړي او د کندهار مېرویس روغتون په سړوخونو کې تر اوږدې مودې پاتې کېدونکي مړي په هدیرو کې ښخول.

یو عیني شاهد، چې له دې هدیرې یې ویډیو ثبت کړې ده، ویلي، چې دا هدیره د کندهار ښار په څنډه کې موقعیت لري.

ددغو مړو پر ډبرلیکونو د « اسلامي امارت» او ښاروالۍ نومونه او دغه راز کوډ شمېرې او نېټې لیکل شوې دي، خو د مړو د هویت په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا هم روښانه نه ده، چې دغه مړي په جګړو کې د طالبانو وژل شوي سرتېري دي او که لا وارثه کسان دي، چې له روغتونونو دلته لېږدول شوي دي.

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا د استخباراتي ادارو په ملاتړ هڅه کوي د افغانستان ځینې سیمې په ځانګړې توګه د هېواد شمالي برخې د طالبانو له کنټروله بهر کړي.

تاس خبري اژانس د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې د ګډو ګټو هېوادونو (CIS) د امنیتي او ځانګړو خدمتونو ادارو د مشرانو په غونډه کې کړې دي. هغه ویلي، د داعش خراسان څانګه له هغې سره تړلې جهادي ډلې او د طالبانو وسله‌وال مخالفین د برېتانیا د استخباراتو په ملاتړ د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو هڅې کوي.

هغه ادعا کړې، دغه ډلې هڅه کوي د طالبانو له کنټرول څخه بهر سیمې پراخې کړي چې د افغانستان په شمال کې د لا زیات نفوذ زمینه برابره کړي. د روسیې د استخباراتو مشر خبرداری ورکړی، چې داعش خراسان ډله د منځنۍ اسیا له هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، قرغزستان او قزاقستان جنګیالیو په جذب بوخته ده.
د هغه په وینا؛ یادې ډلې پټې «ترهګرې» شبکې جوړې کړې او د سیمې په هېوادونو کې د بریدونو پلانونه جوړوي. بورتنیکوف زیاته کړې، چې روسیې د تاجکستان او ازبکستان له امنیتي ادارو سره په ګډه همکارۍ په روسیه کې د څو «ترهګریزو» بریدونو مخه نیولې ده.

هغه د خبرو پر دوام د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ ضد همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د سیمې امنیت د افغانستان ټیکاو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکو پورې تړلی دی.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د حضور او فعالیتونو راپورونه او همداراز د مقاومت او ازادۍ جبهو له لوري د طالبانو پر ضد وسله‌وال فعالیتونه د یادې ډلې لپاره له مهمو امنیتي ننګونو بلل کېږي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان سره د یادې ډلې راغلي کړکېچونه هم یو له مهمو امنیتي اندېښنو شمېرل کېږي.

د افغانستان انټرنشنل تر راپور وروسته؛ طالبانو ښوونکو ته د تنخواوو د ورکړې ژمنه کړې ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۳۱ GMT+۱

تېره ورځ مدرسو ته د اختر په مناسبت د نغدو پیسو د ورکړې او د ښوونکو د تنخواوو د ځنډ په اړه د افغانستان انټرنشنل- پښتو د ځانګړي راپور تر خپرېدو وروسته په کندهار کې د طالبانو پوهنې ریاست ښوونکي ورغوښتي، چې د څو میاشتو تنخواوې ورکړي.

ښوونکي بیا دغه ډول ناوخته اقدامات یوازې د خلکو د غوسې د کنټرول هڅه یادوي. په کندهار کې د طالبانو پوهنې ادارې رسنیز دفتر پر فېسبوک پاڼه په یوې خبرتیا کې ښوونکو ته په خطاب لیکلي: «که ستاسو معاشات تر اوسه نه‌وي‌ حواله شوي؛ نو مهرباني‌ وکړئ ریاست ته تشریف راوړئ، د پوهنې ریاست او مستوفیت د کنټرول درانه همکاران ستاسو په خدمت کې دي».

په کندهار کې ګڼ شمېر ښوونکي وایي، که څه هم دوی ته د پوهنې ادارې له لوري د حاضرېدو ویل شوي؛ خو عملي امکانات ډېر کم دي، چې د لوی اختر تر رارسېدو مخکې دې تنخواوې ورکړل شي.

د دوی په خبره؛ دغه ډول ناوخته اقدامات یوازې د خلکو د غوسې د کنټرول هڅه ده، نه د ستونزې بنسټیز حل. یو ښوونکی په دې اړه وایي: «موږ ته د اختر په وروستۍ شپه خبر راکول کېږي، چې ریاست ته راشئ خو معاشات په یوه ورځ نه اجرا کېږي. که د حکومت نیت رښتینی وای؛ نو دغه غم به یې له مخکې خوړلی وای دا هسې رشخند دی».

ښوونکي شکایت کوي، چې د تنخواوو دوامداره ځنډ د دوی اقتصادي او رواني ژوند سخت اغېزمن کړی دی. د دوی په خبره؛ داسې مهال چې نور خلک د اختر تیاری نیسي، دوی لاهم د کور د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

یو بل ښوونکی وایي: «ماشومان مو د جامو او نورو توکو غوښتنه کوي؛ خو موږ د کور د خوراک لپاره پور اخلو او پور هم اوس څوک نه راکوي. دا زموږ لپاره یوازې اقتصادي ستونزه نه؛ بلکې د عزت او ابرو مسله هم ده».

په خواله رسنیو کې هم ګڼو ښوونکو او فعالانو د پوهنې ریاست پر چلند سختې نیوکې کړې دي. دوی لیکلي، د تنخواوو ستونزه باید مخکې حل شوې وه؛ نه دا چې د اختر په شپه د ښوونکو نوملړونه ترتیب او خلک ریاستونو ته وروغوښتل کېږي.

د راپورونو له مخې؛ په داسې حال کې چې ځینو مدرسو ته د اختر په مناسبت ځانګړې مرستې او نغدې پیسې ورکړل شوې، د دولتي ښوونځیو ډېری ښوونکي لا هم د خپلو عادي تنخواوو په تمه دي؛ خو یو شمېر ته یې تنخواوې حواله شوې دي.

د دوی په باور؛ کله چې د یوې ټولنې ښوونکي له اقتصادي فشار، بې‌باورۍ او دوامداره ځنډونو سره مخ وي، نو د زده‌کړو کیفیت هم اغېزمن کېږي. خلک او ښوونکي له مسوولو ادارو غواړي، چې د تنخواوو ستونزه د موسمي ژمنو او لنډمهاله اقداماتو پرځای په بنسټیز ډول حل کړي.

د دوی په خبره؛ ښوونکي باید د ټولنې د خدمت په بدل کې پر وخت تنخوا ترلاسه کړي، نه دا چې هر اختر د پور، لوږې او انتظار تر سیوري لاندې تېر کړي.

په بغلان کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۱ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱

په بغلان کې د طالبانو د والي ویاند فاروقي خپلواک ویلي، چې په دغه ولایت کې سختو ورښتونو او سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه سېلابونو کې تر دې دمه ۱۱ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه شمېرې وروستۍ نه‌دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه تر دې لوړه شي. هغه ويلي، دغه سېلابونه د مرکزي بغلان اړوند د کرکر، بند دو، زمان‌خېل، حسن‌خېل او بابا نظر سیمو کې راوتلي او خلکو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د زمان‌خېلو د ګذر وکیل مسعود احمدزی وایي، چې یوازې په همدې کلي کې شاوخوا ۸۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د هغه په وینا؛ په دغه سیمه کې دوه ښځې مړې شوې او اووه نور ټپیان دي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی.

بلخوا ځایي اوسېدونکي وایي، چې خوراکي توکو او لومړنیو بشري مرستو ته جدي اړتیا لري. د یادونې وړ ده، چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو د بغلان په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
له بل پلوه له پېښو سره د طالبانو د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، چې د روان لمریز کال د وري له شپږمې تر اوسه په ټول هېواد کې د دغه ډول طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۵ او د ټپیانو شمېر ۳۵۴ ته او همداراز د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۱۸۸۴ ته او په ټوله کې د زیانمنو کورنیو شمېر ۱۸ زره او ۳۲۸ ته رسېدلی دی.

انځوریز راپور؛ کندهار کې اقتصادي ناورین د لوی اختر خوښۍ مړاوې کړې دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د کندهار اوسېدونکي‌ وايي، د لوی اختر ورځې به پخوا د خوښیو، رنګینو جامو، مېلو او د بازارونو د شور او ځوږ او ګڼې‌ګوڼې ورځې وې؛ خو سږکال په کندهار کې د اختر فضا بې‌خونده، پېکه او له اندېښنو ډکه ښکاري. خلک زیاتوي، اقتصادي ستونزو، بې‌روزګارۍ او بې‌وسۍ د اختر ټولې دودیزې خوښۍ تروړې دي.

د ښار په بېلابېلو بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د تېرو کلونو پرتله خورا کمه ده. هټۍوال شکایت کوي، چې د اختر موسم دی؛ خو خرڅلاو نږدې په ټپه ولاړ دی. خلک یوازې د لومړنیو خوړو پر برابرولو فکر کوي او د جامو، مېوو او نورو اختریزو توکو پېرل یې له وسه وتلي دي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی ګلاب وایي: «پخوا به مو د اختر لپاره ماشومانو ته جامې، مېوه او نور توکې اخیستل؛ خو اوس د اوړو او غوړیو په پیدا کولو حیران یو، داسې اخترونه مو هیڅکله نه‌وو لیدلي».

د کندهار په شاه بازار کې د اختر د تیاریو لپاره د خلکو ګڼه‌ګوڼه
100%
د کندهار په شاه بازار کې د اختر د تیاریو لپاره د خلکو ګڼه‌ګوڼه

کندهار کې خلک د اختر لپاره په تیاریو بوخت دي، ګڼه‌ګوڼه زیاته خو اقتصاد کمزوری او د اختر سودا تر پخوا کم‌رنګه شوې ده.

د کندهار چهارسو هټۍوال د سړک پر غاړه وچه مېوه پلوري
100%
د کندهار چهارسو هټۍوال د سړک پر غاړه وچه مېوه پلوري
د کندهار ښار په شاه‌بازار کې د سړک پر غاړه د کلچو یو پلورونکی
100%
د کندهار ښار په شاه‌بازار کې د سړک پر غاړه د کلچو یو پلورونکی

بل تن چې د ښار په یوه بازار کې هټۍ لري وایي: «هر کال به په همدې ورځو کې بازارونه له خلکو ډک وو؛ خو اوس خلک یوازې قیمتونه پوښتي او بېرته ځي، د خلکو جېبونه خالي دي کارونه نه‌شته».

د وچې مېوې پلورنکي
100%
د وچې مېوې پلورنکي

د کندهار ډېری اوسېدونکي د بې‌روزګارۍ زیاتوالی د اوسني وضعیت اصلي لامل بولي.

دوه ځوانان د اختر د قربانیو لپاره چړې پلوري
100%
دوه ځوانان د اختر د قربانیو لپاره چړې پلوري
د کندهار هرات بازار؛ ځوانانو د سړک پر غاړه د پلور لپاره ترموزونه اېښي
100%
د کندهار هرات بازار؛ ځوانانو د سړک پر غاړه د پلور لپاره ترموزونه اېښي

د خلکو په خبره؛ د کار د نشتوالي کچه دومره پراخه شوې، چې ګڼې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د کور وسایل پلوري. یو ځوان چې له څو میاشتو راهیسې بې‌روزګاره دی وایي: «د بې‌کارۍ په خاطر مجبور شوی یم، چې د کور ځینې شیان خرڅ کړم؛ خو اوس هغه هم څوک نه رانیسي. خلک پیسې نه‌لري، کارونه نه‌شته په خپل نس پورې حیران دي».

د بې‌وزلۍ یو ښکاره انځور؛ یو سپین ږېری په لاس ګاډي کې د کور توکي پلوري
100%
د بې‌وزلۍ یو ښکاره انځور؛ یو سپین ږېری په لاس ګاډي کې د کور توکي پلوري

د دوامداره اقتصادي رکود، د کاري فرصتونو کمښت او د خلکو د پېرلو د توان کمېدو له امله د اختر دودیزو بازارونو خپل پخوانی شور او ځوږ له لاسه ورکړی دی. د دوی په خبره؛ که د خلکو اقتصادي وضعیت ته جدي پام ونه شي، نو د ټولنې رواني او ټولنیزې ستونزې به نورې هم زیاتې شي.

د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې سخت امنیتي‌ تدابیر نیول شوي او طالب امنیتي کسان په تالاشیو بوخت دي
100%
د کندهار ښار په بېلابېلو برخو کې سخت امنیتي‌ تدابیر نیول شوي او طالب امنیتي کسان په تالاشیو بوخت دي

ښځې هم شکایت کوي، چې د کورنیو اقتصادي ستونزو د اختر هر ډول چمتووالی اغېزمن کړی دی. د کندهار اوسېدونکي له مسوولو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د بې‌وزله کورنیو لاسنیوی وکړي، د کار زمینه برابره شي او د خلکو اقتصادي ستونزو ته عملي حل لارې وموندل شي.

د کندهار یوشمېر ښاریان د قربانۍ لپاره د پسونو په پېرلو بوخت دي
100%
د کندهار یوشمېر ښاریان د قربانۍ لپاره د پسونو په پېرلو بوخت دي
په کندهار کې د پسونو د پلور ځانګړې سیمه
100%
په کندهار کې د پسونو د پلور ځانګړې سیمه
د کندهار ښار؛ طالبان د امنیت ټینګولو پر مهال
100%
د کندهار ښار؛ طالبان د امنیت ټینګولو پر مهال

د خلکو په وینا، اختر د خوښۍ او یووالي پیغام لري؛ خو که لوږه، بې‌کاري او اقتصادي فشارونه دوام وکړي، نو د اختر نوم به یوازې په کلیز کې پاتې شي او د خوښۍ احساس به ترې ورک شي.

د کندهار شهیدانو چوک
100%
د کندهار شهیدانو چوک