• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د کندوز ـ بلخ عمومي لاره تر ترمیم وروسته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شوه

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د ټولګټو چارو ریاست خبر ورکړی، د کندوز ـ بلخ عمومي لاره چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنه شوې وه؛ تر ترمیم وروسته بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شوه.

یاد وزارت د وروستیو ورښتونو له امله د سالنګ لویې لارې په ګډون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ د یوشمېر لویو او فرعي لارو د تړل کېدو خبر ورکړی و، چې اوس ډېری دغه لارې بېرته د تګ‌راتګ لپاره خلاصې شوې دي.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وړمه ورځ هم خبر ورکړی و، د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د بغلان ولایت اړوند د بغلان ـ کندوز عمومي مسیر او خنجان ـ بنو مسیر په ګډون یوشمېر لارې چې په لنډمهالي ډول تړل شوې وې؛ بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شوې.
له بل پلوه له پېښو سره د طالبانو د مبارزې چمتووالي ادارې ویلي، چې د روان لمریز کال د وري له شپږمې تر اوسه په ټول هېواد کې د دغه ډول طبیعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۸۵ او د ټپیانو شمېر ۳۵۴ ته او همداراز د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۱۸۸۴ ته او په ټوله کې د زیانمنو کورنیو شمېر ۱۸ زره او ۳۲۸ ته رسېدلی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوالو بنسټونو راپورونه ناسم وبلل

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۹ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزارت په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او اړمنو کسانو د شمېر زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) او ورته نورو نړۍوالو بنسټونو راپورونه ناسم او له مبالغې ډک بللي دي.

د دغه وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، دامهال د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی او د بېلابېلو اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه ادعا کړې، چې ځینې رسنۍ او بنسټونه په خپلو راپورونو کې ځانګړې موخې څاري او هڅه کوي د افغانستان اقتصادي وضعیت تر واقعي حالت ډېر خراب وښيي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د اوچا هغه راپور رد کړی، چې په‌کې ویل شوي په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱.۷ مېلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا ده؛ خو تر اوسه یوازې ۱۹۵ مېلیون ډالر برابر شوي، چې د اړتیا وړ بودجې ۱۱ سلنه جوړوي.
د اوچا د راپور له مخې؛ د دغه مرستو ۴۹ سلنه ګټه اخیستونکي ماشومان، ۳۰ سلنه ښځې او ۲۱ سلنه نارینه دي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو بنسټونو په وار، وار په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعیت، پراخې بې‌وزلۍ او بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی.

د راپورونو له مخې؛ یوشمېر خلک د سخت اقتصادي فشار او بې‌کارۍ له امله ان تر ځان وژنې پورې اړ شوي دي. څو ورځې وړاندې په کابل کې یو انجنیر چې د کار موندنې لپاره یې ګڼو ادارو ته مراجعه کړې وه او منفي ځوابونه یې ترلاسه کړي وو، د هوايي ډګر پر سړک ځان ته اور واچاوه او وروسته د ژورو ټپونو له امله مړ شو.

طالبان: دامهال په بلخ کې د بوټانو د تولید ۱۸۰ فابریکې فعاله دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۱۰ GMT+۱

په بلخ کې سیمه‌ییز طالب مسوولین وایي، دامهال په مزارشریف ښار کې د بوټانو او پلاستیک ۱۸۰ تولیدي فابریکې فعالیت لري چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ تر ۲۰۰ زیات کسان په‌کې په کار بوخت دي.

دوی زیاتوي، چې په دغه کسانو کې تر ۵۰ زیات له ایران او پاکستان نه ستنو شويو ځوانانو ته هم کاري‌ فرصتونه برابر شوي.
په بلخ کې د بوټانو د تولید فابریکې یو مسوول فریدالله افضلي‌ ویلي، چې د دوی فابریکې د کورنیو تولیداتو او مناسب کیفیت له امله د هېواد په بازارونو کې ښه ځای خپل کړی دی. هغه زیاتوي، چې په یاده فابریکه کې څه باندې ۱۵۰ ډوله کورني بوټان تولیدېږي او که لازمه همکاري او زمینه برابره شي؛ نو د بهرنیو بازارونو لپاره هم د صادراتو وړتیا لري.

په ورته وخت کې په بلخ کې د طالبانو مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي، چې سیمه‌‌ییزه اداره د صنعت‌کارانو د ستونزو هواري، د بازار پراختیا او د صادراتو په برخه کې د زمینې برابرولو ته ژمنه ده.

په بلخ کې بیا د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، چې دامهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۷۰۰ تولیدي کارخونې فعالې دي.
له بل پلوه د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید ویلي، په تېر ۱۴۰۴کال کې په دغه ولایت کې په بېلابېلو تولیدي او اقتصادي‌ برخو کې څه باندې ۷۰۰ مېلیون ډالره پانګونه شوې ده. نوموړي‌ زیاته کړې، چې دغه پانګونه د اوسپنې تولید، کرنې، خوراکي توکو او نورو اقتصادي‌ برخو کې شوې ده.

د اختر په مناسبت؛ طالبانو د ننګرهار له زندانه ۲۳ بندیان خوشې کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یادې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ۲۳ تنه بندیان له زندانه خوشې شوي دي.

د یاد دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د زندانونو چارو د سمون رییس سهیل سعید په حواله راغلي، چې دوی په زندانونو کې د بندیانو لپاره د حرفوي او اصلاحي روزنې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ له خوشې شویو بندیانو ژمنه اخیستل شوې، چې له دې وروسته به له هر ډول جرم او ناقانونه کړنو ډډه کوي او په ټولنه کې به رغنده رول لوبوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې ویلي و، چې د یادې ډلې د سترې محکمې د حکم پر بنسټ یې د لوی اختر په مناسبت د کابل، بلخ او غزني له زندانونو ۲۴۹ بندیان خوشې کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د طالبانو په زندانونو کې د ښځو، خبریالانو او بهرنیو وګړو په ګډون زرګونه کسان بندیان دي او د بند شپې او ورځې تېروي.

برېتانوي چارواکی: د طالبانو له لوري د ماشومانو د ‌ودونو قانوني کول «وېرونکې» موضوع ده

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۲:۰۰ GMT+۱

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او شمالي افریقا مرستیال نیکلاس فالکونر ویلي چې د طالبانو د نوو قوانینو په اړه راپورونه چې په کې د ماشومانو ودونو ته اجازه ورکړل شوې، هغه «ډېر سخت وېرولي» دي

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۴مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې د طالبانو د «زوجینو د تفریق اصولنامې» ته په اشارې ویلي چې «د ماشومانو ودونه تل او په هر ځای کې د بشري اساسي حقونو ښکاره سرغړونه ده».

فالکونر ټینګار کړی چې نجونې باید خوندي وساتل شي، نه دا چې د تاوتریخوالي او زیان منلو ته اړ کړل شي.

دا اصولنامه چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا توشیح شوې، تازه د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري خپره شوې ده. په دې سند کې د ماشومانو د ‌ودونو موضوع په ضمني ډول منل شوې او د طلاق په حق کې د ښځو او نارینه‌وو ترمنځ توپیرونه هم شامل دي.

د دې اصولنامې خپرېدو د بشري حقونو او ښځو د حقونو د فعالانو او نړیوالو بنسټونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې دغه اصولنامه په قانوني او عملي توګه د ښځو پر وړاندې تبعیض نور هم بنسټیز کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د نړیوالو بشري حقونو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

خو طالبان وایي چې دا اصولنامه د اسلامي شریعت پر بنسټ چمتو شوې او پر نړیوالو نیوکو ارزښت نه ورکوي.

طالبان د رسنیو استازو ته؛ د هبت‌الله فرمانونه باید په خپرونو کې په پام کې ونیسئ

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۰۱:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د هبت‌الله زرګونه چاپ شوي پیغامونه یې ملکي او نظامي ادارو او خلکو ته وېشلي او سیمه‌ییزو رسنیو او خبریالانو ته یې سپارښتنه کړې چې د طالبانو د مشر فرمانونه په خپرونو کې په پام کې ونیسي او له هغو مطالبو ډډه وکړي چې «ټولنه بېلارې کوي».

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د رسنیو مسوولانو او خبریالانو هم ژمنه کړې چې د هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو او پیغامونو په تړاو به معلوماتي پروګرامونه چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو پراخ محدودیتونه لګېدلي او د دغو محدودیتونو د سرغړونې په تور یو شمېر خبریالان زنداني شوي او ځینې یې شپې په زندانونو کې تېرې کړې دي.

بل لور ته د طالبانو د مشر د اختر پیغام کې راغلي چې دوی د اسلامي شریعت د اصولو پر بنسټ له نړۍ سره سیاسي او اقتصادي تعامل ته چمتو دي او ادعا یې کړې چې په دې برخه کې یې خپل مسوولیت ادا کړی دی.

په دغه پیغام کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو تر واک لاندې د ټولو خلکو حقونه خوندي دي او هېڅوک نشي کولی پر بل چا ظلم او تېری وکړي.

خو په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د وسلوالو او غلو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې ګڼ کسان وژل شوي دي. ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبان په ځینو دغو پېښو کې ښکېل دي او نیول شوي کسان له محاکمې پرته بېرته خوشې کېږي.