هند د چین او پاکستان ګډه اعلامیه کې د جمو او کشمیر په اړه څرګندونې بېځایه وبللې

د هند د بهرنیو چارو وزارت د چین او پاکستان ګډه اعلامیه کې د جمو او کشمیر په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې بېځایه څرګندونې بللې. هند د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز اړوند پروژو ته په اشارې ویلي، چې د هغو اقداماتو مخالفت کوي چې د پاکستان «غیرقانوني اشغال» ته مشروعیت ورکوي.
