د لکي مروت د پوليسو د امن کمېټې مشر خالد خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، په لکي مروت او شاوخوا پرتو ولسواليو کې د کلونو راهېسې د ناامنۍ او ترهګرۍ لړۍ روانه وه، او زیاتره پکې پوليس په نښه کېدل.
هغه وويل، «کله چې د وسله والو لخوا د پوليسو سرتېرو وژنې زياتې شوې او د هغو د کورنيو غړي هم په نښه کېدل پيل شو، په ۲۰۲۴م کال کې موږ اړ شو، د خپل امن لپاره مو اعتراض او بيا پرلت وکړو او د پوليس امن کمېټي مو جوړه کړه، چې نور به د وسله والو پرضد په خپله ودرېږو او عمليات به کوو».
د لکي مروت پوليسو له خوا د لاريون او پرلت پر وخت ځينې پوليس سرتيري له دندو څخه لرې کړل شوي او هغه وخت ويل شوي و، چې د قانون له مخې يو ځواک نه شي کولی چې لاريون او پرلت وکړي.
خالد خان وايي، هغه سرتيري بيرته پر دندو ګمارل شوي، او اوس یې د پوليسو د لوړ پوړو چارواکو او د سیمې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړی.
هغه زیاته کړه، «زموږ د په امن په کمېټه کې د پوليس ۲۵۰۰ پورې سرتيري، چې پر دندو دي، شامل دي او په بېلابيلو سیمو کې مو ولسي امن لښکرې جوړې کړي دي،
چې چېرته هم د وسله والو د شتون خبر ترلاسه کوو، هلته په ګډه عمليات کوو».
همداراز نوموړي وويل، «تراوسه پورې مو د وسله والو پرضد د ۱۵۰ نه تر ۲۰۰ پورې عمليات کړي او د ۲۰۰ نه زيات وسله وال مو وژلي دي».
د خالد خان په خبره، دوی ته تر ټولو غټ ګواښ د تحریک طالبان پاکستان ډلې څخه دی، خو دوی یې په ډاګيزه ډول مخې ته ودرېدلي او ادعا کوي چې په لکي مروت کې اوس وسله وال نه کوم ځای لري او نه کومه داسې سیمه شته چې د وسله والو په ولکه کې وي.
په دې وروستيو کې د لکي مروت پوليسو د امن کمېټې يوه ويډيو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، چې پکې دوی خلکو ته وايي، د وسله والو جنازې دې نه کوي.
خالد خان وايي، دوی څوک په جبري توګه نه دي منع کړي، خو يوازې په علماوو یې غږ کړی دی.
په لکي مروت کې ځينې خلک د پوليس امن کمېټې ملاتړ او ځينې پرې پوښتنې راولاړوي چې دوی په خلکو ځینې د خپلې خوښې خبرې مني، او اندېښنه لري چې هسې نه، دا د امن کمېټي هر څه په خپل لاس کې واخلي.
د لکي مروت څخه د ايالتي اسمبلۍ غړي جوهر محمد خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، دغه پوليس وايي چې دوی مجبوره شوي او دغه کمېټه يې جوړه کړې ده، خو « په قانون کې داسې کمېټې ناقونونه دي».
هغه دا مني چې په سیمه کې د پوليسو وژنې کېدې، او دا پوليس سرتيري هم د چا خپلوان دي، «خو د دوی د ځينو خبرو سره خلک موافق نه دي لکه د وسله والو کورونه سوځول او د هغوی خپلوانو ته تاوان اړول» په دې خلک نیوکې کوي.
هغه زياته کړه، «د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد عمليات کول د پوځ کار دی خو پوليسو د مجبورۍ له امله دا کار پيل کړی دی».
خالد خان وويل، دوی وسلو، ډرون او ځينې موټرو ته اړتيا لري چې د وسله والو پرضد غښتلي عمليات وکړی خو د ايالتي حکومت لخوا ورته ډېره پاملرنه نه کیږي.
بل لور ته جوهر محمد خان وايي، باوجود د دې چې د ايالت په مرکزي حکومت ډېرې روپۍ پاتې دي، خو بيا یې هم حکومت پوليسو ته ټول هغه څه برابروي، چې پوليس یې غواړي.