• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو کندهار کې د لوی اختر لمانځه لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ په لنډمهالي ډول بند کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په کندهار کې له نن سهار ۶ بجو راهیسې د لوی اختر لمانځه لپاره د مخابراتي شبکو فعالیت او انټرنېټ پرې شوی. د طالبانو ځایي امنیتي سرچینو هم ویلي، چې دغه اقدام په هر اختر کې د امنیتي تدابیرو لپاره ترسره کوي.

په کندهار کې سږکال هم د لوی اختر لمونځ د عیدګاه جومات ترڅنګ د ښار په بېلابېلو برخو کې ادا کېږي. له کندهار نه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ښار په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د لوی اختر لمونځ لپاره په جوماتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د سهار له ۶ بجو راهیسې مخابراتي شبکو او انټرنېټ هم کار پرېښی دی. په کندهار کې د یوه خصوصي‌ مخابراتي شرکت کارکوونکي ویلي، چې طالب استخباراتو دوه ورځې وړاندې په همدې ساعتونو کې دوی ته د نه فعالیت سپارښتنې کړې دي.

امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه اقدام یې د امنیتي تدابیرو په موخه ترسره کړی او هر کال د اختر لمانځه پرمهال د څو ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ پرې کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

•
•
•

نور کیسې

د اختر په مناسبت کندهار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د لوی اختر له رارسېدو سره هم‌مهاله په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او زرګونه خلک د اختر د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو او لویې عیدګاه ته روان دي.

د معلوماتو له مخې؛ سږ کال هم د کندهار په لویه عیدګاه او یوشمېر ځانګړو جوماتونو کې د لوی اختر لمونځ ادا کېږي او ټاکل شوې ده، چې د ښار په دغه جوماتونو کې د اختر لمونځ د سهار په اته نیمو بجو پر یوه وخت ترسره شي.

د کندهار مرکزي عیدګاه هرکال د اختر د لمانځه تر ټولو ستر مرکز ګڼل کېږي او د کندهار له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان د اختر لمونځ لپاره دغه ځای ته ورځي. د طالبانو مشر ملاهبت الله هم د اختر د لمانځه امامت په همدې عیدګاه کې کوي، له همدې امله د عیدګاه دننه او بهر امنیتي تدابیر د نورو سیمو پرتله خورا سخت نیول شوي دي.

کندهار ښاریان وايي، طالبانو د ښار پر مهمو لارو، د عیدګاه شاوخوا او ګڼې ګوڼې سیمو کې اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي دي. دغه راز درنې وسلې هم عیدګاه ته نږدې او دننه انتقال شوي او د خلکو تګ‌راتګ تر جدي څار لاندې دی.

طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۸۶۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

طالبانو اعلان کړی چې د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، ټولټال ۸۶۸کورنۍ چې شمېر یې یو زر او ۸۴۷کسانو ته رسېږي، د بېلابېلو لارو افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کورنیو څخه ۷۷۲کورنۍ، چې یو زر او ۴۷۹کسان پکې شامل دي، د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ۹نورې کورنۍ د سپین بولدک، ۴۷کورنۍ د نیمروز او ۴۰کورنۍ د هرات د اسلام‌ کلاله لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.

په داسې حال کې چې هره ورځ د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دوام لري، ګڼې هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول ایستل کېږي، له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

راپورونه ښيي چې ډېری دغه کورنۍ له چمتووالي او حتا د اړینو اسنادو له لرلو پرته افغانستان ته راګرځول کېږي او د راتګ په لومړیو ورځو کې د سرپناه نشتوالي، د خوراکي توکو کمښت او د ژوند د لومړنیو لګښتونو له ستونزو سره مخ وي.

له بلې خوا، په هېواد کې روان اقتصادي بحران د دغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. پراخه بې‌کاري، د کار د فرصتونو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د خلکو د پېرلو توان کمېدل هغه عوامل دي چې د راستنو شویو کورنیو وضعیت یې لا ستونزمن کړی دی.

صلاح الدین رباني: د هېواد مالي او سیاسي وضعیت سخت خراب شوی دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د لوی اختر په مناسبت پېغام کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد پر خرابېدونکي وضعیت سختې نیوکې کړي. هغه وایي، د طالبانو تر غیرقانوني او غاصبانه واکمنۍ لاندې اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

صلاح الدین رباني په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې چې دغو سختو شرایطو له هېوادوالو څخه د خوشاله ژوند درلودلو او په ښه توګه د مذهبي مناسبتونو د نمانځلو فرصتونه اخیستي دي. خو نوموړي زیاته کړې چې د ټولو ستونزو سره سره، د افغانستان متدین او سخاوتمند خلک هڅه کوي چې خپل مذهبي او دیني مناسبتونه په غوره توګه ونمانځي او تود هرکلی یې وکړي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر په دې پیغام کې یو ځل بیا د لوی اختر مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی چې دغه ګوند ژمن دی ترڅو په هېواد کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د سیاسي حاکمیت د بیا رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي. هغه ویلي چې د هېواد له دغه بحراني حالت څخه د تېرېدو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د صلاح الدین رباني د دغه غبرګون سره هم‌مهاله، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د لوی اختر په مناسبت په خپل یو پیغام کې خبرداری ورکړی چې هېواد د ژوند او نابودۍ په دوه لارې کې قرار لري.

سمېع سادات: افغانان دې د طالبانو پر وړاندې قیام وکړي او دا واکمن رژیم دې نسکور کړي

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱

جنرال سمېع سادات د لوی اختر په مناسبت په یو پېغام کې پر افغانانو غږ کړی چې د طالبانو په خلاف په ټول هېواد کې قیام وکړي او پر افغانستان دا حاکم رژیم نسکور کړي. هغه زیاته کړې چې له خپلو ملګرو سره په هڅه کې دی، څو امکانات راټول او افغانستان له طالبانو ازاد کړي.

دې پخواني پوځي جنرال همدا راز ویلي، سږنی لوی اختر هم داسې مهال پر افغانانو راځي چې له خلک د لوږې، فقر، بې‌کارۍ او د طالبانو له لوري له سختو ظلمونو سره مخ دي.

هغه د لوی اختر په مناسبت یوه پېغام کې زیاته کړې چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې ونه‌توانېدل، څو د افغانستان دننه یو سیاسي او امنیتي نظم رامنځټه کړي. نوموړي وویل: «اوس دا ډېره واضح ده چې طالبان نه د افغانستان د حکومتدارۍ ظرفیت لري او نه هم له افغانانو سره مینه لري».

د جمهوري نظام دا پخوانی پوځي جنرال ادعا لري چې طالبانو د افغانستان کانونه شرکتونو او بهرنیانو ته په قراردادونو ته ورکړي او ترې ترلاسه کېدونکي عواید د طالبانو د نظام پر قوي کېدو لګول کېږي. سمېع سادات زیاتوي: «د بدخشان او تخار ولایت څخه چې کومه طلا راټولېږي. د ورځ۱۵۰ تر ۲۰۰ کیلو پورې افغانستان څخه ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

د هغه په خبره، یوه کیلو سره زر په نړیوال مارکېټ کې تر ۱۵۰زره امریکایي ډالرو پورې پلورل کېږي چې هره ورځ له همدې طریقه طالبان هره ورځ یو مېلیون ډالره ترلاسه کوي چې په کلنۍ توګه ۷میلیونه ډالره کېږي. د دغه پخواني جنرال په وینا، که همدغه پیسې پر افغانانو په عادلانه توګه وویشل شي، نو‌ په یو کال کې به افغانستان څخه فقر ورک شي.

نوموړی وایي، طالبان د همدې کانونو پر پیسو شخصي پانګونې کوي، بانکي اکاونټونو ته یې اچوي، کورونه او موټرونه پرې اخلي. سمېع سادات همدا راز ادعا کوي چې د افغانستان د کانونو پیسې په کور دننه د ملا هبت الله له لوري په یو شمېر نړیوالو ترهګرو هم لګول کېږي، څو هغوی قوي شي.

طالبانو په میدان وردګو کې میلیون ډالري‌ جومات جوړ کړ

۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۶ می ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي پراختیا شرکت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د میدان وردګو جامع جومات د ۸۷ میلیونه افغانیو (شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره ډالرو) په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه جومات جوړېدل داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو مشر د دیني مدرسو د ښوونکو د معاشونو د لوړولو او د اختر د نغدي مرستو امر هم کړی دی.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د جامع جومات اصلي ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې او نږدې د دوو زرو لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري.

که څه هم د طالبانو اداره د ښوونځیو د ښوونکو د معاشونو په ورکړه کې له ستونزو سره مخ ده، خو د جوماتونو پر جوړولو ډېرې لوړې پیسې لګوي. دغې ډلې د جوماتونو او جهادي مدرسو پراختیا خپلو لومړیتوبونو کې شامله کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې د هبت الله اخندزاده په امر به د افغانستان پر لویو لارو هر ۷۰ کیلومتره واټن کې یو جومات جوړېږي.

د طالبانو ادارې تر اوسه د دولتي مامورینو د معاشونو د منظمې ورکړې پنځه کلنه ستونزه نه ده حل کړې. یو شمېر ښوونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي او د طالبانو اداره د هغوی د حقوقو د ورکړې توان نه لري.

په ورته وخت کې نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې د بې‌وزلۍ او خوراکي ناامنۍ د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

اټکلونه ښيي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه به شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ وي او ښايي دا شمېر په راتلونکي ژمي کې ۱۷.۴میلیونو کسانو ته ورسېږي، چې د افغانستان د ټول نفوس نږدې ۴۰ سلنه جوړوي.