• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالرشید دوستم: که طالبان خپل سیاستونه بدل نه‌کړي، نو یو ځل بیا به کورنۍ جګړې پیل شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱

د افغانستان د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د هېواد پر روان وضعیت سخته اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، که طالبان خپل سیاستونه بدل نه‌کړي، نو هېواد به یو ځل بیا د کورنۍ جګړې په اور کې وسوځي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د بحران د مخنیوي لپاره له خپلو مخالفینو او سیاسي اپوزیسیون سره سمدستي خبرې اترې پیل کړي.

عبدالرشید دوستم وویل، چې دی په خپله بیا په واک کې د شریکېدو غوښتونکی نه‌دی، خو د هېواد د «یوه زړه سوانده مشر» په توګه د خلکو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی. هغه پر طالبانو نیوکه وکړه، چې په بدخشان او تخار ولایتونو کې یې د معترضانو د ځپلو لپاره لښکر کشي کړې او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول کړنې د دوی په خپلو لیکو کې هم د بې باورۍ فضا رامنځته کوي.

نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال له ژور سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بحران او نړیوالې انزوا سره مخ دی چې له امله یې د خلکو ژوند لا پسې سخت شوی دی.

د دوستم په وینا، که د طالبانو «غیرقانوني» واکمني او پر خلکو فشارونه همداسې دوام ومومي، نو افغانستان به یو ځل بیا د سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو پر ډګر بدل شي او د ترهګرۍ د خپرېدو خطر به زیات شي.

د جنبش ملي ګوند مشر همداراز څرګنده کړه، چې د ملي مقاومت عالي شورا د ټولو لویو سیاسي ګوندونو او فکري بهیرونو په ګډون د خلکو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، څو طالبان د ملت ارادې ته تسلیم شي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې خپل مخالفین کم ونه‌ګڼي او له شته فرصتونو څخه په استفادې سره مذاکرې ته کښیني او پر خلکو یې غږ وکړ، چې د ورورولۍ او عدالت لپاره سره یو موټی شي.

د عبدالرشید دوستم د دغه پیغام ترڅنګ، یو شمېر نورو مخالفو سیاستوالو لکه امرالله صالح، حنیف اتمر او حامد کرزي هم په خپلو اختریزو پیغامونو کې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد اقتصادي وضعیت خراب شوی او نږدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، او بلخوا د بدخشان د سرو زرو د کانونو پر سر د قندهار او بدخشان د طالبانو ترمنځ اختلافات هم موجود دي.

هبت الله اخوندزاده پر خپلو مخالفانو غږ وکړ چې ورسره جوړ شي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده د لوی اختر په لمانځه کې د وینا پرمهال پر خپلو مخالفانو غږ کړی، چې افغانستان ته ور شي، ورسره موافق شي او د طالبانو له ادارې سره یوځای شي. هغه ویلي، چې دا مهال د پخواني نظام معلولانو او د سرتېرو یتیمانو ته هم پیسې ور کوي او پردي یې نه بولي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵

په سویس کې پولیسو درې هغه ځوانان نیولي چې یو ۲۱ کلن افغان ځوان یې په سر وهلی و

•
•
•

نور کیسې

یعقوب مجاهد: د افغانستان خاوره او هوا هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب د ایران د امنیت شورا له پلاوي سره په ناسته کې ویلي، چې د افغانستان خاوره، پولې او هوا هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې. یعقوب ټینګار کړی، چې کابل دا موضوع په وروستۍ جګړه کې ثابته کړې ده.

د ایران د امنیت شورا د منشي د بهرني سیاست او نړیوال امنیت مرستیال علي باقري د چارشنبې په ورځ په مسکو کې د طالبانو د حکومت د دفاع له وزیر محمد یعقوب مجاهد سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا او اسراییل د سیمې د هېوادونو «ګډ دښمنان» دي.

د ایرنا د راپور له مخې، باقري دا څرګندونې په مسکو کې د نړیوالو لوړپوړو امنیتي چارواکو د څوارلسمې غونډې په څنډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د بهرنیو ځواکونو لاسوهنې د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل دي.

هغه ټینګار کړی چې یوازې د سیمې هېوادونه حق لري د خپلو امنیتي او برخلیک ټاکونکو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي او هیله یې څرګنده کړې چې د سیمې هېوادونو د همکارۍ او مشورو له لارې د نورو هېوادونو له مداخلې پرته د خپلواکې تصمیم‌نیونې زمینه برابره شي.

باقري د ایران او افغانستان ترمنځ اقتصادي او زیربنایي همکارۍ د سیمه‌ییز ثبات لپاره رغنده وبللې.

ایرنا ویلي، چې طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم په دې لیدنه کې د ایران له خلکو سره د امریکا او اسراییل د وروستیو نظامي اقداماتو پر وړاندې د پیوستون څرګندونه کړې ده.

ایرنا ویلي، چې مولوي یعقوب د ایران د رهبر او نورو ایراني چارواکو او وګړو پر مړینې تسلیت ویلی دی.

د رپوټ پر بنسټ، مجاهد ویلي، چې د افغانستان خاوره، هوا او پولې هېڅکله د ایران پر ضد د ګواښ سرچینه نه ده پاتې شوې او ټینګار یې وکړ چې کابل دا موضوع په وروستۍ جګړه کې ثابته کړې ده.

هغه د تهران او کابل د اړیکو د پراختیا او د پلاویو د تبادلې د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.

په دې لیدنه کې چې په روسیه کې د ایران سفیر هم پکې حضور درلود، دواړو لوریو د ترهګرو ډلو پر ضد د مبارزې او د سرحدي امنیت د پیاوړتیا په ګډون پر دوه‌اړخیزو او سیمه‌ییزو مسایلو خبرې کړې دي.

طالبانو تراوسه ددې ناستې د جزئیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

روسیې پر لویدیځ غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې لویدیز هېوادونه باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته ازادې کړي او دلته د شلو کلونو پوځي حضور بشپړ مسوولیت پر غاړه واخلي. شویګو دا څرګندونې د طالبانو د دفاع له وزیر محمد یعقوب سره په لیدنه کې کړې دي.

هغه ویلي چې لویدیز هېوادونه باید د افغانستان له جګړې وروسته د بیارغونې بشپړ دروند بار هم پر غاړه واخلي.

نوموړي زیاته کړې چې مسکو او افغان شریکان دا د منلو وړ نه بولي چې د متحده ایالاتو او ناټو پوځي تاسیسات دې په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې ځای پر ځای شي.

شویګو وړاندې ویلي و چې روسیې له طالبانو سره خپل عملي تعامل پراخ کړی او له کابل سره د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري اړیکو د پراختیا په لور روانه ده.

د روسي خبري سرچینو په وینا، په دې ناسته کې د طالبانو او روسیې ترمنځ د پوځي- تخنیکي همکاریو یو تړون هم لاسلیک شوی دی.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب په دې ناسته کې ویلي چې کابل غواړي له مسکو سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې کړي او د افغانستان په تړاویې د مسکو رول مهم وباله.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه اوږدې تاریخي اړیکې لري او د همدې اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۱

طالبانو مسکو ته د مولوي یعقوب مجاهد د سفر په ترڅ کې له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی. دا تړون د مسکو په څنډه کې د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې لاسلیک شوی، چې د مسکو او کابل ترمنځ د رسمي پوځي همکارۍ نوی پړاو ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب له روسي چارواکو او ددغه هېواد د امنیت شورا له منشي سره په ناسته کې وویل چې کابل غواړي له مسکو سره خپلې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پراخې کړي او د افغانستان په تړاویې د مسکو رول مهم وباله.

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه اوږدې تاریخي اړیکې لري او د همدې اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.

د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو په همدې ناسته کې ویلي چې لوېدیځ هېوادونه باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او د تېرو شلو کلونو د حضور مسوولیت په بشپړ ډول ومني او له جګړې وروسته د افغانستان د بیا رغونې بار پر غاړه واخلي.

شویګو وړاندې ویلي و چې روسیې له طالبانو سره عملي ډیالوګ جوړ کړی او له کابل سره یې په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د پراخې همکارۍ لوری غوره کړی دی.

د هغه په وینا، مسکو باور لري چې له افغانستان سره همکاري د سیمې د امنیت او اقتصادي پرمختګ لپاره مهمه ده.

دا پرمختګ داسې مهال شوی چې د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې ورو ورو د رسمي تعامل او همکارۍ لور ته روانې دي.

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې امر بالمعروف باید تر سركاري ادارو او مامورينو محدود نه شي او نه هم د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله شي. حکمتیار ویلي، چې امیر باید د امر او فرمان پرځای چارې سمبال کړي او د قدوري ملا د انجنیري پوهنځي رییس ونه ټاکي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د چارشنیې په ورځ په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چېرې چې فقر او ناامني وي او اقتدار د مفسدينو او ظالمانو په لاس كي وي هلته كه څوك سل ځله ادعا وكړي چي دلته اسلامي نظام راغلى، ستر او كركجن دروغ یې ويلي دي.

د حکمتیار په باور، واقعي سولې او ثبات ته د رسېدو او د روان بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزناک داخلي لوري په رښتینې توګه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو اساسي خبرو هوکړه وكړي.

نوموړي په دغو بنسټیزو خبرو کې دوه هغه د واک لپاره له جګړې او د بل په زور د خپل مخالف لوري ماتولو نه ډډه کول بللي دي.

حکمتیار په خپل پیغام کې ویلي، چې اهل کس ته د مشرۍ امانت سپارل د ملت شرعي حق دی او امیر هم باید د بادار پرځای د خلکو خادم وي. نوموړي د ملت مشري د خلکو په اکثریت او علني رایو پورې مشروط کړې ده.

حکمتیار په خپل پیغام کې، چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په غیر مستقیم ډول د ملا هبت الله د فرمانونو صادرولو ته اشاره کړې او وايي، چې امیر باید د امر او فرمان پرځای چارې سمبال کړي او د خپلو احکامو پرځای د خدای حکمونه پلي کړي او ولس د هرڅه په تړاو په مشورو کې شریک وګڼي.

حکمتیار د وړتیا پر بنسټ د ددندو پر وېش ټینګار کړی او وايي، داسې نه چې امیر د قدوري ملا د انجنيري پوهنځي ریيس وټاكي.

د حزب اسلامي مشر په خپل پیغام کې په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د افغان ولس پر رول ټینګار کړی او ددې لپاره یې د ولس د یوې ممثلې شورا موجویت وړاندیز کړی چې د اساسي قانون د جوړولو واک ولري او راتلونکي حکومتونه هم ددغه قانون له مخې جوړ شي.

هغه په خپل پیغام کې پر ټولو اړخونو غږ کړی، چې د پرديو امنيتي، استخباراتي او وسله وال حضور او لاسوهنې رد کړي.

حکمتیار د یوې داسې دارالافتا پر جوړولو هم ټینګار کړی، چې دده په وینا، د خپلسرو فتواګانو او له حلال نه د حرام او له حرام نه د حلال جوړولو مخه ونیسي او امر بالمعروف هم د هر مسلمان دنده وګڼل شي.

په داسې حال کې، چې طالبانو په دې وروستیو کې د حزب اسلامي دفتر بند کړی او ظاهرا د دغه ګوند د مشر پر فعالیتونو او په جومات کې پر ویناوو یې محدودیتونه لګولي، حکمتیار د قراني ایتونو په استناد ویلي، چې امر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټول امت د فرد فرد، نارينه او ښځينه دنده ده او هيڅوك حق نه لري چي دا دنده تعطيل، تعليق يا تحريم كړي او تر سركاري ادارو او مامورينو یې محدوده كړي.

هغه ټینګار کړی، چې له دې نه باید د نورو د غلي کولو او د منبر د مهارولو وسيله او مجوز جوړ نه شي.

طالبانو د هبت‌الله د اختر وینا پر مهال په کندهار کې د هوايي دفاع سیستم فعال کړی و

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۹ GMT+۱

طالبانو د چارشنبې په ورځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د خپل مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د وینا پرمهال زي پي یو۴ د هوايي دفاع سیستم ځای پرځای کړی و. دغه وسله ډېری د ټیټ الوتو اهدافو او ډرون الوتکو پروړاندې کاریږي.

طالبانو د چارشنبې په ورځ د کندهار په عیدګاه جومات کې د لوی اختر د لمانځه او د خپل مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د وینا پر مهال د هوايي دفاع دودیز سیستم ځای پرځای کړی و.

له سیمې په را رسېدلو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې طالبانو د ZPU-4 په نوم روسي جوړ د هوايي دفاع سیستم په سیمه کې فعال کړی و.

دغه هوايي ضد ماشیګڼ څلور میله لري او ۱۵،۵ سانتي متره مرمۍ خوري.

طالبان دا ډول وسلې په مهمو امنیتي غونډو او لوړپوړو مراسمو کې د احتمالي هوايي ګواښونو د مخنیوي لپاره نصبوي.

طالبانو په دې وروستیو کې د پاکستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پرمهال هم له دې او ورته نورو وسلو څخه د هوايي دفاع لپاره کار اخېستی دی.