• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غور کې د ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکو له ترلاسه کولو خبر ورکړ

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۱

د هېواد په لویدیځ کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو وايي، په غور ولایت کې یې په دوو بېلابېلو عملیاتو کې ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او یوه وسله یې ترلاسه کړي دي. خو دغې قول اردو په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي که نه، څه نه‌دي ویلي.

په لویدیځ زون کې د طالبانو د ۲۰۷ الفاروق قول اردو چې په جمهوري نظام کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو نومېده د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۱۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي توکي یې د مرکز فیروز کوه ښار له پوزلج سیمې څخه تېره ورځ ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې د ترلاسه شویو نشه‌يي توکو د نوعیت او همداراز په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي که نه، څه نه‌دي ویل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په تیوره ولسوالۍ کې یې یوه وسله هم ترلاسه کړې، خو بیا یې هم په دې اړه چې په تړاو یې څوک نیول شوي او که څنګه، څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف: د طالبانو «رژیم» له هند سره په ګډه د پاکستان د بې‌ثباته کولو لپاره همکاري کوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۳:۳۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د اټومي ځواک د ورځې په مناسبت ویلي، د طالبانو «رژیم» د پاکستان پر ضد له هند سره مرسته کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد به د افغانستان په خاوره کې د ګواښونو د له‌منځه وړلو لپاره د افغان طالبانو پر ضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د پاکستان د اټومي ازموینو د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، که پاکستان اټومي ځواک نه وای ګرځېدلی، دښمن به له هرې پولې اوښتی وای. هغه زیاته کړه، چې اټومي سپر او وسله‌وال ځواکونه د پاکستان د دښمنانو پر وړاندې اصلي خنډ دي.

د پاکستان لومړي وزیر هند ته په اشارې سره وویل: «د افغانستان رژیم د دښمن د موخو د عملي کېدو لپاره زمینه برابروي. دښمن له ماتې وروسته اوس د نیابتي ډلو لکه فتنه الخوارج (تحریک طالبان پاکستان) او فتنه هندوستان (بلوڅ بېلتون‌پالو) ملاتړ کوي».

هغه خبرداری ورکړی، چې پاکستان به د «غضب للحق» پوځي عملیاتو له لارې دا ټول ګواښونه له‌منځه یوسي. طالبانو بیا د پاکستان پر وړاندې ځوابي بریدونه «ردالظلم» بللي دي.

د پاکستان د پوځي عملیاتو پراختیا او د مرګ‌ژوبلې شمېر

وروسته له هغې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورند کرښه کې نښتې په بې‌سارې ډول زیاتې شوې، د پاکستان پوځ د «غضب للحق» په نوم عملیات پیل کړل، څو د افغانستان پر خاوره بریدونه ترسره کړي. تر دې وړاندې هم اسلام‌اباد د «عزم استحکام» تر نوم لاندې د بلوڅ وسله‌والو او د پاکستاني طالبانو د تحریک پر ضد ورته عملیات پیل کړي وو.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر مهال تر اوسه له ۷۰۰ ډېر طالب جنګیالي وژل شوي؛ خو افغان طالبانو دغه شمېرې رد کړي دي.

طالبانو بیا د پاکستان د بریدونو پر وړاندې خپلو ځوابیه بریدونو ته د «ردالظلم» نوم ورکړی او ورسره یې له اسلام‌اباد سربېره د پاکستان پر بېلابېلو سیمو او په ځانګړې توګه پر پوځي مرکزونو د بریدونو او پاکستاني پوځیانو ته د مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

اسلام‌اباد هیله لري، چې پوځي فشارونه او ګواښونه به د طالبانو اداره اړه کړي، څو پاکستاني جنګیالي له افغانستانه وباسي یا یې په خیبرپښتونخوا کې د بریدونو مخه ونیسي.

افغان طالبانو د پاکستان دغه غوښتنه نه ده منلې او د تحریک طالبان پاکستان مساله یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې او همداراز یې د بریدونو پر مهال متقابل پوځي بریدونه کړي دي. دغو نښتو د افغانستان ګاونډي هېوادونه، په ځانګړي ډول چین اندېښمن کړي دي.

له دې سره سره، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د لوی اختر د درېیو ورځو لپاره د اوربند اعلان کړی، خو تر اوربند مخکې په خیبرپښتونخوا کې د نا امنیو لمن پراخه شوې وه.

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دغو څرګندونو سره هم‌مهاله، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې هم د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو د قومندانانو له قوله په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د ۱۹۹۸ کال اټومي ازموینو په سویلي اسیا کې ستراتیژیک توازن رامنځته کړی دی.

د پاکستان پوځ دغه لاسته‌ راوړنه د ملي یووالي ټینګښت او ملي حاکمیت نښه بللې او د هېواد دفاعي او ستراتیژیک وړتیاوې یې «مقدس ملي امانت» او په سیمه کې د سولې تضمین یاد کړی دی.

سره له دې چې پاکستان په افغانستان او قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي، د دغو وسله‌والو بریدونه نه دي درېدلي او پاکستاني ځواکونه د ټي‌ټي‌پي په ځانمرګو او چریکي بریدونو کې په پرله‌پسې ډول وژل او یا هم ټپيان کېږي.

د ۳۰زره افغان حاجیانو په ګډون؛ سږ کال نږدې ۲ میلیونه مسلمانانو د حج مراسمو کې ګډون کړی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۲:۴۶ GMT+۱

د سعودي عربستان د احصایې عمومي ادارې ویلي، چې د روان کال د حج په مراسمو کې د ګډون کوونکو شمېر له یو میلیون او ۷۰۷ زرو کسانو اوښتی دی. له دې ډلې څه باندې یو میلیون او ۵۴۶ زره حاجیان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ورغلي دي. په دې کې ۳۰ زره افغان حاجیان هم شامل دي.

د سږکال د حج په مراسمو کې د ښځو حضور هم د پام وړ بلل شوی دی. د سعودي عربستان د احصایې ادارې د راپور له‌مخې، له ۸۱۳ زرو څخه ډېرو ښځو د سږني حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

سږکال د افغانستان لپاره د حج ونډه ۳۰ زره کسانو ته ځانګړې شوې وه.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له‌مخې، سږ کال دېرش زره افغانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی او د اختر په لومړۍ ورځ یې د قربانۍ مراسمو تر څنګ د ویښتانو قصر ترسره کړ. د طالبانو تازه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب تر څار لاندې د افغان حاجیانو مراسمو ترسره کېږي.

حج د سعودي عربستان تر سوځنده ګرمۍ لاندې

حاجیانو په منا کې، د حج د وروستیو ورځو په یوه کې، د «رمي جمرات» یا شیطان وېشتلو مراسم د سانتي‌ګراد له ۴۲ درجو څخه په لوړه ګرمۍ کې ترسره کړل. هم‌مهاله د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانانو د چهارشنبې له سهاره د لوی اختر نمانځنه پیل کړې ده.

ډېری حاجیانو له ګرمۍ د ځانونو د ساتلو لپاره پر سرونو اوبه شیندلې او یا یې چترۍ کارولې. سعودي چارواکو د اوبو پر څښلو او د لمر د مستقیمو وړانګو د مخنیوي پر اهمیت ټینګار کړی دی.

سږکال لوی اختر، د تېرو کلونو په څېر، په ډېرو هېوادونو کې د څارویو په حلالولو او اړمنو خلکو ته د غوښې په وېشلو سره نمانځل کېږي، خو اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې په ځینو سیمو کې د جګړو او اقتصادي فشارونو له امله د دې ورځې نمانځنه کمرنګه شوې ده.

په لبنان کې لوی اختر د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د جګړې تر سیوري لاندې تېرېږي او هغه کورنۍ چې ښوونځیو او خیمو ته کډه شوي، له سختو ستونزو سره مخ دي.

په غزه تړانګه کې هم د اختر لمونځ د ویجاړو شویو ودانیو ترمنځ او د نازک اوربند په فضا کې ترسره شو. یو شمېر ځايي اوسېدونکو، چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د ماتم او د خوښۍ د نښو د نشتوالي خبره کړې ده.

یوه بې‌ځایه شوی لبنانی ربیع خریس ویلي: «زموږ لپاره هېڅ اختر نشته. موږ بې‌ځایه شوي یو، اړ شو چې خپلې ځمکې او کورونه پرېږدو».

له خان‌یونس څخه بې‌ځایه شوي فلسطیني محمود صقر ویلي: «دا اختر نه‌دی. موږ مړه شوي یو».

په خان‌یونس او غزه ښار کې لمونځ کوونکي د ویجاړو شویو ودانیو ترمنځ او د جشن له ډېرو کمو مراسمو سره د اختر لمانځه ته راټول شوي وو.

له غزې ښار څخه بې‌ځایه شوې عایده البنا، چې له خپلې لمسۍ سره یې دعا کوله ویلي: «اختر نشته. زما زامن وژل شوي دي. اختر یوازې د هغو کسانو لپاره دی چې څوک یې له لاسه نه‌دي ورکړي».

د سږني حج مراسم داسې مهال ترسره کېږي، چې سیمه د ۱۴۰۴ کال له کب میاشتې راهیسې د امریکا، اسراییل او ایران د جګړې له امله له بې‌ثباتۍ سره مخ ده.

دا جګړه، چې د ۱۹۹۱ کال وروسته د منځني ختیځ تر ټولو ستر پوځي بحران بلل کېږي، د امریکا او اسراییل په ګډو عملیاتو او هوايي بریدونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر علي خامنه‌يي له وژل کېدو وروسته نوي پړاو ته ننوتله او ایران د بالستیک توغندیو په توغولو سره ځواب ورکړ.

د دغې جګړې اغېزو د انرژۍ پر بازار او سمندري تګ‌راتګ پراخ اغېز کړی او د سیمې پر مذهبي مراسمو او اخترونو یې هم سیوری غوړولی دی.

طالبانو په مالیزیا کې له افغان متخصصینو د هېواد بیارغونې لپاره د مرستې غوښتنه وکړه

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱

په مالیزیا کې د طالبانو د سفارت سرپرست په دغه هېواد کې له یو شمېر افغان سوداګرو، محصلینو او یو شمېر نورو افغانانو سره د اختر په مناسبت لیدنه کې د هېواد بیارغونې او پرمختګ لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه سفارت سرپرست نقیب‌الله احمدي په پلازمېنه کوالالمپور کې مېشتو افغانانو ته د لوی اختر د مبارکۍ په ویلو سره، د افغانستان د وروستیو پرمختګونو، د ولس پر وړاندې د طالبانو د ژمنتیاوو او د هغوی د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي په دغو مراسمو کې له افغان متخصصینو او علمي کادرونو څخه په ټینګار سره وغوښتل، چې د هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره خپلې طرحې، تجربې او علمي وړتیاوې له دوی سره شریکې کړي.

په مالیزیا کې مېشتو افغانانو او د غونډې ګډونوالو د دغه ډول مراسمو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او داسې ناستې یې د افغانانو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او متقابل تفاهم لپاره خورا مهمې وبللې.

د جرمني زرغون ګوند له طالبانو سره د تعامل په تړاو وضاحت غوښتی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۱:۴۵ GMT+۱

د جرمني زرغون ګوند د خپل هېواد له حکومته غوښتي، دا وضاحت ورکړي، چې ولې د کډوالۍ ادارې یې له طالبانو سره د افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې کړې دي. دغه ګوند د افغان کډوالو د اېستلو د همغږۍ لپاره د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره د جرمني اړیکې د پوښتنې وړ بللې دي.

وروسته له هغې چې یو شمېر افغان کډوالو په جرمني کې پر جرمني وګړو بریدونه وکړل، د دغه هېواد حکومت تر فشار لاندې راغلی، چې د پناه غوښتنې په سیاست کې بدلون راولي. برلین هڅه کړې، چې د افغان او سوریایي کډوالو، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې جرمي مخینه لري، په اېستلو سره د کورنیو ناندریو څپو ته ځواب ووايي.

که څه هم د جرمني حکومت د ښځو د حقونو د سخت نقض له امله د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو بیا یې هم د طالبانو له بهرنیو چارو وزارت سره لیکلې اړیکې نیولي او د دې ډلې ډیپلوماتان یې په برلین او بُن کې د افغانستان په سفارت او کونسلګرۍ کې منلي دي.

جرمني هغه افغان کډوال افغانستان ته اېستلي، چې د طالبانو له ادارې یې اسناد ترلاسه کړي وو.

په جرمني کې د پارلماني مکتوبونو پر بنسټ زرغون ګوند ویلي، چې حکومت په جرمني کې مېشت افغانان اړ باسي، څو د پاسپورټ په څېر اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان هغو استازولیو ته مراجعه وکړي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. د ګوند په وینا، طالبان کولای شي د دغو کډوالو هویتونه معلوم کړي.

زرغون ګوند د جرمني له حکومته غوښتي، دا وضاحت ورکړي، هغه کسان چې د افغانانو د هویت د تثبیت په بهیر کې د طالبانو له لوري رول لري، کوم شرایط او معیارونه لري او حکومت یې صلاحیت څنګه ارزوي. دغه ګوند همداراز پوښتي، چې ولې اصلاً د افغانانو د هویت د تثبیت په بهیر کې د طالبانو استازي ښکېل وي.

زرغون ګوند له فدرالي حکومت څخه دا هم غوښتي، چې روښانه کړي، ولې د طالبانو یو استازی د جرمني د کډوالۍ ادارې «بامف» په دفتر کې د بُن ښار ته ورغلی و.

جرمني د تېر کال په چنګاښ میاشت کې د طالبانو له دوو استازو سره د افغانانو د کونسلي چارو د ترسره کولو لپاره جرمني ته د ننوتلو هوکړه وکړه. دغه دوه استازي په برلین کې د افغانستان سفارت او په بُن کې د افغانستان کونسلګرۍ لپاره ومنل شول.

جرمني ویلي، چې د هغوی حضور د طالبانو د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري او اړیکې یوازې په تخنیکي کچه دي.

دغه پرېکړه په لومړي سر کې د افغانستان د پخوانیو ډیپلوماتانو له سخت غبرګون سره مخ شوه. د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې، په بُن کې د افغانستان د کونسلګرۍ کارکوونکو د طالبانو د دوو استازو د منلو په اعتراض کې په ډله‌ییز ډول استعفاوې ورکړې.

وروسته د جرمني یو شمېر ګوندونو او د پارلمان استازو هم په برلین او بُن کې د طالبانو د ډیپلوماتیک حضور پر ضد اعتراض وکړ. همداراز یو شمېر افغان کډوالو څو ځله په برلین او بُن کې اعتراضي غونډې ترسره کړې.

په بُن ښار کې لاريونوالو له طالبانو سره د جرمني د کډوالۍ ادارې د همکارۍ بندېدو غوښتنه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

له هغو موضوعاتو څخه چې زرغون ګوند ورته اشاره کړې، په بُن ښار کې د طالبانو د کونسل سید مصطفی هاشمي حضور دی، چې د روان کال د وري په ۲۸مه د جرمني د فدرالي کډوالۍ او پناه غوښتنې ادارې دفتر ته ورغلی و.

د زېډ ‌ډي‌اېف رسنۍ د راپور له مخې، هغه هلته د هغو افغانانو د هویت د ارزونې لپاره تللی وو، چې ټاکل شوې وه له جرمني واېستل شي. جرمني رسنیو ویلي، چې د طالبانو کونسل تر اوسه لږ تر لږه درې ځله دې ادارې ته تللی دی.

دغې موضوع سیاسي غبرګونونه هم راوپارول، خو د جرمني کورنیو چارو وزارت ځواب ورکړی، چې د دې ادارې په ودانۍ کې د داسې غونډې جوړېدل په دې معنا نه‌دي، چې هلته د افغانستان استازولي جوړه شوې ده.

تمه کېږي، چې د جرمني حکومت به په راتلونکو دوو اونیو کې د زرغون ګوند دغو پوښتنو او نیوکو ته ځواب ووايي.

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۳۶ GMT+۱

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي ویلي، چې «په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو غړو هېوادونو د پوځي تاسیساتو جوړول» یو نه منونکی اقدام دی.

ریانووستي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) راپور ورکړی، چې سرګي شویګو دغه څرګندونې د روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت شورا د منشیانو د درېیمې غونډې پر مهال کړې دي. دغه غونډه د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ترسره شوې ده.

شویګو د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) وویل: «په افغانستان کې وضعیت لا هم ستونزمن دی. د مخدره توکو او وسلو د قاچاق ګواښ پر ځای پاتې دی او د نړیوالو ترهګرو سازمانونو او ډلو فعالیتونه دوام لري».

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړې، چې د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د اړیکو د جوړولو پر مهال باید په یاد وساتل شي، چې د هغه په وینا د ناټو هېوادونو کړنو اوسنی وضعیت رامنځته کړی دی. هغه زیاته کړه، چې د ناټو هېوادونه د افغانستان د اوسني وضعیت «اصلي مسوولیت» پر غاړه لري.

شویګو وویل: «همدا لامل دی، او په ځانګړي ډول د ایران شاوخوا وروستیو پېښو ته په کتو، موږ په افغانستان یا د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا او ناټو د پوځي بنسټونو جوړول نه منو».

هغه ټینګار وکړ، چې دا ډول اقدامات «له خطر پرته بل څه نه‌لري».

روسیې په وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان یا د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د امریکا او ناټو د پوځي حضور د بېرته ستنېدو مخالفت کړی دی. مسکو دا موضوع د سیمې امنیت ته ګواښ او خپلو پولو ته نږدې د لوېدیځ د پوځي نفوذ زیاتوالی ګڼي.

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته، روسیې په دوامداره توګه افغانستان ته د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم څو ځله په بګرام هوايي اډه کې د امریکايي ځواکونو د حضور لېوالتیا ښودلې، خو د امریکا حکومت تر اوسه بګرام ته د بېرته ستنېدو لپاره کوم رسمي پلان نه‌دی اعلان کړی.

له دې ټولو سره سره روسیه په نړۍ کې یوازنی هېواد دی، چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت پېژندلې ده.