• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان ته په زندان کې د اختر د لمانځه اجازه نه‌ده ورکړل شوې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا مشر جنید اکبر ویلي، د دغه ګوند بندي بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ته اډیاله زندان کې د اختر د لمانځه د ادا کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې. راپورونه وایي، نوموړي ته د امنیتي اندېښنو له امله د اختر لمانځه کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

جنید اکبر د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه په یوه خپاره کړي بیان کې لیکلي، چې حتی د نړۍ په تر ټولو بدنام زندان ګوانتانامو کې هم د غیر مسلمانانو له‌خوا بندیانو ته د قران کریم او د لمانځه د ځای یا جاینماز بندوبست کېده.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان اوسنی حکومت د خپلو داسې کړنو له امله په نړیواله کچه رسوا شوی او په وینا یې دا ښيي چې هېواد د یو دولت په توګه له څومره اخلاقي زوال او «پستي» سره مخ دی.

د خیبر پښتونخوا دغه سیاسي مشر ادعا کړې، له کله راهیسې چې عمران خان نیول شوی دی، هغه ته په زندان کې د اختر د لمانځه د ادا کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې نن د ورځې په اوږدو کې ګڼو رسنیو راپورونه ورکړي، چې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې عمران خان د امنیتي ګواښونو له امله د اختر له لمانځه محروم ساتل شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له تېرو درېیو کلونو راهیسې په زندان کې بندي دی او په محکمو کې یې پر ضد ګڼې دوسیې تر څېړنې لاندې دي.

د دغه ګوند پلویان او مشران په پرله پسې ډول د پاکستان پر حکومت تور پورې کوي، چې د دوی د مشر د اساسي او مذهبي حقونو سرغړونه کوي، خو حکومتي چارواکو تل د امنیتي تدابیرو په اساس د داسې پرېکړو دفاع کړې ده.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۳

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

۴

روسیه: د طالبانو مخالفې ډلې د برېتانیا په ملاتړ غواړي ځینې سیمې د طالبانو له واکه بهر کړي

۵
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي فرید اپریدي د سملاسي خوشې کېدو غوښتونکی شو

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال فریدالله اپریدي د تښتول کېدو په اړه سملاسي خپلواکې او رڼې پلټنې وکړي. فریدالله اپریدی د روانې مې میاشتې پر ۱۸مه (د غويي ۲۸مه) ماښام مهال د خیبر پښتونخوا له پېښور ښار څخه لادرکه شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، سره له دې چې د فریدالله اپریدي کورنۍ د هغه د برخلیک په تړاو له پولیسو بار بار غوښتنه کړې، خو هغوی د لومړني معلوماتي راپور له ثبتولو او د نوموړي د لادرکه کېدو په اړه له هر ډول پلټنو ډډه کړې ده.

د اپریدي کورنۍ او د پي‌ټي‌اېم غړي د هغه د روغتیايي حالت او برخلیک په اړه سخت اندېښمن دي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د فریدالله اپریدي لادرکه کېدل کومه نوې پېښه نه‌ده، بلکې دا د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو د جبري ورکولو او د پاکستاني چارواکو له‌خوا د هغوی د ځپلو د یوې داسې لړۍ برخه ده، چې په دې وروستیو کې په بې ساري ډول زیاته شوې ده.

یاد سازمان ټینګار کړی، که فریدالله اپریدی د پاکستاني امنیتي ځواکونو په توقیف کې وي، باید سمدستي یې د ساتلو ځای په ډاګه او پرته له ځنډه خوشې کړل شي. د بښنې نړیوال سازمان همدا راز غوښتنه کړې، چې د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره سم باید د نوموړي د تښتولو مسوولین وپېژندل شي او قانوني چلند ورسره وشي.

د یادونې وړ ده، چې دمګړۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان په زندانونوو کې شپې او ورځې تېروي.

ټرمپ: ایران هوکړې ته لېواله دی خو موږ تراوسه راضي نه یو

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران له امریکا سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅه کوي، خو واشنګټن تر اوسه له وړاندیز شوې طرحې راضي نه دي او کېدای شي وروسته راضي شي او که نه پاتې کار به بشپړ کړي.

ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ایران «ډېر لیواله دی چې معامله وکړي»، خو په وینا یې دا پروسه لا تر اوسه پای ته نه ده رسېدلې.

هغه زیاته کړه: «موږ تر اوسه راضي نه یو، خو کېدای شي وروسته راضي شو او که نه، نو بیا به اړ شو چې کار بشپړ کړو».

د امریکا ولسمشر د دې جزییاتو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو څرګنده یې کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو بهیر روان دی.

د ایران او امریکا د تفاهم مسوده په یوه میاشت کې د هرمز تنګي پر عادي کولو ټینګار کوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۱

د ایران دولتي تلویزیون وایي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د لومړني او غیر رسمي تفاهم مسودې ته یې لاسرسی موندلی، چې هدف یې د خلیج د شخړې کمول او د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ بېرته عادي کول دي، خو دا سند لا وروستی شوی نه دی.

د راپور له مخې په دې مسوده کې وړاندیز شوی چې ایران به د یوې میاشتې په موده کې د هرمز تنګي له لارې تجارتي کښتۍ تر جګړې مخکې پېر کچې ته بېرته عادي کړي، په بدل کې به متحده ایالات د ایران شاوخوا پوځي حضور راکم کړي او د سمندري محدودیتونو د نرمولو پر لور به حرکت وکړي.

په سند کې ویل شوي چې ایران به د کښتیو د تګ راتګ د مدیریت په برخه کې له عمان سره همکاري کوي، خو پوځي بېړۍ ترې مستثنا دي.

ایراني دولتي رسنۍ ټینګار کړی چې تهران به تر هغه هېڅ عملي ګام وانخلي څو د هرې موافقې عملي تایید او راڼه تضمینونه نه وي ورکړل شوي.

همدارنګه ویل شوي چې که په ۶۰ ورځو کې بشپړ تړون وشي، امکان لري دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک په توګه هم تصویب شي.

اسحق ډار یوځل بیا د پاکستان پرضد «د افغان خاورې پر استعمال» اندېښنه ښودلې

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۱۰:۱۳ GMT+۱

د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په خبرو کې ویلي، چې سوله ییز افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی، خو دده په وینا، لاهم «افغان خاوره د پاکستان خلاف کاریږي».

ډار د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرانیستې مناظرې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې دواړو لوریو د سیمه‌ییزو او نړیوالو بېلابېلو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړل، چې منځنی ختیځ، جنوبي اسیا، افغانستان، فلسطین او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اړوند اصلاحات پکې شامل وو.

اسحاق ډار د سې‌شنبې په ورځ نیویارک ته د مې له ۲۶مې تر ۲۸مې په یوه رسمي سفر تللی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، ډار له ګوتریش سره په لیدنه کې ویلي، چې یو سوله‌ییز افغانستان د سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی خو په ورته وخت کې یې د هغو وسله والو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه اندېښنه ښودلې چې دده په وینا، د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې پاکستان د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره سم د خپل ملي امنیت د ساتنې هوډ لري.

د بلوچستان په هرنایي کې د وسله‌والو په ډزو کې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۳:۱۲ GMT+۱

د بلوچستان ایالت د هرنایي ولسوالۍ د شاهرګ سیمې په شیخ موسی بابا چونګي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر ملکي خلکو ډزې کړې، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د راپورونو له مخې؛ وسله‌والو لومړی د شاهرګ پولیسو حوزې اړوند سیمه کلابنده کړې وه او وروسته یې پر ملکي وګړو ډزې وکړې. د یادې پېښې ټپیان او مړي لومړی د شاهرګ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي وو او وروسته د نورو درملنو لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي.

بل لور ته د ملي ډیموکراتیک غورځنګ عمومي منشي مزمل شاه د برید غندنه کړې او ویلي یې دي، سره له دې چې په شاهرګ سیمه کې امنیتي ځواکونه پراخ حضور لري بیا هم دغه ډول بریدونه ترسره کېږي.

هغه ادعا وکړه، چې په سیمه کې د سکرو کانونو او کان‌کېندنې پر سر د واکمنۍ لپاره دغه ډول پېښې رامنځته کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د پېښې پرضد به له قبیلو او سیاسي ګوندونو سره تر سلامشورو وروسته احتجاجي غورځنګ پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم په هرنایي کې وسله‌والو د کاني توکو پر لېږدوونکو لاریو برید کړی و؛ څو موټرونه یې سوځولي او څلور ځايي کسان یې له ځان سره بوولي وو، چې تراوسه لادرکه دي.