د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: ټرمپ د تهران د اټومي پروګرام پر وړاندې پرېکنده اقدام کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ وایي، چې ټرمپ د تهران د اټومي پروګرام پر وړاندې پرېکنده اقدام کړی. هغه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «له لومړۍ ورځې راهیسې ولسمشر ټرمپ دا روښانه کړې، چې ایران نهشي کولی اټومي وسله ترلاسه کړي».
