د سپاه پاسداران لوړپوړی چارواکی: امریکا د هرمز تنګي په پرانیستلو کې ماته خوړلې

د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو مرستیال مشر محمد اکبرزاده وایي، امریکا د هرمز تنګي په پرانیستلو کې «ستراتیژیکه ماته» خوړلې ده. هغه زیاته کړې: «دوی ادعا کوله چې کولای شي د هرمز تنګی پرانیزي؛ خو د یادې لویې لارې له بندښت وروسته دوی په ټول ځواک سره هیڅ هم ونشو کړای».
اکبرزاده د حکومتي چارواکو د ګواښونکو څرګندونو په تکرار سره زیاته کړه: «وسلهوال ځواکونه د تیار سئ په حال کې دي. شک مه کوئ، موږ به له چابهار نه تر ماهشهر پورې سیمه د یرغلګرو په هدیره بدله کړو».
له بل پلوه د ایران سپاه پاسدان سمندري ځواک ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ بېړۍ د دغه ځواک له اجازې وروسته له هُرمز تنګي تېرې شوې دي. د سپاه د سمندري ځواک د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه بېړیو کې نفتلېږدوونکې، کانتینر وړونکې او نورې سوداګریزې بېړۍ شاملې وې.
سپاه پاسداران ویلي، د هرمز تنګي «هوښیار کنټرول» په بشپړ ځواک روان دی او خبرداری یې ورکړی چې هر ډول تېري ته به «سخت او پرېکوونکی» ځواب ورکړي. هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او سوداګریزو لېږدونو له مهمو سمندري لارو ګڼل کېږي او د سیمې د کړکېچونو پرمهال یې امنیت او تګراتګ تل د نړۍوالو پام ځان ته اړوي.
