• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جوزجان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسه مړه او څلور نور ټپیان شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۱

په جوزجان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د شبرغان–سرپل پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا؛ دغه پېښه تېر مازیګر شاوخوا شپږ بجې شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۴

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۵

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

•
•
•

نور کیسې

طالبانو کندهار کې د لوی اختر لمانځه لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ په لنډمهالي ډول بند کړي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۲۵ GMT+۱

په کندهار کې له نن سهار ۶ بجو راهیسې د لوی اختر لمانځه لپاره د مخابراتي شبکو فعالیت او انټرنېټ پرې شوی. د طالبانو ځایي امنیتي سرچینو هم ویلي، چې دغه اقدام په هر اختر کې د امنیتي تدابیرو لپاره ترسره کوي.

په کندهار کې سږکال هم د لوی اختر لمونځ د عیدګاه جومات ترڅنګ د ښار په بېلابېلو برخو کې ادا کېږي. له کندهار نه سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د ښار په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د لوی اختر لمونځ لپاره په جوماتونو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د سهار له ۶ بجو راهیسې مخابراتي شبکو او انټرنېټ هم کار پرېښی دی. په کندهار کې د یوه خصوصي‌ مخابراتي شرکت کارکوونکي ویلي، چې طالب استخباراتو دوه ورځې وړاندې په همدې ساعتونو کې دوی ته د نه فعالیت سپارښتنې کړې دي.

امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه اقدام یې د امنیتي تدابیرو په موخه ترسره کړی او هر کال د اختر لمانځه پرمهال د څو ساعتونو لپاره مخابراتي شبکې او انټرنېټ پرې کوي.

د اختر په مناسبت کندهار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د لوی اختر له رارسېدو سره هم‌مهاله په کندهار ښار او شاوخوا سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او زرګونه خلک د اختر د لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو او لویې عیدګاه ته روان دي.

د معلوماتو له مخې؛ سږ کال هم د کندهار په لویه عیدګاه او یوشمېر ځانګړو جوماتونو کې د لوی اختر لمونځ ادا کېږي او ټاکل شوې ده، چې د ښار په دغه جوماتونو کې د اختر لمونځ د سهار په اته نیمو بجو پر یوه وخت ترسره شي.

د کندهار مرکزي عیدګاه هرکال د اختر د لمانځه تر ټولو ستر مرکز ګڼل کېږي او د کندهار له بېلابېلو سیمو زرګونه کسان د اختر لمونځ لپاره دغه ځای ته ورځي. د طالبانو مشر ملاهبت الله هم د اختر د لمانځه امامت په همدې عیدګاه کې کوي، له همدې امله د عیدګاه دننه او بهر امنیتي تدابیر د نورو سیمو پرتله خورا سخت نیول شوي دي.

کندهار ښاریان وايي، طالبانو د ښار پر مهمو لارو، د عیدګاه شاوخوا او ګڼې ګوڼې سیمو کې اضافي ځواکونه ځای پرځای کړي دي. دغه راز درنې وسلې هم عیدګاه ته نږدې او دننه انتقال شوي او د خلکو تګ‌راتګ تر جدي څار لاندې دی.

طالبان: په تېره یوه ورځ کې ۸۶۸ کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱

طالبانو اعلان کړی چې د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۵مه، ټولټال ۸۶۸کورنۍ چې شمېر یې یو زر او ۸۴۷کسانو ته رسېږي، د بېلابېلو لارو افغانستان ته بېرته راستانه شوې دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کورنیو څخه ۷۷۲کورنۍ، چې یو زر او ۴۷۹کسان پکې شامل دي، د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ۹نورې کورنۍ د سپین بولدک، ۴۷کورنۍ د نیمروز او ۴۰کورنۍ د هرات د اسلام‌ کلاله لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.

په داسې حال کې چې هره ورځ د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دوام لري، ګڼې هغه کورنۍ چې له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول ایستل کېږي، له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

راپورونه ښيي چې ډېری دغه کورنۍ له چمتووالي او حتا د اړینو اسنادو له لرلو پرته افغانستان ته راګرځول کېږي او د راتګ په لومړیو ورځو کې د سرپناه نشتوالي، د خوراکي توکو کمښت او د ژوند د لومړنیو لګښتونو له ستونزو سره مخ وي.

له بلې خوا، په هېواد کې روان اقتصادي بحران د دغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي. پراخه بې‌کاري، د کار د فرصتونو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د خلکو د پېرلو توان کمېدل هغه عوامل دي چې د راستنو شویو کورنیو وضعیت یې لا ستونزمن کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر: هیله لرو چې منځني ختیځ ته ژر تر ژره سوله بېرته راستانه شي

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي، هیله لري چې د ایران د جګړې ښکېل لوري د اوربند پر دوام خپلې ژمنې وساتي او د یو بل پر وړاندې خپل مصالحه‌محور دریځ ته دوام ورکړي، څو سوله ژر تر ژره منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.

وانګ يي د سې‌شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې وروسته، چې مشري یې هم خپله کوله، خبریالانو ته وویل چې د مذاکراتو له لورو تمه لري د اوربند د ساتلو او د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ هیله لرو چې د خبرو اترو لوري د اوربند تعقیب ته ژمن پاتې شي او د یو بل پر وړاندې د روغې جوړې چلند ته دوام ورکړي، څو سوله هر څه ژر منځني ختیځ ته بېرته را وګرځي.»

د چین د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران جګړه او د سیمې روان کړکېچ د نړیوالو اندېښنو سبب شوی او ګڼ هېوادونه د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیاسي حل‌لارې غوښتنه کوي.

صلاح الدین رباني: د هېواد مالي او سیاسي وضعیت سخت خراب شوی دی

۶ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۷ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني د لوی اختر په مناسبت پېغام کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد پر خرابېدونکي وضعیت سختې نیوکې کړي. هغه وایي، د طالبانو تر غیرقانوني او غاصبانه واکمنۍ لاندې اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او سیاسي حالت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

صلاح الدین رباني په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې چې دغو سختو شرایطو له هېوادوالو څخه د خوشاله ژوند درلودلو او په ښه توګه د مذهبي مناسبتونو د نمانځلو فرصتونه اخیستي دي. خو نوموړي زیاته کړې چې د ټولو ستونزو سره سره، د افغانستان متدین او سخاوتمند خلک هڅه کوي چې خپل مذهبي او دیني مناسبتونه په غوره توګه ونمانځي او تود هرکلی یې وکړي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر په دې پیغام کې یو ځل بیا د لوی اختر مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی چې دغه ګوند ژمن دی ترڅو په هېواد کې د خلکو د ارادې پر بنسټ د سیاسي حاکمیت د بیا رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي. هغه ویلي چې د هېواد له دغه بحراني حالت څخه د تېرېدو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د صلاح الدین رباني د دغه غبرګون سره هم‌مهاله، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم د لوی اختر په مناسبت په خپل یو پیغام کې خبرداری ورکړی چې هېواد د ژوند او نابودۍ په دوه لارې کې قرار لري.